په معاصر پښتو کيسه ييز ادب کې اجمل پسرلي د خپل تيره قلم په څوکه يوه ځانکړې هنري رنګينه لاره کښلې ده، د دې لارې په غاړو يې داسې بوټي او کوچنۍ ونې لګولي دي چې پاڼې، ګل او هره دانه يې څو رنګونه او بیلابېل خوندونه لري. د ونو له پاڼو يې موسيقي ورېږي، له ګلونو او ميوو يې بيلابېل رنګونه.
د اجمل پسرلي کابو ټولې کیسې له درې سوه او تر دې له کمو کلمو څخه جوړې دي، د ده هره کيسه يو او يونيم مخ ته رسېږي په لنډ وخت کې لوستل کېږي، مګر په دې لنډکيو کيسو کې د سېمبولونو په مرسته د يو ناول خبرې ځای شوي دي. اجمل د لوی سمندر نه يوازې يو وړوکی غمی راخلي، خو دا غمی په خپل هنر دومره صيقلوي چې سمندر، د سمندر څپې، زرين کبان، بيړۍ…هر څه پکې ښکاري، يو وړوکی غمی د لوی سمندر کيسه درته کوي.
د امريکې کوم نقاد ويلي و چې د سېمبول په کارولو کې بايد ډېر محتاط واوسی، ځکه چې سېمبول د سينګار څيز نه دی چې د کرسمس په ونه کې يې راوځړوی. خو د اجمل پسرلی په کيسو کې سيمبولونه د سينګار لپاره نه دي کاريدلي، لکه سيمبولونه چې د ده د کيسې د ونې څانګې، پاڼې، ګلونه او ميوه وي.
د اجمل پسرلي پر هره کيسه يو کتاب خبرې کيدای شي، د کلي کيسه مې ځکه غوره کړه چې ما پکې د خپل لوی وطن تصوير وليد. لومړۍ يې کيسه ولولئ:
کلی
د وچ خوړ له ژۍ داسې ژر ژر روانې وې چې ليکه دوړه پسې جګه شوې وه.
« که نارينه وای د کليوالو پوښتنه به دې ترې کړې وه»
«بختور هغه دی چې غم نه لري…»
له دې ښځو مې لاره چپه کړه، د غونډۍ خوا ته وختم. چې ماشوم وم او له ښاره به پلار کلي ته راوستم دا ځای ډېر لوړ راته معلوميده، اوس دلته له ديارلس کلونو جګړو وروسته دا ځای ټيټ راته ښکاري…
شمال تېز شو. د شمال غږ کله غوږونه نازوي کله زړه ريږدوي. هغه وخت چې داسې احساس کړم چې شمال له وچو بوټو غنو تيرېږي غاښونه مې برېښي. کله چې بيا نرۍ وريځ وي، د لمر تبۍ يې شا ته تته ښکاري، بوټي مني وهلي وي، شمال خاورې په سر اخيستې وي داسې احساس کوم لکه په هديره کې ايسار.
له پورته مې شاوخوا سترګې وغړولې. هاغه دوې ښځې لرې د ډاګ په منځ کې ناستې وې.
د کلي خوا ته نوې لار په همدې خوا سپره ده، د موټرو په لار ماينونه دي. وررهي شوم دوی ته لا نه وم رسيدلی چې پاڅيدې، چټکې چټکې روانې شوې:
« له دوی سره خو محرم هم نشته»
هغه ځای چې دوی ورته ناستې وې، هلته درې قبرونه وو، درې سره يو اندازه وو خو د يوه پر سر يې له سره تر بل سره سپينه تراډه غځيدلې وه.
د کلي خوا ته خاورې راپورته شوې. دعا ته مې لاسونه جګ کړل:
څو کلن به وي؟
طالب به وي که عسکر؟
دا دوه نور به څوک وي؟
ښځه به وي…که وای کله به يې څوک دوعا ته راتلل؟
شمال د سپيره ډاګ د وچو اغزيو له منځه راپورته کيده، په شپيلکي تيريده، د کلي په لور وړاندې بړبوکۍ هسکه شوې وه او دوې شنې چادرۍ شمال ته رپيدې.
پای
يو کس کلي ته ځي، دوې تنه ښځې ګوري چې د وچ خوړ له ژۍ سره داسې ژر ژر روانې وي چې ليکه دوړه پسې پورته شوې وي. چيرته چې خوړونه وچ وي او اوبه پکې نه بهېږي، هلته ژوند ولاړ وي، اوبه د ژوند سېمبول دی، مګر په دې کلي کې ژوند ولاړ دی، يوازې د وچې خاورې دوړې لکه غمونه بادېږي.
د کيسې راوي چې سړی دی، د کلي پر يوې غونډۍ ورپورته کېږي، خو ده ته دا غونډۍ تر پخوا ټيټه ورښکاري، کله چې په ماشومتوب کې له پلار سره له ښاره دې کلي ته راغلی و، دا غونډۍ دومره ټيټه نه وه، دا غونډۍ ولې تر پخوا ټيټه ورته ښکاري، ځکه چې په دې کلي ديارلس کاله جګړه تېره شوې ده، په دې کلي کې غر نه ښکاري، ځکه چې مذکر دی، غونډۍ مونث ده، دا چې په کيسه کې د ښځو درد ښودل کېږي، نو غونډۍ يادېږي، دا غونډۍ پر ونو او بوټو نه ده پوښل شوې، د ديارلس کالو جګړې دا غونډۍ تر پخوا ټيټه ښکاره کوي، د ښځو په شان د دې غونډۍ ښکلا، پرتم او لوړوالی هم له منځه تللی دی. ديارلس شميره د اعداد پوهنې له مخې سپره او بد شګونه شميره ده، دوولس شميره د تکميل سېمبول دی، ديارلس بيا د نوي اغاز، په دې کيسه کې نوی اغاز له نوي قبر څخه ښکاري. په پخواني يونان کې دوولس خدايان وو،هر کله به چې ديارلسم خدای پیدا شو، يو خدای به له منځه وړل کيده، چې له دې سره به جګړې او وژنې کيدې. همدا رنګه د قران اخري ايات (من الجنة و الناس) هم ديارلس تورې دی، چې معنا يې له هغه جني او انسي شيطانانو پنا غوښتل دي چې د خلکو په زړونو کې وسوسې اچوي.
د پسرلي په انځور کړي کلي کې منی دی، ژوند پکې رژيدلی دی، يوازې وچې غنې او ازغي پاتې دي چې شمال يې له تنه په شپيلکي تېرېږي، په دې کلي کې ژوند د دردونکې شپيلکي ارزښت لري.
په کلي لمر نه راخيږي، د لمر سترګه تبۍ ته ورته ده، چې غوړول او سمسورول نه، سوزول او وريتول کوي. دا کلی يوازې يوه نرۍ لاره لري، مګر دا لاره هم هديرې ته تېره ده، د موټرونو پر لاره ماينونه ايښودل شوي دي، د دې کلي د پرمختګ لارې تړلي دي، د دې کلي سړيو پکې ماينونه ايښي دي.
د کلي دوې چادري پوښي ښځې په يوه خړ ډاګ کې درو قبرونو ته کيني، چې پر يو قبر سره سپينه تراډه تړل شوې ده، درې قبرونه ځکه چې دلته اغاز، منځ او دا نوی اخري قبر ټول په جګړو کې وژل شوي دي. د سړي چې ډيری يې جګړو اخيستي دي، ښځې بيا د دوی دوه براره پاتې دي، مګر د دوی ژوند تر مرګ بتر دی، سړي په قبرونو کې پراته دي، ښځې ژوندۍ په شنو قفسونو کې زنداني دي او د غمونو دوړې پسې روانې دي.
دې کېسه کې سړي غايب دي، مګر د موټرو پر لاره ماينونه او بدبختۍ يې ښکاره دي. د دې کيسې راوي هم سړی دی، له ده سره د سړي فکر دی، غواړي د کليوالو له حاله خبر شي، خو دا پوښتنه له ښځو څخه نه کوي، دوی ورته بې غمه ښکاري. کله يې چې په دښته کې له قبرونو سره وويني، زړه کې وايي چې له دوی سره خو محرم هم نشته، د نوي قبر په ليدو فکر ورلوېږي چې ښځه به وي، خو بيا زړه کې ورلوېږي چې ښځو ته کله څوک دعا ته ورځي.
دا کېسه په ظاهره د يوه کلي انځور دی، مګر په حقيقت کې د يوه لوی وطن کېسه کوي، کلی پخپله سېمبول دی، د يوه لوی وطن سېمبول. زما د وطن اغاز، منځ او انجام مرګ، جنګ او غمونه دي. مګر دا هر څه سړيو پېښ کړي دي، زموږ وطن ته د پرمختګ لاره له خطره ډکه ده، زموږ سړيو پکې ماينونه ايښي دي، يوازې يوه نرۍ لار لرو، هغه هم له کلي تر هديرې، زموږ سر و کار يوازې له مرګونو سره دی. ژوند مو سراسر د مني د موسم يوې هديرې ته ورته دی، چې قبرونه دي، پر قبرونو يوازې وچ بوټي او اغزي ولاړ دي، چې تېز شمال ترې تېرېږي، زړه ريږدوي او غاښونه برېښوي. زموږ د وطن ښځې د سړيو دوه برابره پاتې دي، دوی ژوندۍ دي، خو يوازې غمونه ګالي، کونډه، وراره، بوره، يتيمه… که څه هم دوی په جګړو کې برخه نه ده اخيستې مګر بيا يې هم لويې قربانيانې دوی دي.
د يوه لوی او پرکاره ليکوال کمال دا وي چې د ليکلو پر مهال يې د لاشعور کړکۍ خلاصه وي، سېمبولونه، کلمې… د مچيو په شان ترې راوزي، د ده په تخليق کې ځانونه منظموي. ممکن کله ليکوال سېمبولونه او کليمې په بې پامې وکاروي، خو په تخليق کې يې په خپله ځان سموي، کلمې ژوندۍ کېږي او سېمبولونه يو يو سر راښکاره کوي.
د اجمل پسرلي دا کيسه له سره ترپايه له درد او غمه ډکه ده، لوی ليکوال چې پر قلم دردونکې صحنه کاږي، درد يې پر ټول وجود خپور وي، په داسې حال کې يې چې کوم الفاظ په ذهن کې جوړېږي، په همغه ډول له قلمه هم راوزي. تاسې د دې کيسې اخيري جملې په غور ولولئ، د س او ش تکرار د سيلۍ او شمال غږ تداعي کوي، لوستونکی فکر کوي چې د سيلۍ او شمال غږ له کلمو رالټېږي او په غوږونو اوريدل کېږي:
« شمال د سپيره ډاګ د وچو اغزيو له منځه راپورته کيده، په شپيلکي تيريده، د کلي په لور وړاندې بړبوکۍ هسکه شوې وه او دوې شنې چادرۍ شمال ته رپيدې »
ما ويل زه به د دې هنري کيسې شننه هم په ښکلي هنري نثر وکړم، خو درېغه چې قلم مې د ملا فارق خوله نه لري.