ليکونکی: پوهنیار سيف الله غروال، شيخ زايد پوهنتون، ټولنیزو علومو پوهنځی، تاریخ او جغرافيې څانګې علمي کادر غړی
دا چې اوس مهال په نړيواله توګه ملتونو فکري وده کړې ده، نو د نظامي لښکرکښيو له لارې د مستعمراتو رامنځته کول او هلته نفوذ کول تر ډېره بريده امکان نه لري او يرغلګر يې د درنو لګښتونو بوج نشي پورته کولای؛ له همدې امله څه باندې يوه پيړۍ کیږي چې استعمارګرانو په هیوادونو کې د نفوذ نوعيت ته بدلون ورکړی دی. دا هېوادونه معمولاً د مذهبي تبلیغاتو، ټکنالوژۍ او د ژبې په ترويج، خيريه بنسټونو، روغتيايي خدمتونو، سواد زده کړو او يا د کلتوري سیاستونو له لارې خپلې موخې تر لاسه کوي. که څه هم نشو کولای دغه ډول موارد د دوستۍ او انسانيت له اړخه له پامه وغورځو؛ خو ددې ډول اړيکو تاریخچه دا څرګندوي چې که چېرې دې ډول کړنو ته دقیق پلان جوړ نه شي او د هېواد کلتوري ودې اړخ پکې په نظر کې و نه نیول شي، نو د هېواد د بشپړ کلتوري، ټولنيز، اقتصادي او سياسي اسارت زمينه به برابره شي(۶: ۱۰۱).
پورتنۍ موضوع ته په پام سره ويلای شو چې اوس مهال د یرغل لومړۍ مرحله چې په هغې کې نظامي یرغل يا څرګند سياسي تسلط ترسره کيږي، خپل مؤثريت له لاسه ورکړی دی او خپل ځای يې غير مستقيم يا ناښکاره یرغل ته ورکړی دی. ددې ډول استعماري خوځښت دريمه مرحله، استثمار او اقتصادي واکمني ده او څلورمه مرحله چې په معاصره دوره کې يې شهيدان يو، کلتوري یرغل دی چې په مختلفو لارو ترسره کيږي او د يوه هېواد کلتوري بنسټونه له منځه وړلای شي(۵: ۹۱- ۹۰).
د اوسني دور په تحولاتو کې، کلتوري يرغل په بشپړ ډول هغه جريان ته ویل کيږي، چې په واسطه يې د يو هېواد ځايي او اصیل کلتور له داخل او يا بهر څخه تر یرغل لاندې ونيول شي او پر ځای يې يو بل کلتوري نظام ځای پر ځای شي.
دا چې کلتور او د هغه اصلي مفاهيم څه دی؟ کلتوري یرغل څه ته وايي؟ مراحل او پړاوونه يې کوم دي؟ او څرنګه کولای شو چې د کلتوري یرغل مخه ونيسيو؟ په دې مقاله کې تر بحث لاندې نيول شوي دي.
بنسټيز مفهومونه
وړاندې له دې چې د کلتوري یرغل د مخنيوي پر لارو چارو بحث ته ورشو، اړينه ده چې د کلتور اصطلاح او د کلتوري یرغل له مفهوم سره اشنا شو:
کلتور: کلتور د يوه مفهوم په توګه ډېر اوږد تاريخي شالید او مخېنه لري. ډېری کسان د کلتور په اړه ضمني پوهه لري؛ خو په تعريف کې يې له ستونزو سره مخ کيږي. له دې امله دا چې کلتور څه شی دی؟ په اړه يې بېلابېل نظريات شتون لري او پوهانو يې په اړه مختلف تعریفونه او نظرونه وړاندې کړي دي، خو په ټوله کې دا ټول تعریفونه ګډې ځانګړتياوې لري(۱۲: ۱۰۳- ۱۰۴).
د کلتور اصطلاح د ټولنپوهنې او انسان پېژندنې علومو څېړونکو زیاته کارولې ده، خو نن يې لمن ډېره پراخه شوې ده او په ټولو ټولنيزو علومو کې کارول کيږي. د کلتور اصطلاح په تخصصي ډول د نولسمي ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د انسان پېژندنې د څانګې پوهانو په ليکنو کې راڅرګنده شوه او په علمي ډول د نولسمې پېړۍ په پای کې د انګريز انسانپوه ادوارډ بارنټ ټایلور(Edward Burnett Tylor)په واسطه وکارول شوه.
کلتور په اروايي او د انسان پېژندنې په علومو کې له مهمو مفاهيمو څخه شميرل کيږي، چې تر دې مهاله په لازم ډول تر ارزونې لاندې نه دی نيول شوی. کلتور هغه څه دی چې انسان يې زده کوي او همدا ډول د هغه د کړنو ټاکنه کوي. دا چې کلتور څه ډول رامنځ ته کيږي، بايد وويل شي چې کلتور هغه پديده ده چې له طبیعي غوښتنو او ټولنیز ځواک څخه سرچېنه اخلي. جغرافیه، د يوه قوم تاريخي پېښې، د خلکو ترمنځ مروجه ژبه او ادبيات، دين او مذهب، اقتصاد او د خلکو د ژوند طریقه د کلتور په پيدايښت کې اغېز لري، دا پديدې له يوې بلې سره ترکيب کيږي چې د ارزښتونو او باورونو يوه ټولګه رامنځ ته کوي او په انساني کړنو اغېز کوي، بالاخره د وګړو ترمنځ د اړيکو په نيولو کې اسانتياوې رامنځ ته کوي(۴: ۲۶).
دا چې کلتور د ټولنیزو علومو يوه مهمه موضوع ده، نو د وخت په تېرېدو سره يې د مديريت علم ته هم لاره پيدا کړه او اوس په مديريت کې له ډېرو مهمو موضوعاتو څخه شميرل کيږي.کلتور د يوه سازمان د برياليتوب يو مهم او اساسي لامل دی چې د سازمان ژوند او کړنو ته لوری او جهت وربخښي (۹: ۸).
کلتور چې په فارسي ژبه کې د فرهنگ په وۍ سره ليکل کبږي، يوه آریایي ترکيبي اصطلاح ده، چې له دوو کلمو څخه جوړه شوې ده، فره ( لوړتیا) او هنگ د ( پوهې، معرفت ) په معنا دی. اوستايي ريښه يې تنګ Thang =(ϴang) ده چې دغه دواړه کلمې د لاتيني ژبې (edcat) او (edure) له کلمو سره انډول دي چې د لوړتيا او ښوونې او روزنې په معنا دي او په عربي ژبه کې ورته ثقافت ويل کيږي. د لرغونو متونو له مطالعې څخه څرګنديږي چې زموږ په هېواد کې د «فرهنگ) اصطلاح له لرغونې دورې رواج موندلی دی او آن له اوستا وروسته د نورو ژبو لکه سغدي، مانوي او ختني په متونو کې د فرهنگ کلمه پيدا کولای شو. همدارنګه د فردوسي، سعدي، مولانا او خوشحال خان خټک په آثارو کې دغه اصطلاح لېدل کيږي(۱: ۳۷۹).
د فارسي ژبې د لغاتو سیند( فرهنگ فارسی عمید) کلتور یا فرهنگ د يوه قوم یا ملت د ” علم، پوهې، آدابو او علمي او ادبي آثارو په مفهوم او همدا ډول د لغاتونو د کتاب چې په هغه کې د يوې ژبې د لغاتو ماناوې شتون ولري” راپېژني(۱۵: ۱۸۳۷). همدا ډول زاهد پښتو- پښتو سيند د کلتور اصطلاح په کولتور سره ليکي او د ” کلچر، فرهنگ، ثقافت، تهذیب، مدنيت، دود او دستور، آداب او تاسيساتو ) په ماناوو سره يې بيانوي( ۷: ۸۳۷). ټايلور د کلتور د ارزښت په اړه ليکي« کلتور د پوهو، باورونو، هنرونو، قوانينو، اخلاقیاتو عاداتو او هر هغه څه چې انسان يې د ټولنې د يوه غړي په توګه زده کوي، يوه پېچلې ټولګه ده.»(۲: ۳۹).
هوبل(1979) کلتور د زده شويو رفتاري ځانګړتياو ټولګې په توګه چې د يوې ټولنې د غړو په واسطه زده شوي وي، تعریفوي. يو کلتور له هغه چاپېریال سره چې هغه په کې رامنځ ته شوی ډېرې نږدې اړيکي لري او هم د هماغه چاپېریال د سرچينو په واسطه ساتل کيږي؛ خو کلتور کولای شي چې خپل چاپېریال ته هم ځانګړی شکل او جوړښت ورکړي. د بېلګې په توګه شونې ده وګړي د معمولو محیطي ځانګړتياوو پورې وتړل شي، چې د خپلو کلتوري فعاليتونو په کولو سره د هغوی د ساتلو هڅه کوي(۲۲).
په ټوله کې د کلتور مفهوم د بشري ټولنې د ټولنیز ژوند له کيفيت یا څرنګوالي څخه عبارت دی، چې له يوه نسل څخه بل نسل ته انتقال مومي. د ادګار شاين (Edgar Schien) په باور کولای شو کلتور د هغې پديدې په توګه تر تحليل او شننې لاندې ونيسو چې زموږ چاپېریال يې احاطه کړی دی. د هغه په نظر کله چې شخص د يو سازمان لپاره کلتور رامنځ ته کوي بايد په څرګند ډول د هغه رامنځ ته کول، ځای پر ځای کول او د هغه پراخوالی تر نظر لاندې ولري او همدا ډول هغه تر خپل نفوذ لاندې راولي، مديريت يې وکړي او د اړتیا په صورت کې په هغه کې بدلون راولي(۱۴: ۲).
د کلتور بنسټيزې ځانګړتياوې
کومې څېړنې چې د مختلفو کلتورونو په اړه ترسره شوي دي، د توپيرونو برسېره ډېرې مشترکې ځانګړتياوې هم لري او د علمي تګلارو له لارې کولای شو چې تر تحليل، شننې او څېړنې لاندې يې ونيسو. يو شمير ځانګړتياوې يې دلته بيانوو:
۱- کلتور د زده کړې وړ دی: یعنې کلتور د زده کولو وړ دی او د وراثت له لارې نورو ته نه انتقالیږي. له دې امله ويلای شو چې په انساني ټولنه کې د ښوونې او روزنې د شتون فلسفه هم همدا ځانګېړنه لري. که چېرې کلتور د زده کړې وړ نه وای او د ارث له لارې نورو ته لیږديدلای؛ نو له يوې خوا به ډېرو ټولنو د اسلافو او نيکونو له لاسه ورکولو سره د کلتور له نعمت څخه بې برخې کېدل او له بلې خوا به په کلتوري برخه کې هيڅ ډول پرمختګونه نه رامنځ ته کېدل.
۲- کلتور ټولنیز دی او عادتونه يې په ټولنه کې رېښه لري: کلتور يوه ټولنیزه موضوع ده چې د رامنځ ته کېدو ځای يې انساني ټولنه ده، په همدغه ځای کې زرغونيږي او له همدې ځای څخه مفهوم پيدا کوي. یعنې کلتور د بشري ټولنې غوښتنه ده چې وده او پرمختګ يې هم په ټولنې پورې تړاو لري. که چېرې يوه ټولنه ورکه او له منځه لاړه شي، ډېری کلتوري عناصر او برخې يې هم له منځه ځي، ځکه چې د هغه د ودې او پرمختګ لپاره ځای شتون نه لري.
۳- ارزښت لرونکی دی: که څه هم کلتور د ټولنې يوه لويه غوښتنه ده، ددې برسیره د انسان د ژوند تر ټولو اساسي او ارزښت لرونکي غوښتنه پوره کوي. د بېلګې په توګه د يوه ملت پېژندګلوي او هویت په بشپړ ډول د هغه ملت په کلتور پورې تړلی دی. په کومه اندازه چې يو ملت ژوندی او غني کلتور ولري په هماغه اندازه يې پېژندنه او هويت هم ژوندی او غني وي، يا په بل عبارت د ملتونو ترمنځ د يو پرمختللي ملت په توګه پېژندل کيږي. په نړۍ کې ډېر داسې ملتونه شته چې خپل کلتور يې له لاسه ورکړی او په نورو ملتونو کې مدغم شوي دي او اوس د يوه ژوندي ملت په توګه نه پېژندل کیږي.
۴- کلتور بدلون (تحول) منونکی دی: ومو ويل چې کلتور يوه ټولنیزه پديده ده؛ خو کوم بدلونونه او تحولات چې په ټولنه کې رامنځ ته کيږي، هغه هم پر ځای نه دریږي له ټولنې سره يو ځای بدلون پيدا کوي.
۵- کلتور لېږدېدونکی هم دی: وړاندې یادونه وشوه چې کلتور له ټولنیزو چارو سرچېنه اخلي، له دې امله هره ټولنیزه پديده د لېږدېدو وړ ده؛ نو ويلای شو چې کلتور هم د انتقال وړتیا لري، یعنې کلتور له يو نسل څخه بل نسل ته او له یو ملت څخه بل ملت ته انتقالیږي(۱۱: ۷۲- ۷۳).
د کلتوري یرغل تعریف
کلتوري یرغل په دوه ډوله د تعریف وړ دی. لومړی ډول يې مستقیم او دوهم ډول يې غير مستقيم دی. مستقيم یا نیغ په نیغه کلتوري یرغل په هغه وخت کې صورت نيسي چې يو هېواد د مختلفو رسنيزو وسايلو او يا هم د انټرنيټې شبکو له لارې د خپل کلتور د پياوړتيا لپاره کار او فعاليت کوي او موخې يې نړيوالې او يوازې په خپل هېواد او د سيمې هېوادونو پورې محدودوې نه وي؛ خو که چېرې نور هېوادونه د هغه هېواد کلتور او د ژوند کولو طریقې او تګلارې په کتلو سره په اګاهانه یا نااګانه توګه هڅه کوي، چې د هغوی په څير شي، نو دې ډول ته يې غير مستقيم یرغل ويل کيږي. نیغ په نيغه کلتوري یرغل فاجعه رامنځ ته کوي، ځکه مهاجم کلتور هڅه کوي چې يوې ځانګړې سیمې او هېواد ته پاملرنه واړوي او له مختلفو لارو غواړي خپل کلتوري فعاليتونه پراخ کړي، چې تر ډېره بريده دا کار د لويديځې نړۍ له خوا ترسره کیږي(۸: ۶).
د ملي کلتور د کمرنګه کولو له لارې د پردي کلتور ځای پر ځای کول، چې ډېری وخت په اګاهانه ډول منل کیږي او د خپل کلتور څخه د يو ملت ناخبري چې د پردي کلتور د منلو سبب کيږي” کلتوري یرغل په نوم یاديږي“ (۱۳: ۹۱- ۱۰۰). په بل عبارت هر ډول رواني او رسنیز تبلیغات چې ټولنه تر برید لاندې نيسي او د نظامي جګړې پرته مقابل جانب له ماتې سره مخامخ کوي د کلتوري یرغل په نوم یادیږي(۲۱: ۱۲۹).
د غالب کلتور کړنې چې د ځواک او سياسي یا اقتصادي غلبې څخه په ګټې اخيستنې سره خپل ارزښتونه په نورو ورتپي د کلتوري یرغل په نوم یاديږي. دا حالت د کمزورتيا په شرایطو کې د بل ځواکمن کلتور له لوري صورت نيسي. مهاجم کلتور اصولاً د لوړ کلتوري موقعيت او حالت په درلودلو سره اغېز لرونکی وي او د کلتوري يرغل وړتيا لري او تر یرغل لاندې کلتور د داخلي کمزورتيا له امله د سختې ضربې سره مخامخ او اغېزمن کيږي. کوم کلتور چې له ودې، پرمختګ او نوښت څخه ليرې پاتې وي او د خپل وخت په پرتله له کلتوري معرفت او همدارنګه د نورو کلتورونو د ماهيت د پيژندنې وړتيا ونه لري، نو له ذهنيتي پلوه له درانه زیان سره مخامخ کیږي. مهاجم کلتور نورو کلتورونو ته د مثبتو کلتوري محورونو د ټاکنې، څېړنې او تحليل فرصت نه ورکوي، بلکې د خپل ځواک څخه په ګټې اخيستنې د خپلې خوښې ارزښتونه او معيارونه پر هغوی تحميلوي. مهاجم کلتور په تدریجي ډول د هغوی ملي ـ مذهبي ارزښتونه له منځه وړي او د عمومي اذهانو په تحریف سره تر یرغل لاندې کلتور ځواک او زور کموي، وروسته د بنسټيزو بدلونونو د راوستلو لپاره د کلتوري او ښوونيزو مرکزونو کړنو او فعاليتونو تګلوري ته بدلون ورکوي. له دې امله، کلتوري یرغل د يو بل کلتور په وړاندې يو ځانګړی عمل دی چې متقابل او رغوونکی جوړښت په يو ړنګوونکي او مخرب عمل بدلوي. آلوين تافلر په دې باور دی، چې هر هغه څوک چې پر راتلونکي باندې د مسلط کېدلو لپاره جنګيدلي دي، له ثروت او پوهې يې ګټه اخيستې ده. د کلتوري یرغل ځانګړتياو او د تاریخ په بهير کې د کلتوري یرغل مخینې ته په کتو سره لېدل کيږي چې کلتوري یرغل تل د تمدنونو او کلتورونو د نيږديوالي او جوړښت پر ځای د کلتورونو او تمدنونو د مقابلې او جګړې باعث کرځيدلی دی.(۳: ۱۴-۱۵)
د پورتنيو خبرو په تائيد سره ويلی شو چې په کلتوري یرغل کې ټولنه او په کلتوري یرغل کې اغېز لرونکي لاملونه هڅه کوي چې د يوې ټولنې کلتور مسخه او فسخه کړي او خپل مطلوب او د خپلې خوښې اعتقادات او ارزښتونه د هغه په عوض ځای پر ځای کړي. کلتوري یرغل د کلتور او عقیدې په برخه کې يوه جګړه ده چې بايد ټولنه د هغه په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
د کلتوري یرغل پړاونه
د نظرياتو او تيوريو مطابق کلتوري یرغل په دوو مرحلو کې صورت نيسي چې په هر يوه مرحله کې ځانګړې لارې او چارې په پام کې نيول کيږي:
لومړی – د خپل کلتور تخليله کول: کله چې په فضا کې خلا رامنځ ته شي، تر ټولو نيږدې موجود ځواک هغه ډکوي. کلتوري تشه د پردي مهاجم کلتور د حضور لپاره لومړنی اړين شرط بلل کيږي (۱۷: ۵۴).
دوهم- د پردي کلتور تثبيت: په دې مرحله کې د هغه کلتور د ځای پر ځای کېدو ليدونکي يو چې د کلتوري تشې د رامنځ ته کېدلو له امله په تحميلي او يا تشويقي ډول په مطلوبه ټولنه کې واکمن کیږي. (۲۱: ۱۷۰).
همدارنګه په يو بل ځای کې د کلتوري یرغل پړاوونه په ورته ډول په ښو توضحیاتو سره په لاندې توګه بيان شوي دي:
الف- د خپل کلتور پرېښودل( تخلیه): له دې مرحلې څخه موخه داده چې له خپل ویاړه ډک تاریخ سره اړيکي پرې شي. دا مرحله په ډېر ظرافت او دقت سره پلان کيږي او له لاندې طریقو څخه پکې ګټه اخيستل کيږي:
۱- د اعتقادي او اخلاقي ارزښتونو په وړاندې د خلکو ترمنځ ترديد رامنځ ته کول، له دين سره دوښمني، انزوايي روحانيت، د دين د اصیلو مدافعاتو او مبلغانو بې ارزښته کول.
۲- د فساد مروج کول.
۳- قوم پالنه رامنځ ته کول.
۴- د پردي کلتور نفوذ.
۵- په نورو پورې اړوند فکري تګلارو منل.
ب- د پردي کلتور تثبیتول:
په ملي او نړيواله سطحه د مختلفو بنسټونو رامنځ ته کول او په هغوی کې یرغل کوونکو پورې تړلیو کسانو ګمارنه. هغه کارونه چې په دې مرحله کې ترسره کیږي:
۱- کلتوري شبکو ته ورته موسساتو رامنځ ته کول.
۲- د مختلفو قومونو، نژادونو، مذهبونو او اقلیتونو د تحریکولو له لارې د کلتور تجزيه کول.
۳- د تاریخ تحریفول.
۴- د ژبې او ليک بدلول.
۵- د کلتوري میراثونو له منځه وړل یا په هغوی کې بدلون راوستل(۱۸: ۶۵).
د کلتوري یرغل لاملونه
مسګر نژاد د کلتوري یرغل لاملونه په دوو برخو ويشلي دي:
الف) بهرني لاملونه: هغه زمينې، عناصر او وسايل چې په يوه ډول سره بهرني یا لويديځ هیوادونه پکې ښکېل وي، د کلتوري یرغل بهرني لاملونو په توګه پېژندل کیږي؛ لکه: د مستشرقینو لېږل، له مختلفو لارو له دين سره دوښمني، د کلتوري ماتې روحيې رامنځ ته کول، د ارتباطي وسايلو، لکه: انټرنيټ، ډيش، تلویزون، ټولنيزې رسنۍ او ……… سلطه طلبه هېوادونو سياسيون او فرهنگيان دا ډول پلانونه جوړوي او د کمزورو هېوادونو په داخلي افرادو يې پلي کوي.
ب) داخلي لاملونه: هغه فرصتونه، عناصر او وسايل چې داخلي رېښه لري په مستقيم یا غير مستقيم ډول له بهر څخه داخل ته د کلتوري یرغل منلو سره مرسته کوي، د کلتوري یرغل له داخلي لاملونو څخه شميرل کيږي، لکه: بیکاري، اقتصادي فقر، کورنی تاوتریخوالی، د کلتوري او ټولنيزو چارو د مسؤلينو ناغيړي، د کلتوري او نورو مسايلو په اړه د ځوانانو او نوو ځوانانو ناخبري (۱۸: ۳۷).
همدا ډول نړيوال کېدل (Globalization) چې يوه غربي اصطلاح ده چې کيدای شي د کلتوري یرغل په ترسره کېدلو کې ښه ونډه ترسره کړي. د کلتور په نړيوال کېدلو کې پر کمزورو ملتونو کلتور تپل کيږي يا په بله مانا په ټوله نړۍ د لويديځ کلتور منل او قبلول دي. دې موخې لپاره لويديځوال د انټرنيټ په شمول د نورو عصري غږیزو او تصویري وسايلو څخه ګټه اخلي(۱۶: ۵۲).
د کلتوري يرغل ځانګړتیاوې
په اصل کې کلتوري يرغل د نظامي یا اقتصادي يرغل په پرتله په فرد پورې اړوند ځانګړتياوو پورې اړه لري. کلتوري يرغل معمولاً ناملموس، اوږد مهاله او پاتې کېدونکي دی، ژورې رېښې لري، هر اړخيز دی، حساب شوی دی، د پراخ پلان او وسايلو لرونکي دی، پراخ او ټولييز دی، پايله او خطر لرونکی دی. ددې برسېره کلتوري یرغل د کلتوري کار په څير يو آرام او د شور او ځوږ پرته کار دی او قربانيان يې تر ډېره بريده ځوانان دي.
په نظامي يرغل کې، دوښمن د نظامي امکاناتو او تجهيزاتو په واسطه د جګړې ميدان ته راځي، خو په کلتوري یرغل کې لښکر او نظامي لګښتونو ته اړتیا نشته او همدا ډول په دې یرغل کې دوښمن له ټولو سياسي، اقتصادي، رواني او تبليغاتي وسيلو څخه کار اخلي. په کلتوري يرغل کې يوازې د هېواد يو څو پولې او سيمې د دوښمن تر مستقيم تیري لاندې راځي، خو په کلتوري یرغل کې د دوښمن ورانوونکي وسلې د هېواد هر کور ته رسيږي او د انسانانو زړونه او ذهن نښانه ګرځوي. له همدې امله د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د امريکا ولسمشر آیزنهاور اعلان وکړ چې:”يوه جګړه په مخکې لرو، کومه چې په هغې کې د انسانانو ذهنونه تسخير کيږي“(۲۰: ۵۴).
له کلتوري یرغل څخه د مخنيوي لارې چارې
په نننۍ نړۍ کې هېوادونه نشي کولای چې له ځانه ديوالونه چاپېر کړي او خپله ټولنه د پردي کلتور سره له ټکره وساتي. که چېرې د ټولنې کلتور خپل توان له لاسه ورکړي او خلک له خپل کلتور څخه پردي او جدا شي، نو د سم فکر کولو ځواک له لاسه ورکوي او د اړيکو په درياب کې غرق کيږي. که چېرې یو ملت د کلتوري هويت د ساتنې سره مينه ولري، نو بايد هڅه وکړي چې د ټولنې غير مادي کلتور وساتي؛ خو دا ددې مانا نلري چې خپل کلتور په بشپړ ډول سوچه او اصیل پاتي کړي، ځکه بدلون د کلتور يوه ځانګېړنه ده، مګر دا بدلون په هغه صورت کې کلتوري هويت ته زيان نه رسوي چې د بدلون جريان په عادي ډول د کلتوري ځانګړتياوو سره صورت ونيسي.
د کلتوري يرغل په وړاندې د مبارزې لارې چارې ډېرې دي، چې يو شمير یې دلته په لنډ ډول بيانوو:
۱- د کلتوري یرغل او د دوښمن د موخو هر اړخيزه پېژندنه:
که چېرې د کلتوري يرغل او د دوښمن د موخو پوره پېژندنه ترسره شي، نو دا د کلتوري یرغل څخه د مخنيوي لومړۍ لاره ده.
۲- د ټولنې ديني او سياسي پوهې ځواکمنول:
د ټولنې د ديني باورونو ځواکمنتيا او په ښوونيز ډګــــــر کـــې د ديني ښوونې او روزنې او سياسي پوهې لوړولو سره کولای شو چې د دوښمن کلتوري بمبار څخه د خلــــکو په کلکه ساتنه وکــــړو او د دوښمن موخې له منځه يوسو. په دې سره به له يوې خوا د ټولنې وګړو ته د سمو کړنو لارښــــوونه شوي وي او له بلې خــــوا به د پردي کلتور له بشپړ نفـــــوذ څخه مخنيوی شوي وي.( https://hawzah.net/fa/Magazine/View/5211/7149/87155)
۳- علمي او اقتصادي اصلاحاتو رامنځ ته کول:
دولت بايد د هېواد هر اړخيز پرمختګ لپاره پلان جوړونه وکړي او هېواد له علمي او صنعتي اړخه په ځان متکي او خپلواک کړي. په ځان بسياينې لپاره زمينه برابره کړي، کورنيو توليداتو د پياوړتيا لپاره کار وکړي او له اقتصادي اړخه د ټولنې اړتياوې پوره کړي. د ځوان نسل د جسمي او روحي اړتياوو، لکه: کافي زده کړې، مناسبه دنده، د کورنۍ تشکيلول، فراغت، تفریح او دې ته ورته د نورو امکاتو برابرول د ملي کلتور په تثبيت او ساتلو کې ډېره ونډه لري.
۴- د کلتوري او روزنيزو سياستونو رامنځ ته کول:
د کلتوري یرغل په مقابله کې د ټولنیزو رسنيو له ونډې څخه سترګې نشو پټولی. ددې لپاره چې له ټولنيزو رسنيو څخه د خپل کلتور په پياوړتيا او د پردي کلتور په له منځه وړلو کې غوره او مناسبه ګټه واخلو بايد د دولت له خوا ورته يوه منظمه پاليسي ترتيب شي او له ټولنيزو رسنيو څخه په منظم ډول څارنه ترسره شي، تر څو د ګټې پر ځای ټولنه له تاوان او ناورين سره مخامخ نشي(۱۹: ۱۲۷).
په دې اړه علامه قرضاوي وايي: « اړينه ده چې مسلمان د خپل اسلامي کلتور د ساتلو لپاره انټرنيت ته په تيزۍ سره نږدي شي او د اسلام لپاره ترې رغنده کار واخلي او دا زموږ لپاره يوه فرېضه او وجیبه ده، هغه فريضه چې ديني ښوونو اړينه ګڼلې او هغه ضرورت چې د وخت تحولاتو حتمي ګرځولی دي» (۱۶: ۲۱۰).
همدا ډول لاندې لارې چارې د کلتوري یرغل په وړاندې مبارزه کې ډېر اغېزمن ثابتېدلی شي:
- د هنري فعاليتونو کیفيت ته ځانکړې پاملرنه کول؛
- له پولو بهر د کلتوري بنسټونو پراخول؛
- د کلتوري مرکزونو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول او په کلتوري چارو کې د نا متخصصو او نا مسؤلو افرادو د لاسوهنو مخه نيول؛
- مشترک المنافع هېوادونو سره د کلتوري اړيکو پراخول؛
- د اصیلو کلتوري بهيرونو ساتل او د نظام د واقعي مدافعينو ملاتړ کول؛
- په کلتوري کړنو کې نويو ځوانانو او ځوانانو ته ګډون ورکول، لکه: د دوی په ګډون سره د علمي او کلتوري مسايلو په اړه د سمينارونو او کلتوري مسابقاتو ترسره کول، په هغوی کې د کتاب لوستنې روحيې پیاوړي کول او د جذابو ديني او ملي کتابونو خپرول.
- د پوهنتوني درسي منابعو بيا کتنه په ځانګړي ډول هغه کتابونه چې له نورو ژبو ژباړل شوي وي.
- د ډېرو لګښتونو روحيه له منځه وړل په ځانګړي ډول هغه موارد چې هېواد په اقتصادي ډول په نورو هېوادونو پوري تړي(۱۰: ۳۵).
پايله
له پورتني بحث څخه دې پایلې ته رسيږو چې د نړيوال نظم په اساس، کلتوري یرغل په ځانګړي ډول لويدیځ کلتور پر نورو کلتورونو د يرغل په حال کې دی او دا کار د ټکنالوژۍ او نورو ارتباطي وسايلو په مرستې سره په شدت او تیزۍ سره روان دی او ورځ تر بلې پيچلی شکل ځانته غوره کوي. لويديځ چې د نړۍ د رهبرۍ خوبونه ويني د يو قطبي نظام غوښتنه لري، هر ډول رقيب کلتور چې ددې سياست مخالفت وکړي، دوی به يې ونه زغمي. په دې لړ کې اسلامي کلتور د نورو کلتورونو په پرتله له ډېر تهديد سره مخامخ دی.
دا چې کلتوري یرغل کلتوري پروسه ده، نو بايد په کلتوري وسايلو يې دفاع وکړل شي او له تاوتریخوالي ډکې مبارزې څخه پرهيز وشي؛ یعنې کلتوري توليداتو ته له ملي او ديني کلتور سره متناسبه پراختيا ورکړو او ددې توليداتو په رامنځ ته کولو کې په هېواد مين او ژمن ځواک څخه مرسته وغواړو؛ او بيا دا توليدات په ډېر ښه ډول ځوان نسل ته وړاندې کړو. ددې پرځای چې د کلتوري یرغل په وړاندې دفاعي عمل وکړو، بايد د خپل اصيل کلتور رېښې ځواکمنې کړو او په دې سره یرغليز حالت ځانته غوره کړو. ځکه هېواد ته د پردي کلتور د ننه کېدل او هغه ښکاره کول ددې څرګندونه کوي چې ټولنې په فني، اقتصادي، سياسي او ټولنيزه برخه کې پرمختګ نه دی کړی، بايد هڅه وکړو چې د ټولنې په هره برخه کې متخصص ځواک وروزو او د نورو ټولنو له قتصادي، ټولنيز او سياسي پرمختګ څخه په ګټه اخيستنې سره له همدغه متخصص ځواک څخه کار واخلو. معمولاً ځوان نسل د کلتوري یرغل په وړاندې د ټولنې هغه برخه ده چې ډېر زيان ويني او د یرغلګرو د توجه محراق همدغه طبقه ده، بايد ډېره پاملرنه ورته وشي، د دوی جسمي او روحي اړتياوو پوره کول د دولت په لويو پلانونو کې لومړيتوب ولري. د دولت مسؤلين بايد د اسلامي او ملي کلتور په پياوړتیا او ترویج کې عملي ګامونه واخلي او د هېواد ټولو ارزښتونو ته درناوی او احترام ولري.
ماخدونه
۱- آریانا دايرة المعارف.( ۱۳۹۲). د افغانستان علومو آکاډمی د دايرة المعارف مرکز رياست، کابل: نبراسکا مطبعه.
۲- آشوري، داريوش.(۱۳۵۷). تعریفها و مفهوم فرهنگ. تهران: خيابان کروش کبیر.
۳- اسلامي، حسين.(۱۳۸۸). تهاجم يا تبادل فرهنگي، نامه پژوهش فرهنگي، سال دهم، دوره سوم، شماره هشتم، صص ۱- ۲۳.
۴- باقري زاده، سيد محمد.(۱۳۷۵). فرهنگ سازماني در قلمرو بالندګی سازمان. تدبير، شماره ۶۳، ص ص ۲۶-۳۳.
۵- رفیع، جلال. (۱۳۷۲). فرهنگ مهاجم و فرهنگ مولد، تهران: دانشګاه تهران.
۶- روحالامینی، محمود. (۱۳۷۲). زمینه فرهنگ شناسی، پويايی و پذيرش، چاپ سوم، تهران: انتشارات عطار.
۷- زاهد مشواڼی، عبدالقیوم.(۱۳۹۱). زاهد پښتو- پښتو سیند. دانش خپرندويه ټولنه.
۸- زهیري، مریم؛ سوداګر، محمدرضا؛ غفوري فر، فاطمه. (۲۰۱۷). مطالعه نقش مديران فرهنگي در مقابله با تهاجم فرهنگی ـ هنری به استناد بر بیانت مقام معظم رهبري. Venue: Conference center of Shiraz University International division (pdf) www.sid.ir
۹- سجاني، عبدالحق.(۱۳۹۵). بررسي رابطه بين فرهنگ سازماني و تعهد شغلی کارمندان وزارت تحصیلات عالی. تیزيس ماستری، کابل: پوهنتون کابل- پوهنځی روانشناسي و علوم تربيتي.
۱۰- صلاحي، جاويد. ( ۱۳۷۶). تهاجم فرهنگي و مقابله با آن، گزارش تحقیقاتي، مشهد: دانشگاه فردوسي مشهد.
۱۱- طارق، محمد اعظم.(۱۳۸۸). فرهنگ و ويژګيهای آن از دیدګاه اسلام (مجموعه مقالات سمينار علمی تحقیقي: صیانت از فرهنگ ملی – اسلامی). کابل : اکادمی علوم افغانستان.
۱۲- عسگريان، محمد.(۱۳۸۸). مفهوم شناسی فرهنگ سازماني. دو ماهنامه توسعه ی انسانی پليس، سال ششم، شماره ی ۲۴ ص ص ۱۰۱-۱۲۴.
۱۳- عصاره، علی رضا؛ بیدخت، محسن حسيني . (۱۳۹۹). واکاوي نقش توسعه موسسات آموزش عالی در قبال فرهنگ و تهاجم فرهنگي، مجله مطالعات توسعه اجتماعی ايران، سال شسم / شماره دوم، صص (۹۱- ۱۰۰)
۱۴- عطافر، علی.(۱۳۷۵). فرهنگ سازماني و نحوه ایجاد تحول در آن، سمينار فرهنگ کار اصفهان، ص ۴-۵.
۱۵- عمید، حسن.(۱۳۸۱). فرهنگ فارسی عمید، چاپ هشتم، تهران: انتشارات امیر کبیر.
۱۶- قرضاوي، یوسف. (۱۳۸۶). اسلام او نړيوال کېدل، ژباړه: محمد داؤد منصوري، پېښور: میهن خپرندويه ټولنه.
۱۷- محمود موالیی کرمانی، بتول؛ بکائی جو پاری، منصوره؛محمودموالیی کرمانی، مهین و اسلامی، علی. )۱۳۹۰). تبیین جامعه شناختی مؤلفه های قدرت نرم اسلام. مطالعات قدرت نرم، ۲(۵) صص.۶۹-۵۱.
۱۸- مسگر زاده، جلیل. (۱۳۷۳). جايگاه ادبیات وعلوم ادبی در بازداری تهاجم فرهنگی، مجموعه مقالات كنفرانس تهاجم فرهنگی، دانشگاه علامه طباطبايی.
۱۹- مصباح یزدي، محمد تقي. ( ۱۳۷۶). تهاجم فرهنگي، قم: موسسه آموزشي و پژوهشي امام خمیني.
۲۰- هدايت خواه، ستار؛ جمشيدي، محمدحسين. تهاجم فرهنگ، مجله علمي پژوهشي بسيج: شماره ۴و ۳.
– ۲۱Wang, S. Y. (2013). Globalization of Chinese film and television industry, protection and dissemination of national culture. Journal of HUBEI Correspondence University, 26(2): 169-170.
– ۲۲Xu, J., Ma, E. T., Tashi, D., Fu, Y., Lu, Z., & Melick, D. (2005). Integrating sacred knowledge for conservation: cultures and landscapes in southwest China. Ecology and Society, 10(2). (pdf) http://www.ecologyandsociety.org/vol10/iss2/art7