دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد علي وزیر د خوشې کیدو لپاره د منظور پښتین په مشرۍ...

د علي وزیر د خوشې کیدو لپاره د منظور پښتین په مشرۍ پراخ پرلت دوام لري

تاند: ( جمعه ، د دلوې نهه ویشتمه)‏  د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په مشرۍ د پاکستان د سند ايالت د سیمه ییز پارلمان مخې ته د دغه غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د خوشې کیدو په موخه د عدالت غوښتنې پرلت دوام لري.

 د دغه پرلت پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر يو ځل بيا د سند ايالت له سیمه ییز حکومت څخه وغوښتل، چې علي وزیر له زندانه ازاد کړي.

نوموړي پيل شوي پراخ پرلت ته په وینا کې وویل، په تېرو څلورو کلونو کې یې د غورځنګ لسګونه غړي نیول شوي او ناحقه تورونه پرې لګول شوي دي.

 پښتین زیاته کړه چې د پښتنو د تلف شويو حقونو لپاره د عدالت غوښتنې مبارزه به یې دوام کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د فبرورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې د علي وزیر د خوشې کولو لپاره احتجاجي ناسته پیل کړه چې نن پر پینځمه ورځ هم روانه ده.

د سیند د ايالتي حکومت ویاند مرتضی وهاب ويلي،چې د وزیر پرضد مقدمې نه شي ختمولای ځکه چې د هغه قضیې په محکمه کې روانې دي.

پر وزیر په دریو مقدمو کې د حکومت ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې هغه یې ردوي.

د پاکستان سترې محکمې د تېر کال په نومبر کې په یوه قضیه کې په ضمانت د وزیر د خوشې کولو امر کړی خو نوموړی د دوو نورو تورونو له وجې لا هم بندي دی.

د پېښور پولیسو نوموړی د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې نیولی وو او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپاره.

د علي وزیر د خوشې کیدو لپاره د ډیورنډ کرښې په دې غاړه مختلفو ولايتونو کې هم د عدالت غوښتنې ورته احتجاجي غونډې شوي، خو اوس په ورته غونډو بندیزونه لګول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب