یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد کرزي او عبدالله د نظر بندۍ ادعا، عبدالله د خپلې کورنۍ...

د کرزي او عبدالله د نظر بندۍ ادعا، عبدالله د خپلې کورنۍ لیدو ته نه پريښودل کيږي

تاند: ( جمعه ، د دلوې نهه ویشتمه)‏  په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت څه باندې ۶ مياشتې پوره کيږي، راپورونه وايي چې دغه حکومت تر اوسه پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د تېر جمهوري نظام شريکوال ‌ډاکټر عبد الله عبدالله نظر بند ساتلي او د ډېرو لیدنو کتنو تر څنګ د بهرنيو سفرونو اجازه نه ورکوي.

يو شمېر رسنيو نن د خپلو سرچينو په حواله ادعا کړې، چې د همدغو قيوداتو له کبله ډاکټر عبدالله دا ډېره موده په هندوستان کې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره هم په ورتلو نه دی توانېدلی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي څه موده مخکې په دې اړه په يوه مرکه کې د ده او ډاکټر عبدالله د نظر بندۍ ادعا رد کړې وه.

ښاغلي کرزي څه موده مخکې په یوه بله مرکه کې په ضمني ډول تاييد کړه، چې يو شمېر هېوادونو ته يې د رسمي سفرونو ممانعت شوی دی.

د طالبانو حکومت او ډاکټر عبدالله په دې اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. وایم سخت خوند یی کړی دا خو څه دغنی میزوف حکومت نه دی چی هرغل چپنه و قره قولی په سر له درجن درجن غلو سره مسکو ته هرچیری چی زړه غواړی مڼډه کړي یا ووایی نه یی منم اوس تالب چکش واکمن دی ماغزه خو یی له غولو سره ګډ کړی
    اصلا دوی دواړه د اشغال شغالان وو باید محاکمه او په دار شي یو یی روزګان کی دیسانت کړ بل ویل غت غت بمونه واچوی ههههه

  2. NAZAR BAND. IS NOT ENOUGH;
    TALIBS MUST BOOTH CORRUPT IN JAIL/ PUL CHARKHEE.
    THEY ARE CORRUPT.
    MUST PAY BACK AFGHANS MONEY.
    BOOTH ARE MILLIONAIRS.
    JUSTICE FOR ALL.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب