جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهايران د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په پياوړتيا کې د پانګونې...

ايران د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په پياوړتيا کې د پانګونې ژمنه وکړه

تاند: ( جمعه ، د دلوې نهه ویشتمه)‏ په کابل کې د ايران سفير بهادر امینیان وايي، چې هېواد يې په افغانستان کې هراړخيزې پانګونې او همکارۍ ته چمتو دی.

 سفیر امينيان نن د طالبانو د اوبو او برېښنا وزير مولوي عبدالرحمن سره په ليدنه کې ويلي، چې افغانستان به د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ګاونډيو هېوادونو په همکارۍ بيرته ودان شي.

 ايراني سفير دغه راز د افغانستان ابادي د سيمې د هېوادونو په ګټه ګڼلې ده.

د نوموړي په وينا د افغانستان کرنه او مالداري بايد له دوديزې بڼې څخه په عصري بڼې واړول شي.

د‌ طالبانو د کرنې وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې ايراني سفير پر امريکا نيوکه کړې، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ برخو ته يې په تېرو شلو کلونو کې خاصه پاملرنه نه ده کړې.

 طالب وزير د افغانستان د کرنې او مالدارۍ ظرفيتونو ته په اشارې وویل، چې که پانګونه ورباندې وشي او ايران عصري وسايل واستوي، ډېر افغانان به په کار بوخت او د مهاجرتونو لړۍ به کمه شي.

ويل شوي، چې د ايران سفير په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...