دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد اروپايي اتحادیې استازی وايي، طالبانو ورته ویلي چې د جمهوري نظام...

د اروپايي اتحادیې استازی وايي، طالبانو ورته ویلي چې د جمهوري نظام اساسي قانون ته درناوی لري

تاند (جمعه، د دلوې ۲۹ مه) د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازی وايي چې د طالبانو پلاوي په قطر کې د اروپايي هیوادونو له استازو سره په کتننه کې ژمنه وکړه چې د افغانستان د جمهوري دورې اساسي قانون ته درناوی کوي او نوی اساسي قانون به د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره په همږغۍ جوړ کړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي و چې تر هغو چې نوی اساسي قانون نه وي تدوین شوی، د جمهوري نظام اساسي قانون له لږ څه تغییر سره نافذ دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازي وان برنټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي د قطر د سفر په لړ کې ډاډ ورکړ چې د جمهوریت د دورې اساسي قانون ته به درناوی وشي.

د جمهوري دورې په اساسي قانون کې له ځینو نیمګړتیاوو سره سره مدني حقونه تضمین شوي دي.

د اروپايي اتحادیې استازي ټینګار کړی چې د طالبانو پلاوي په دوحه کې دوی ته کلکه ژمنه ورکړې چې ژر به د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي.

وان برنټ زیاته کړې چې طالبان د ټولنې له ټولو پرګنو سره د نوي اساسي قانون په اړه مشوره کوي.

2 COMMENTS

  1. دا خو داسي ده لكه پاکستان چی جور نه وو، خو اردوغان يي ورته له مخكى نه جوره وه.
    طالبانو خو لا حكومت جور كرى نه دى او نه سوك په رسميت مني، نو سنگه له وخت مخکی قانون ورته جوروي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب