جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد «وچ» ترکیبونه

د «وچ» ترکیبونه

محب زغم

څو ورځې مخکې مې په فیسبوک کې له ملګرو غوښتي وو چې د «وچ» له کلمې څخه رغېدلې کلمې راته ولیکي. د ملګرو لاسونه دې وچ مه شي چې د دغه لست په جوړولو کې یې ونډه واخیسته.

وچ اوبی: هغه اوبه چې د ویالې تر بندولو وروسته لا هم لږې لږې روانې وي.

وچ بېخن: هغه بوټی چې نور وچېدو ته نژدې شوی وي

وچ په وچه: ناحقه، بې موجبه، هسې

وچ خوړ: هغه خوړ چې نور نو اوبه نه په کې راځي، غالباً د کوم خوړ نوم هم دى لکه لوند خوړ.

وچ درد: د غړیو هغه درد چې بې له ټپه، بې له زوې او بې له وینې‌کېدو وي.

وچ کلک: څه چې یو مخ وچ وي؛ څوک چې ډېر ډنګر وي.

وِچاکای: معمولاً هغه ټوخی چې په ټوله منطقه کې خپور وي.

وچحلقی: هغه چي د اوبو په استعمال یا خونديتابه کې زیات حارث وي

وچخولى: څوک چې ستغې يا سپورې خبرې کوي.

وچخولی: مانده، کمزوری، چې خولۀ پکې لويدلې وي

وچکالي: هغه کال چې اورښت په کې نه وشي.

وچکُول: خنثی یا هغه مذکر جنس چې د نسل تولید نشي کولی، عقیم

وچکول: يو کلن ورى

وچکوول: هغه مال چې خصي شوی او لاندي ته ساتل کېږي.

وچکۍ: د وزې يو کلنه بچۍ

وچکۍ: محرقه ناروغي

وچکى: د وزې يو کلن بچی

وچکی/ وچړوکی: ډنګر

وچکی: هغه حالت چې په کښت کې د اوبو د کمښت یا د ناکافي ودې په وجه پیدا کېږي او د بوټو څوکې او سرونه وچ ځبېښلي وي. په دې حالت کې ویل کېږي: دا فصل وچکی وهلی دی.

وچمغزی: غوسه ناک، قهرجن

وچموری: هغه ډنګر او کمزوری ماشوم چې مور يې پوره شيدې نه وي ورکړې، بلکې تر دې له مخه يې د مور شيدي وچې شوې وي. په استعاري ډول ډنګر او خوارینجوکي ته هم وچموری وايي.

وچمېږن، وچمېزن، وچپېږن، وچغړن: څه چې نیم وچ وي، نمناک

وچه لمده: د ځينې سيمو ماشومان چې کله لوبه کوي او دوې ډلې شي نو د لوبې د شروع يا نوبت د معلومولو له پاره د يوه دوه مخي کاڼي يوه ډډه په ژبه لمده کړي. يو بل ته وايي چې وچه اخلي او که لمده؟ يوه ډله يې وچه يا لمده ډډه انتخابوي او کاڼى پورته هوا ته بغوي. کله چې پر مځکې راپرېوځي، ګوري يې چې هره ډډه چې يې مخ پورته وي او هرې ډلې چې هغه ډډه خوښلې وي، نوبت د هغې شي او هماغه ډله لوبه پيلوي.

وچه: هغې غوا، وزې، مېږې ته وايي چې بلاربه نه وي. همداشان هغې وزې، مېږې، غوا ته وايي چې شيدې نه کوي.

وچوبى: د لندبل اپوټه، نامرطوبه هوا، د کروندې يا مځکې هغه برخه چې د جګوالي له کبله اوبه نه ور رسېږي.

وچوکى: ډکى، د لرګي يا خس نرۍ ټوټه.

وچيال: سوکړه، چې ډېره موده باران ونه شي، خصوصاً په اوړي کې.

ځانوچى: جانپاک.

سروچى: هغه څه چې سر ورباندې وچوي.

لاسوچى: دستپاک.

مخوچی: روی‌پاک

دغو ترکیبونو ته په پام سره، د ځینو هغو انګریزي کلمو او اصطلاحاتو لپاره چې په پښتو کې ورته معادل نه لرو، نوویزمونه رغولی شو. ما یو څو رغولي دي. ستاسو ښه ذوق او تېز نظر به یې پالش کړي.

Dry Cleaner وچمینځونی

Dry cleaning وچمینځینه

Dry eyed وچ‌سترګی

Dry measure وچن‌تول: د وچو شیانو د اندازې کولو واحدونه

Dry pointوچغالی (جغرافیه): هغه وچه ځمکه چې د سېلابي سیمې یا مرطوبې سیمې په منځ کې وي خو سېلاب پرې نه راځي.

Dryer: وچونی

Hair dryer: ویښتانوچی

Xerodermia وچ‌پوستي

Xerophile وچنژواکی: هغه اورګانیزم چې په خورا کمو اوبو سره پايي.

xerophilous وچنژواکی

Xerophthalmia وچ‌سترګي

Xerosis وچمنتوب: د بدن عمومي وچوالی

Xerostomia وچ‌خولي: د خولې وچوالی

Xerothermic وچ‌ګرمي: څه چې وچ او ګرم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب