لنډيز:
کوبیزم (cubism) یو له اغېزمنو تجسمي هنرونو او ادبي مکتبونو څخه دی چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسیزې کې په اروپا کې رواج و. د دې مکتب ځانګړنې لومړی په انځورګرۍ کې ښکاره شوې. وروسته یې لمن مجسمه جوړولو، ادبیاتو او نورو هنرونو ته وغځېده. دا سبک د دې په لټه کې دی چې د یو څیز یا پدیدي هغه خواوې چې پټې او ناڅرګندې وي؛ د هنرونو په واسطه د لوستونکي او لیدونکي مخې ته کېږدي. د دوی موخه له دې کار څخه دا ده چې انسان ژور فکر کولو ته اړ کړي تر څو د هر څيز پر بهرنۍ او دننۍ ښکلا سربېره د هغې نورې بېلابېلې خواوې هم درک کړي.
د دې سبک د نقاشۍ هنرمندان د خپلې انځورګرۍ له پاره له مکعبونو څخه کار اخلي ځکه د دې سبک نوم هم د فرانسوي ژبې د مکعب (cube) له کلمې اخیستل شوی دی. دوی وایي موږ کولای شو جهان په هندسي خطونو او شکلونو کې په ساده او ښکلې بڼه خلاصه او رالنډ کړو؛ ځکه له هندسي شکلونو څخه د خپلې انځورګرۍ له پاره کار اخلي.
دې سبک په ادبیاتو کې هم خپله لمن غوړولې ده. د انګرېزي، فرانسوي، فارسي، پښتو او نورو ژبو شاعرانو په شعوري او ناشعوري ډول د دې سبک د نظریو پر بنسټ خپل آثار پنځولي دي. په کوبیزمي ادب کې شاعر او لیکوال د کوبیزمي نقاش په ډول د دې په هڅه کې دی چې د خپلو لیکلو په واسطه د یو څيز پټې، نا څرګندې او نالیدلې برخې راښکاره او څرګندې کړي.
دا سبک د ۱۹۰۷ یا ۱۹۰۸ میلادي کلونو تر منځ رامنځته شوی او تر لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴- ۱۹۱۹م.) پورې یې دوام کړی؛ خو د دې سبک اغېزې د هنرونو په برخه کې هیڅکله له منځه تللې نه دي او د نورو هنري مکتبونو، لکه: فوتوریزم، دادایزم، سورریالیزم او نورو هنري مکتبونو په رامنځته کېدو او پرمختګ کې یې د یوې تیورۍ دریځ غوره کړی دی، ځکه موږ ویلی شو چې کوبیزم هنري او ادبي مکتب، هغه مکتب دی چې د څیزونو په اړه یې د شلمې پېړۍ لیدلوری د یو نوي اړخ خواته اړولی دی.
سریزه:
د انګرېزي تلفظ له مخې «کوبیزم» (cubism) او فرانسوي اداینه یې «کوبیسم» (cubisme) ده. کوبیزم هغه هنري او ادبي مکتب دی چې د نقاشۍ، معمارۍ او ادبیاتو په برخه کې یې خپله هنري لمن غځولې ده. دا هغه سبک دی چې غواړي پټ، نالیدلي او د څيزونو هغه اړخونه ښکاره کړي چې خلک ورته په عادي او ساده نظر ګوري. دوی هڅه کوي طبیعت ته له یو نوي اړخ څخه وګوري، هر څه ته نوی رنګ او نوی قالب ورکړي چې د نوښت په څنګ کې ظاهري او باطني ښکلاوې هم رامنځته او د لیدونکي او لوستونکي فکر کولو ته اړباسي.
د څېړنې ارزښت: د دې څېړنې ارزښت په دې کې دی چې له یو نوي ادبي او هنري مکتب سره آشنا کېږو. هغه مکتب چې تر اوسه په پښتو ادب کې ډېر لږ څېړل شوی او ټول داسې انګېري چې په پښتو ادب کې د دې مکتب ځانګړنې هېڅ ځای نه لري؛ خو زما په اند که چېرې د دې سبک ځانګړنې ښې وڅېړل شي نو هرومرو به یې ځينې بېلګې پيدا کړو چې شاعرانو به په ناشعوري ډول رامنځته کړې وي.
د څېړنې موخه: د کوبیزم هنري مکتب له ځانګړنو سره آشنا کېدل دي.
اصل مطلب: کوبیزم یو له اغېزمنو تجسمي هنرونو او ادبي مکتبونو څخه دی چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسیزې کې په اروپا کې دود شو. د دې مکتب ځانګړنې لومړی په نقاشۍ کې وبرېښېدې، وروسته یې په مجسمه جوړولو، ادبیاتو او نورو هنرونو کې هم ځلا او رڼا څرګنده شوه. د دې مکتب یا سبک د رامنځته کېدو د انګېزې په اړه دوه ډوله نظریې شته دي. ځينې د کوبیزم اصلي بنسټ ايښودونکي پابلو پيکاسو (۱۸۸۱ـ ۱۹۷۳م.) آسپانیایي نقاش او ژرژ براک (۱۸۸۲ـ ۱۹۶۳م.) فرانسوي نقاش ګڼي، چې په (۱۹۰۷م.) کې یې دا سبک په پاریس کې رامنځته کړ. په (۱۹۰۷م.) کې پیکاسو د افریقا د تورپوستو د هنر تر اغېز لاندې خپله تر ټولو مشهوره تابلو چې د «آوینیون لوڼې» نومېږي، نندارې ته وړاندې کړه. دا تابلو د کوبیزم مکتب یو بنسټ ګڼل کېږي؛ ځکه د قطع شويو خطونو او شکلونو په کارونې یې ساده نقاشي کړې وه.
ځينې بیا داسې انګېري چې دې مکتب د افریقایي مجسمه جوړولو او د فرانسوي نقاش پل سزان ( ۱۸۹۳ـ ۱۹۰۶م.) له هندسي لیدلوريو (د څيزونو له لیدلو او بیا رامنځته کولو) څخه اغېز منلی دی.
داسې هم ویل کېږي چې ان لومړني کوبیستان له پل سزان څخه اغېزمن شوي دي، دا ځکه چې سزان تل د طبیعت ښکلې منظرې د خپل کار لپاره الګو ټاکلې او د طبیعت معمولي قانونونه یې د خپل کار د ښکلا لپاره مراعتول، ده په یو ځای کې لیکلي وو: «موږ کولای شو طبیعت په هندسي شکلونو کې خلاصه کړو او د دایرې، استوانې او مخروط په ډول یې ارایه کړو.».
ژرژ براک چې له دې خبرې الهام اخیستی و، داسې انځور جوړ کړ چې هندسي قطع شوي شکلونه یې درلودل. دا تابلو په (۱۹۰۸م.) په پاریس ښار کې نندارې ته کېښودل شوه چې وروسته د نورو نقاشانو د الهام منبع وګرځېدله.
دې ترکیب ته په کتو سره ویلای شو چې د کوبیسم نهضت د رامنځته کېدو انګېزه یو واحد علت نه درلود.
اوس راځو دې ته چې د کوبیزم مکتب د نومونې وجه څه وه او د چا له خوا دا نوم رامنځته شو؟
د کوبیزم نوم د فرانسوي کلمې (cube) د مکعب په معنا اخیستل شوې کلمه ده چې د لومړي ځل له پاره د ماتیس فرانسوي نقاش (۱۸۶۹م. ـ ۱۹۵۴م.) له خوا چې په ۱۹۰۸م. کال د براک د کارونو لیدو ته راغلی و، دې تابلو ته یې د یو هنري منتقد په ډول د کوچنیو مکعبونو نوم ورکړی و. نوموړي منتقد چې کله سبا د براک د نقاشۍ په هکله کومه مقاله لیکله هلته یې لومړی ځل د کوبیزم کلمه د دې ډول نقاشۍ له پاره وکاروله او همداسې یې رواج پیدا کړ.
د کوبیزم مکتب د خپل کوچني عمر سره چې د ځينو په اند د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴م. ـ ۱۹۱۸م.) پورې یې دوام درلود، د نورو مدرنو مکتبونو، لکه: سیونیزم (د نقاشۍ هغه سبک چې له لخته رنګونو، ضربو او قطع شوو خطونو څخه یې نقش جوړوه)، فوتوریزم (راتلونکی کتوونکی)، ورتی سیسم (لرې لیدلوری)، دادایسم (پوچ ویل) او سوریالیزم (له واقعیت نه هخوا) په کارونو یې ښه اغېز لرلی دی.
دا مکتب له دودیز هنر څخه د نوي مدرن هنر ته د رسېدو لپاره یو پل جوړ شوی دی. چې د شلمې پېړۍ هنري لید لوری یې په بشپړ ډول بدل کړ او په مستقیم ډول یا غیر مستقیم ډول یې د انسانانو د ورځني ژوند په بېلابېلو توکو لکه: مبل، پارچې، د دېوال کاغذ، د کتاب په جلد، اعلانونو او حتی د پلورنځيو په کاغذي او پلاستیکي کڅوړو باندې اغېز وکړ.
د کوبیزم یوه موخه په تجسمي هنرونو کې «عینیت» ته رسېدل وو، ځکه یې ویل چې مخاطب نقاش یا مجسمه جوړونکی باید د مخاطب کس عواطفو ته پام و نه کړي، بلکې د هغه عقل د هنرمند مخاطب وګرځي؛ ترڅو وکولای شي موضوع ښه تحلیل او تجزیه کړي. د دې کسانو پېچيده ذهنونه د دې لامل شول چې داسې تصویرونه رامنځته کړي چې د کار په لومړیو کې د نا آشنا کره کتونکو له خوا د عجیب او غریب او کله بې ربطه او بې بنسټه وګڼل شي.
د کوبیزم نقاشي
پیکاسو په ۱۹۷۳م. کې د دې سبک د نقاشۍ له مخکښانو او بنسټ ايښوودنکو څخه و. دورن او براک د ده له لارویو څخه په دې سبک کې شمېرل کېږي. په دې سبک کې نقاشان د هندسي خطونو په کارونې تصویر جوړوي او په خپل کار کې سیوری له منځه وړي.
د کوبیزم نقاش هڅه کوي چې له شیانو څخه خپل لید د هندسي شکلونو په ډول څرګند کړي. یعنې دوی هڅه کوي په طبیعت کې د موجودو شیانو عیني انځور د هندسي نمونو په ډول جوړ کړي؛ ځکه چې د پدیدو او شیانو هغه خواوې چې د لیدلو وړ دي د هغو په څنګ کې د هغو پټې او نالیدلې برخې هم ښکاره کړي. د همدې لپاره د شیانو له ظاهري او عادي ښکلا څخه تېرېږي او د هغوی داخل ته لار پیدا کوي. دا سبک په صافې سطحې کې په دوه بعدي انځور باندې تاکید کوي او پخوانۍ نظریې ردوي. دوی به شیان ټوټه ټوټه ښودل چې نوی واقعیت به يې ښکاره کاوه.
د کوبیستانو تجربې او څېړنې په دې سبک کې د دوو پړاوونو د رامنځته کېدو لامل شوې. لومړي پړاوو یې د تحلیلي کوبیزم په نامه یادېږي. دا پړاو په ۱۹۱۰م. کال پیل او تر۱۹۱۲م. کال پورې یې دوام وکړ. په دې پړاو کې نقاشانو هڅه کوله چې په درې بعدي سطحې کې د تابلو لیدنه، بعدونه او له بېلابېلو نظریو، شي یا شیانو څخه د نقاشۍ موضوع په یو واحد ټکي کې مجسم کړي. دوی په دې اند دي چې د دې پر ځای چې د انځور کښلو له پاره آرام کېنو او یو اړخ عکاسي کړو؛ ښه ده چې متحرک واوسو، تر څو ټولې خواوې په کې انځور شي. د دې پړاو رنګونه معمولاً چپ او ډېر یې تور او نخودي رنګونه ول.
د دې سبک دویم پړاوو د سنستیتیک (مصنوعی ترکیب) په نوم یادېږي چې په ۱۹۱۳م. کې پیل شوی او تر ۱۹۲۱م. کال پورې یې دوام وکړ. په دې پړاو کې شکلونه ساده او د حساب وړ ول. روښانه او ژوندي رنګونه په کې ډېر کارېدل. کله کله د رنګونو پر ځای له ځینو توکو او څیزونو، لکه: کاغذ، ورځپاڼه، مقوا کاغذ، ماسه (کوچنۍ ساحلي ډبرې) او ښيښې څخه په کې کار اخیستل کېده.
کوبیزمي ادبیات
کوبیزم د نقاشۍ له لارې ادبیاتو ته رادننه شوی دی او یوه ډله فرانسوي شاعرانو، لکه: ګیوم آپولینر او پي یرروردی د کوبیستي اطلاعیو (خبرتیاوو) په مرسته د دې نهضت د نظریو په عملي کېدو کې ډېره هڅه کړې ده.
د ادبي آثارو کوبیزم د ګیوم آپولینر په آثارو کې زېږېدلی دی. هغه په لومړيو وختونو کې د سمبولیزم د سبک پیرو و. خو له نقاشۍ سره علاقه او له پیکاسو سره ملګرتیا یې د دې لامل شوه چې هغه د یو هنري ادبې کار نوښتګر شي، چې ادبې کوبیزم نومېږي.
فرانسوي شاعرانو د ادبي کوبیزم له پاره د نوي روح يا تازه روح (Pesprit noueau) اصطلاح غوره کړې وه؛ خو آپولینر چې د کوبیسم ادبي مکتب یو له جدي ملاتړ کوونکو څخه و، یو کتاب یې د کوبیست نقاشانو په نوم ولیکه. هغه په دې اثر کې یادونه وکړه چې د کوبیسم نقاش او شاعر دواړه هڅه کوي د طبیعت له نمودونو څخه نوې طرحه جوړه کړي. له بلې خوا د دنني واقعیت د لېږد لپاره نسبت بهرني تصویر ته د بشر تخیل زیاتېږي. آپولینر باور درلود چې شاعر هم د کوبیزم نقاش په څېر کولای شي داسې نوی والی وکړي چې د شیانو پر بهرني وجود سربېره د هغوی ټولې پټې او نا څرګندې خواوې ښکاره کړي، چې ذهني عادت او معمولي ترتیب د شیانو په درک کې له منځه یوسي. دا ډول یو نوي حقیقت ته لاس رسۍ وي. په دې ډول سره د ادبیاتو دا سبک د کوبیزمي ادب په نوم ونومول شو.
په ۱۹۱۲م. کې ژرژ پولتي په خپلې مجلې« لوزوریزون» د نوي شعر او د تجسمي هنرونو د اړیکو په بحث کې د ادبي کوبیزم له زېږېدو څخه خبرې وکړې. په همدې کال کې د «فانتازیو» اونیزې مجلې د څو شاعرانو او لیکونکو لکه: (مارینتي، پل فور، ژول رومن او سن پل رو) بېلابېل کارونه د «کوبیستي ادبیاتو» په نوم خپاره کړل.
آپولینر په خپل کار کې توري غوره کوي ترڅو د هغوی د لیکلو په مرسته د شخص دننه مضمون او موضوع ښکاره کړي. دا په اصل کې د فکر یو ډول دی. د کوبیستي شعر یو له ځانګړې ځانګړنو څخه د شاعر د ذهني تجربو څرګندونه پرته د منطقي نظم او د کلمو د قالب نه رعایتول دي. په دې ډول طریقه کې شاعر د ټکو کېښودنه نه مراعتوي، لیکنښې له منځه وړي، جملې د ګرامر له اصولو سره سمې نه جوړوي، د وزن په ګډ وډولو کې آزاد دي او کله د کلمو د ځانګړې ښکلا لپاره د موضوع اړوند شعر، لکه: د باران د څاڅکو په څېر، فوارې، د اسب سر، زړه، ګوتې، لاس او نورو بڼو په بڼه انځوروي.
هغه باور درلود چې لوستونکي د متن د مضمون او موضوع د خوند سربېره باید د هغه لپاره د لیدلو له مخې هم خوندور واوسي. په دې ډول د لوستونکي پوهه او درک له مطلب څخه ډېرېږي. هغه متن نسبت په وزن او ریتم انعطاف منونکی کوي.
د فصلونو د بې پایه ښکلا بیان، د خپل روحي حالت او احساساتو ابرازول، د روانو اوبو په څېر د وخت له تېرېدو ګیله کول، د عشق تاوان، له زهرجن عشق څخه ګیله او ښځې ته د کمال له کړکۍ کتل د ده د آثارو ادبي موضوع ګانې دي چې د هغه د شعرونو مجموعه کې د (Alcods) په نوم محسوس او د درک وړ دي.
د ګیوم آپولینر په لاس لیکل شوی شعر چې د محمد علی سپانلو له خوا پارسي ژبې ته ژباړل شوی دی.
ع ض
و
کوبیست نمایشگاه پائیزی
مس
ت
قلا ن
سه
شنبه می
به رود
نو برای
شګاه نوشیدن
لیلا نوشابه
عضو کوبیست نمایشګاه پائیزي مستقلان میرود برای نوشیدن نوشابه سه شنبه به نوشګاه لیلا
پر ته له آپولینر او راروردي نور نامتو شاعران چې په دې برخه کې تجربې لري باید ځینې فرانسوي شاعران، لکه: ماکس ژاکوب، آندره سالمون او ژان کوکتو ته نغوته وکړو.
د ایران په معاصرو شاعرانو کې فېروزه میرزایي، طاهره صفار زاده او کیومرث منشي زاده پرته له دې چې د کوبیزم مکتب وټاکي په شعرونو کې یې د دې مکتب شکلونه ښکاري.
زما په اند که چېرې پښتو ادب کې د کوبیسم سبک شاعري ولټوو، نو کولای شو ډېر داسې شعرونه د شاعرانو په شاعری کې ومومو. زما په نظر د مشجر او تدویر ادبي صنعتونو شعرونه هم د دې ادبي مکتب ځانګړنې لري او د دې په څنګ کې ښاغلي داوود ناظم هم په دې برخه کې ډېره شاعري کړې او د المنار (منارډوله)، المسمار(میخ ډوله) او مثلثین (دوه مثلثونه) په قالبونو کې یې شعرونه لیکلي دي، چې زه یې د بېلګې په ډول د مثلثین شعر د دلته رااخلم.
هارشئ
را
شئ
زه یم
د سولې
تازه ناوې
زما هار شئ
هله په تلوار شئ
راشئ په کرار شئ
په مینې مې خمار شئ
ناظم خادم باسم راته کتار شئ
ښه په مینې زما یار شئ
خواږه راته دلدار شئ
غاړې ته مې هارشئ
زړه ته مې بهارشئ
سم په لارشئ
په کارشئ
جارشئ
هم یار
شئ
پایله
کوبیزم د شلمې پېړۍ په دوام کې په ټولو ادبي جریانونو باندې اغېز رامنځته او په هغو کې یې نوښت او مدرنیت رامنځته کړ. دوی د نورو پخوانیو کسانو نظریې رد کړې او وایي چې باید نړۍ ته له نوي اړخ او له نوي فکري لیدلوري څخه وکتل شي، نه دا چې هر څه ته سطحي او په ساده نظر وګورو.
دې سبک لومړی ځل د نقاشۍ په هنر کې وزرې وغړولې او وروسته وروسته یې ادبیاتو، معماریو او نورو برخو کې هم لار پرانیستله ان له خپل ځان څخه د بهرنیو مکتبونو په رامنځته کېدو کې یې هم اغېز درلود، ځکه دوی د نوښت غوښتونکي وو.
کوبیزیانو به د خپل انځور د انځورولو له پاره له هندسي شکلونو کار اخیسته، همدارنګه کوبیزمي شاعرانو د شعر پر محتوا سربېره د اشعارو ظاهري ښکلا غوښتونکي هم وو او خپل شعرونه یې په ظاهري بڼه د ونې، پاڼې، د باران څاڅکي، د اس سر او نورو ډولونو په شکلونو کې وړاندې کول.
مأخذونه
۱ـ دایره المعارف فارسی. (۱۳۸۳هـ.) به سرپرستی غلام حسین صاحب. جلد دوم بخش اول. ش.ل. چاپخانه سپهر وابسته.
۲- حسیني، سید رضا.(۱۳۸۷هـ) مکتب های ادبی( جلد دوم) تهران: موسسه انتشارات نګاه.
۳- شیرزاد، محمد آقا.(۱۳۹۴.ل) ادبي فنون (بدیع) کابل: انتشارات نامي.
۴- ناظم، محمد داود.(۱۳۹۹.ل) د سولې ګلستان، کابل: انتشارات اصلاح افکار.