لیکوال: مولانا وحیدالدین خان
ژباړه: رحمتشاه فراز
یو شاعر چې دوه ساعته له قلم او کاغذ سره تېر کړي، نو یو دانه غزل پنځولی شي. خو یو ژوندی او مؤثر کتاب هغه مهال پنځېږي، چې کلونه کلونه علمي او څېړنیزې هڅې ورته شوې وي.
***
یو ځل مې یو لوی شاعر ولیده. دی د غزل لیکلو ته ناست و. د غزل وروستۍ برخه (رديف او قافيه) يې دا وه: «انسان مې کړ.» ما چې ورته وکتل، نو د کاغذ په څنډو يې ډېرې زیاتې هم وزنه کلمې لیکلې وې. مثلاً ګلستان، چمنستان، زندان، خموشان، ویران، بهاران او داسې نور. شاعر دا الفاظ په ذهن کې نیولي وو او د شعر په مضامینو يې سوچ واهه، او کله به چې یو مضمون د همدې ردیف او قافیې له قالب سره جوړ راغی، نو هغه به يې په کاغذ ورسره نوشته کړ. دې خبرې ته به اړتیا نه وي، چې ووایو، چې دوه ساعته وروسته دی په دې حالت کې و، چې په مشاعره کې ووايي، چې «نوی غزل تیار دی.»
ما دې شاعر ته وویل، چې الله تعالی تاسې ته ډېر بې ساری استعداد در کړی دی، له اردو، عربي، فارسي او انګریزي ژبو سره ډېره ښه بلدتیا لرئ. تاسې باید په نثر کې کار وکړئ. دغه ډول شاعري ستاسو له شان سره نه ښايي. هغه ځواب را کړ، چې «ستاسې خبره سمه ده. خو د نثر لیکلو لپاره مطالعې او څېړنې ته اړتیا وي او هغه زما له لاسه نه کېږي. او که له مطالعې او څېړنې پرته نثر ولیکم، نو یو هنري شهکار خو به مې ارومرو پنځولی وي. خو هغه به بيا داسې کتاب نه وي، چې په اوسنۍ دنیا کې دې کومه بيه او ارزښت ولري.»
دا د شعر مثال و. اوس وګورئ، چې یو «کتاب» په څه ډول لیکل کېږي. یوه امریکايي لاري کولینس او یوه فرانسوي دومینیک لاپیر په ګډه د هندوستان پر ازادي کتاب لیکلی دی. د کتاب نوم «د نیمې شپې ازادي» دی. د دې کتاب لیکلو څلور کاله وخت نیولی دی. دوی د لندن په ټایمز ورځپاڼه کې اعلان خپور کړ، چې د ۱۹۴۰ – ۱۹۴۷ په جریان کې چې کومو خلکو په هندوستان کې کار کړی دی، هغوی دې موږ ته خپل ادرسونه را واستوي. د دې اعلان په ځواب کې دوی دوه زره خطونه ترلاسه کړل او دې ټولو کسانو ته يې د مرکو لپاره یوه ډله واستوله او راپور يې ترې چمتو کړ. دوی هندوستان، پاکستان او برتانیې ته درې سفرونه وکړل او له بېلا بېلو باخبره کسانو سره يې ولیدل او دوولس زره مرکې يې ترتیب کړې. د دې څېړنو، اسنادو او مرکو د کاغذونو وزن له یو ټن نه هم ډېر و. خو دوی د فرانسې په دفتر کې دا ټول مواد دومره په ترتیب سره ایښي و، چې د دوی سکرترې یو خاص سند یوازې په یوه دقیقه کې را پیدا کولی شوی.
له دې وروسته دوی کتاب لیکل پیل کړل. نیمه برخه يې کالنس په انګریزي ژبه ولیکله او پاتې نیمه برخه يې لاپیر په فرانسوي ژبه. دوی دواړو به د يو بل لیکلې برخې مطالعه کولې، او ډېر جارحانه تنقید به يې پرې کاوه. کله به چې دواړه مطمئن شول، نو وروستۍ نسخه به يې د یوه ځايي دهقان ښځې ته د لوستو لپاره وسپارله. که به هغې ښځې وویل، چې زه خو سمه پرې پوه نه شوم، نو دوی به وانګېرل چې تر اوسه پورې هم تېروتنه پهکې شته، او هغه برخه به يې بیا ځلې ولیکله. په وروستي کال به دوی دواړو د ورځې اتلس ساعته کار کاوه او په دې ډول يې خپل کتاب تکمیل کړ.
لیکوال د دې خبرو په جریان کې مرکچي ته وویل،
We lived like hermits, and we produced — ‘Freedom at Midnight’
ژباړه: زموږ ژوند د دروېشانو غوندې و، او په دې ډول مو خپل کتاب «د نیمې شپې ازادي» ليکلی.
که اوس د «غزل» او «کتاب» د ليکلو ترمنځ دغه توپیر د لیکوالو په ژوند کې هم ځان ښکاره کړي، نو باید هېڅ حیرانه نه شو، ځکه چې د اسبابو په دنیا کې دوه مختلف کارونه په یو ډول سرته نه شي رسېدلی.