جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبخندنۍ تېرونې/ لیکواله: وسیله بیان

خندنۍ تېرونې/ لیکواله: وسیله بیان

  The Comedy of Errors

دا چې د سيراکوس دوه ايالته پخپلو کې سره وران وه، نو په افیسوس کې داسې یو قانون جو‌‌ړ شو چې که د سيراکوس یو کس هم په افیسوس کې ولیدل شو نو سمدستي به محکمه کېږي او یا دا چې (۱۰۰۰) مارکه به ورکوي او ځان به ژغوري.

یوه ورځ انجن د سیراکوس د ښار یو زوړ تجار په افیسوس کې ولیدل شو نو هغه يې سمدستي دوک ته راوسته چې یا باید (۱۰۰۰) مارکه ورکړي او یا وژل کېږي.

انجن پېسې نه لرلې چې جریمه ورکړي، خو دوک د دې نه مخکې چې د اعدام حکم لاسلیک کړي وویل:غواړم ستا د تیر ژوند په هکله پوه شم ځکه چې ته پوهيدې چې د سیراکوس تجاران زموږ په ښار کې منع دي خو تا بیا هم خپل ژوند د خطر سره مخ که او دلته راغلې.

انجن وویل: د مرګ نه وېره نلري او نور له دغه غم لړلي ژونده په تنګ راغلې او غواړي چې ډیر ژر د دغې نړۍ نه سترګې پټې کړي او بیا يې خپله کیسه داسې شروع کړه:

زه په سیراکوس کې زېږېدلې یم او د ځوانې نه په تجارت بوخت وم بیا مې د یوې ښځې سره واده وکه او د هغې سره مه د خوشبختیو او سوکالیو نه ډک ژوند لروده خو بیا مجبور وم چې د خپلو کارونو له امله د اپيدامنون ښار ته لاړ شم او بیا هلته د شپږو میاشتو لپاره پاتې شوم، خو دا چې د بل ځل لپاره مجبور شوم چې د ډیر وخت لپاره هلته پاتې شم نو خپلې میرمنې ته مې خبر ورکه چې راشي هغه هم ډېر زر راغله او بعد د یو څه وخت نه وروسته زه د دوو غبرګونکو زامنو پلار شوم چې ډیر سره ورته وه او دا ناممکنه وه چې یو څوک دې دغه ماشومان سره توپیر کړي، په همدغه ورځو کې زمونږ د کور په انګړ کې د یوې غریبې میرمنې هم دوه غبرګونکي زامن وشو چې هغوي هم لکه زما د زامنو سره ډېر ورته وه مګر بدبختانه چې مور او پلار يې ډیر غریب وه نو ځکه زه حاضر شوم چې هغوي واخلم او د خپلو زامنو سره يې یو ځاې غټ کړم.

زامن مې د وخت په تیریدو ډیر ښکلي شول خو دا چې میرمن مې د خپل ټاټوبي نه لرې وه نو ډېره خپه وه او له همدې امله د خپلو زامنو په خوشحالې نپوهېده او هر کله به يې ټنګار

کوه چې خپل ښار ته ځو، خو د بلې خوا ما هم نه غوښته مخکې د دینه چې په پوره توګه پرمختګ وکړم د اپیدامنون نه لاړ شم خو د خپلې میرمنې د ټیګار له امله تسلیم شوم او په یو ډیر خراب وخت کې بېړۍ ته وختو، حرکت مو وکه لیا په سمه توګه د بندر نه لرې شوي نه وو چې یو شدید طوفان راغې ټول ډېر زیات ویرېدل بېړۍ چلونکې هم نور زمونږ د ژغورلو نه ناهيلې شو، ټول وتښتیده مونږ یې ځانته پرېښودو مونږ هم هره لحظه ویریدو چې کومه خطرناکه څپه زمونږه کښتې دوه ټوټې نه کړې، میرمنې مې ژړل زامن مې چې تر اوسه په نه وه خبر هغوې هم د مور په لیدو سره ژړل زه د مرګه نه ډارېدم خو یواځنې تشویش مې همدا وه چې یوه چاره پیدا کړم او هغوي وژغورم.

لومړې مې خپل کشر زوی او هغه کوچنې ماشوم چې مې اخیستې وه د کښتې په یوه ډال او بیا مه خپل مشر زوي او هغه بل مشرې ماشوم د کښتې په بل ډال پورې وتړل او پریکړم وکړه چې میرمن مې مشرانو دواړو ته پام ونیسي او زه کشرانو دواړو ته، مونږ دواړو هم خپل ځانونه ماشومانو ته نږدې تړلي وه خو شیبه تېره نه وه چې کښتې مو په یوې غټې تیګې ولګېده او ټوټه ټوټه شوه خو دا چې مونږ ځانونه په ډالونو پورې تړلي وه نو د اوبو په مخ پاتې شو او دا چې زما پکر د وړو ماشومانو پلو وه نو ونپوهېدم چې هغه نور ماشومان او میرمنه مې څنګه شو.

د اوبو زورورې څپو هره لحظه مونږ سره لېری کولو خو بعد د یو څه وخت نه وروسته  مه ورته پام شو نو ومې لیدل چې یوه د کب نیولو بېړۍ هغوې د غرقېدو نه وژغورل، نور نو ما کوم کار نشو کولې او د خپلو ماشومانو په ژغورولو د سیند ویرونکو څپو سره په جنګ بوخت شوم.

خو بلاخره د سیند څپو مونږ د سیراکوس ښاورې ته راورسولو او د هغې نه ورسته پوه نشوم چې میرمن او زامن به مې څنګه شوي وي.

زما هغه زوي چې د ما سره وه کله چې ۱۸ کلن شو نو د ما نه يې وغوښتل چې حتما خپله ورکه شوی مور او ورک شوې ورور ولټوي او بیا يې ټینګار کوه چې خپل غلام هم د ځان سره بوځي چې هغه هم خپل ورک شوې ورور ولټوي او د هغوي نه ځان خبر کړي، ما هم ډیر غوښته چې د خپلو عزیزانو نه خبر ترلاسه کړم مګر د دینه ویریدم چې دا زوي مې هم د هغوي په برخلیک اخته نشي خو بلاخره زړه نا زړه مجبور شوم او هغه مې پرېښود، اوس ۷ کاله کیږي چې زوي مه تلې او تر اوسه ندې راغلې او دا ۵ کاله کېږي چې ما ټوله دنیا ورپسې وکتله په آسیا کې وګرځېدم او بیا یو څه وخت په یونان کې هم پاتې شوم خو هیڅ کومه نتیجه مې ترلاسه نکړه او اوس دا هغه یواځنې ځاې دې چې ما کتلې ندې نو اوس ما دا پریکړه وکړه دلته به راځم او دا ځاې به ورپسې ګورم حتا که زما ژوند هم په خطر کې وي او که زه پوهېدې چې زما میرمن او زامن مه په امن کې دي نو بیا کومه خبره نوه چې مرګ راغلې واې او زه د دغه ژوند نه خلاص شوې واې.

کله چې انجن د خپلو بدبختیو داستان ختم که نو دوک د دغه بدبخته پلار په حالت ډېر خواشینې شو او پدې پوه شو چې دا سړۍ د خپلې مېرمنې او زامنو د لټولو لپاره حتا د مرګه هم نه وېرېږي. دوک د ځان سره فکر وکه چې که دا جرأت  یې درلود او د قانون په ضد يې چلند کولې شو نو حتما يې هغه بخښه او خوشې کوه يې، خو د دې په عوض چې هغه په اعدام محکوم کړي هغه ته يې دا چانس ورکه چې تر بیګاه پورې د یو چانه پېسې واخلي او  یا قرض واخلي او خپل ژوند وژغوري. خو دا د انجن لپاره کوم کمک نه وه ځکه ده پدې ښار کې هیڅوک نپېژندل او هسې هم څوک به دې ته تیار وه چې یو غریب مسافر ته ۱۰۰۰ مارکه ورکړي چې هغه خپل قرض ورکړي خو بلاخره سپین ږیرې سړۍ د دوک نه رخصت شو او لاړ. انجن ګومان کوه چې په افیسوس کې هیڅوک هم نپېژني او ژوند یې په خطر کې دې خو دې پدې نپوهېده چې د ده دواړه زامن په هماغه وخت کې په هماغه ښار کې وه. د انجن غبرګونکې زامن اوس بيخي په یو شکل او صورت او تر دې ځایه چې نومونه یې هم یو رقم وه او دواړه (اتیفولوس) نومیده او هغه دوه يې هم دواړه په درومینو نومیده. یوه ورځ د انجن وړوکې زوی یعني اتیفولوس چې د سیراکوس د ښار اوسیدونکې وه او غلام يې د خپل مشر ورور په لټون پسې لاړه او افیسوس ته هغه ورځ راورسېده چې پلار يې هم راغلې وه خو د خپلو ښې طالو نه یو ملګرې پیدا کړې وه او هغه يې د مرګ نه خبر کړې وه او ده ته يې ویلي وه چې ځان د اپیدامنون ښار تجار وښاېې. د سیراکوس اتیفولوس د هغه دغه خبره ومنله او د هغه د دغې مهربانې نه يې مننه وکړه، خو د بلې خوا نه کله يې چې واوریده چې د هغه د یو وطندار ژوند هم په همدغه ښار کې په خطر کې دې نو ډیر زیات خواشينې شو خو هیڅکله يې دسې ګومان نه کوه چې هغه وطندار به يې خپل پلار وي. د انجن مشر زوي (چې هغه باید د افیسوس امتیفولوس وبولو ځکه چې وکړاې شو هغه د سیراکوس امتیفولوس نه توپیر کړو) تقریبا ۲۰ کاله کیده چې په افیسوس کې ژوند کوه او د ډیر جایداد خاوند وه. او په ډېرې اسانې سره يې کولې شو چې د خپل پلار جریمه ورکړي او هغه وژغوري، خو دغه امتیفولوس د خپل پلار په هکله هیڅ نپوهېده او نه يې هغه په یاد وه ځکه هغه ډېر وړوکې وه چې د خپلې مور او د پلار میره سره په سیند کې وغورځېده او د یو کب نیونکي پواسطه وژغورل شو خو بیا هغه کب نیونکې امتیفولوس یې د خپلې مور نه جلا که او هغوي په دوک منافون چې یو تکړه جنګیالې وه خرڅ که، او دغه سړۍ د دوک افیسوس کاکا وه یو ورځ چې د هغه لیدو ته راغلې وه نو هغه دوه ماشومان يې ورته ډالې ورکړه، د امتیفولوس بادار ته هغه ځوان ډير ګران وه، او کله چې هغه غټ شو او وسله يې په لاس کې ونیوله نو هغه يې د پوځ صیب منسب مقرر که.

امتیفولوس یو زړور جنګیالې وه چې تل په زړورتوب سره به جنګیده یو ځلې يې دوک د کار په میدان کې د مرګه ژغورلې وه د همدې له امله يې هغه ته آدریانا چې د افیسوس د ښار یوه بډایه او ښه ښځه وه واده کړه.

د سیراکوس امتیفولوس خپل غلام درومینو ته پېسې ورکړې او ورته يې وویل چې رستورانت ته لاړشي او ډوډۍ راوړي او دا يې هم ورته وویل چې که غواړې نو په ښار کې وګرځه او د خلکو اخلاقو عاداتو او کړو وړو نه ځان خبر کړه. درومینو یو ساعت تېرې ځوان وه کله به چې امتیفولوس خوابدې کیده نو ده به کوښښ کوه چې هغه د خپلو کړو وړو سره مصروف کړي او طبع يې وساتي اصلا د امتیفولوس او د دغه ځوان تر مینځ د صاحب او غلام خبره نه وه او درومینو دا حق لروده چې د یو ملګري په حیث بې له کومه ډاره خبرې اترې ورسره وکړي کله چې درومینو لاړه د سیراکوس امتیفولوس په یوه کنج کې ودرېده او په خپل ځانتوالي او سرګردانې باندې په سوچ کولو بوخت شو او د ځان سره يې ویل چې کېدای شي یوه ورځ خپله ورکه شوې مور او ورک شوې ورور پیدا کړم خو زه د ابو د هغې څاڅکي په شان یم چې غواړي په اقیانوس زرقي کې د خپل ځان په څیر هم رنګه څاڅکې پیدا کړي خو داسې نشي چې یو ځلې په هغه لوي اقیانوس کې بې درکه شي نو کیدای شي چې زه هم د خپل ورور او مور په څیر لا درکه شم په دې وخت کې ګوري چې درومینو د ده خواته راځي دې د هغه د زر راتګ نه حېرانېږي او د هغه نه يې پوښتنه کوي چې پېسې دې څه کړې خو دې د ده غلام نه وه بلکې د درومینو غبرګونکې ورور وه، پدې عمر کې دا دوه امتیفولوس او دا دوه درومینو ډېر ورته وه ،او په ډېرې سختې دوي سره فرق کیده نو دا هیڅ د حیرانتیا خبره نه وه چې د سیراکوس امتیفولوس دې د خپل ورور نوکر خپل درومینو وګڼي، امتیفولوس وپوښتل ولې دومره زر راغلې درومینو وویل:میرمنې ویل چې ډوډۍ تیاره ده او که ناوخته راشې نو ډوډۍ به سړه شي.

دا ټوکې پرېده اوس د ټوکو وخت ندې وایه چې پېسې ده څه کړې؟

درومینو بیا تکرار کړه میرمنې زه د تاسو پسې رالیږلې یم او دا يې ویل چې زر د ډوډۍ لپاره راشې.

-څه وايې کومه میرمن؟

درومینو وویل:ستاسو میرمن.

امتیفولوس چې اصلا ښځه نه لروده او دا خبرې ورته بېخونده ټوکې ښکارېدې نو ډیر په غوصه شو او وویل:دا زما ګنا ده چې ما تل له تا سره لکه د ملګرو چلند کړې دې او تا هم زما د دې ښه چلند نه غلطه استفاده وکړه او غواړې چې وخت ناوخته له ما سره ټوکې وکړې خو زه اصلا حوصله نه لرم ځواب راکړه پېسې ده څه کړې او چاته دې ورکړې مونږ په دې ښار کې بې وزله یو. درومینو د دې خبرې په اورېدو سره داسې ګمان وکړ چې صاحب يې ورسره ټوکې کوي نو په خندا يې ورته وویل:هیله کوم کله چې د ډوډي خوړلو په میز کیناستې نو ما سره ټوکې وکړې زه راغلې یم درته ووایم چې میرمن او خور يې تاسو ته په تمه دي پدې وخت کې د امتیفولوس حوصله ختمه شوه او هغه يې وواهه درومینو په منډه منډه کور ته لاړه او میرمنې ته يې وویل چې ښاغلې رانغې او دا يې وویل چې زه هيڅ کومه میرمنه نه لرم. آدریانا د افیسوس امتیفولوس میرمنه د دې خبرې په اوريدو سره چې خاوند يې ویلي زه میرمنه نه لرم ډېره غوصه شوه او دا چې هغه یو حسود سړۍ وه نو دې فکر وکه چې خاوند يې حتما کومه بله ښځه کړې ده نو په ژړا شوه او خپل خاوند پسې يې سپکې سپورې خبرې وکړۍ او بیا يې ورپسې ښکنځلې وکړې، لوسیانا د آدریانا خور کوښښ کوه چې دا شک يې د زړه نه لرې کړي خو وېنشو کړاې. د سیراکوس امتیفولوس رستورانت ته لاړه ګوري چې درومینو د پېسو سره هلته ودرېدلې پدغه وخت کې آدریانا هم هلته راپيدا شوه او کله يې چې خپل خاوند ولیده نو ډېره غوصه شوه په ښکنځلو يې شروع وکړه او وېوېل:تا مخکې له واده نه ما سره ډېره مینه لروده اوس ده لکه چې کومه بله ښځه پيدا کړې او د هغې سره مصروف يې؟ ولې دما سره دسې کوې او دسې څه خبره شوې چې تا زمونږ مینه هیره کړې؟

امتیفولوس وویل:میرمنې تاسو زه غلط کړې یم زه ستاسو خاوند نه یم او مخکې مې هم تاسو نه یاستې لیدلې چې مینه درسره ولرم زه خو دا دوه ساعته کېږي دې ښار ته راغلې یم خو هغې میرمنې په زوره کور ته بوته او د خور سره يې درېواړو یوځاې ډوډۍ وخوړله خو امتیفولوس ډیر حیران وه او داسې يې ګومان کوه چې شاید په خوب کې يې ورسره واده کړې وي او یا دا چې دا هر څه په خوب کې ویني، درومینو چې د خپل صاحب سره راغلې هغه هم ډېر حیران وه چې آشپزې میرمنې ورته د خاوند غږ کوه کله چې د سیراکوس امتیفولوس د خپلې وریندارې سره ډوډۍ خوړله په دغه وخت کې د آدریانا اصلي خاوند د خپل غلام سره د ډوډۍ خوړلو لپاره راغلل، خو کله يې چې دروازه وټکوله نو چوکيدار دروازه خلاصه نکړه ځکه آدریانا ویلې وه چې د ډوډۍ خوړلو په وخت کې چا ته دروازه خلاصه نکړې امتیفولوس او درومینو څو ځلې دروازه وټکوله او بیا یې چوکیدار ته وویل چې مونږ امتیفولوس او درومینو یو دروازه خلاصه کړه خو چوکیدار په خندا او مسخره ګې ورته وویل څه وايې دا اوس د خپلې میرمنې سره ډوډۍ خوري او درومینو هم په پخلنځي کې دې، آخر امتیفولوس د هغه ځایه لاړه او دا چې میرمن يې د کوم پردي سړي سره ډوډۍ خوړله نو دې ډېر حېران وه، کله چې د سیراکوس امتیفولوس ډوډۍ وخوړله نو هغه د دغه پېښو او دا چې اوس هم ورته د خاوند غږ کوي حیران وو او دوي هیڅ نپوهيده چې دا ولې آدریانا او آشپزه ښځه ده او غلام ته يې د ګرانو خاوندانو غږ کوي امتیفولوس د یوې بهانې په لټه کې وه چې اوس یوه بانه کوړه کړي او د دسې یوې میلمستیا نه چې اصلا طمعه يې نه لروده ځان خلاص کړي او خپل کار پسې لاړ شي او دا چې د ده اصلا د آدریانا خور خوښه شوي وه خو د آدریانا د بخیلو نظرونو نه يې د هغې د خور سره خبرې ونکړې خو بلاخره يې د یوې بهانې په کولو خدای پاماني وکړه او لاړه او د او بیا زرګريې ته ورسیده زرګر راووته او بعد د ستړي مشي نه يې د هغه د نوم په اخیستو سره هغه ته د طلا زنځير ورکه، امتیفولوس وویل:ما خو تاسو ته فرمایش نه وه درکړې تاسو غلط شوي یاست.

خو زرګر په زوره ورکه او دا يې وویل چې تاسو خپله دلته راغلي وې او دام فرمایش راکړې وه، امتیفولوس نور بیخي ګنګس شوې وه درومینو ته يې وویل چې زه نور هیڅ نپوهېږم چې دا څه روان دي زر لاړ شه او هر څه مو راټول کړه او بېړه ته ځه زه نور نه غواړم په دې عجیب و غریب ښار کې پاتې شم کني نو لېونې به شم.

پدې وخت کې څو تنه راغله د امتیفولوس د نیولو لپاره ځکه چې د زرګر پېسې يې نه وې ورکړې او په همدغه وخت کې هغه امتیفولوس چې ښځه يې لروده هغه هم راغې زرګر ورباندې غږ وکه او ورته يې وویل چې زه همدا اوس پېسو ته ضرورت لرم نو هیله کوم هغه د سرو زرو زنځیر چې مخکې مه درکه د هغې پېسې ماته راکړه، امتیفولوس ځان ناخبره وښوده او وېوېل چې زه خبر نه یم.

زرګر په حېرانې سره وویل خو ولې؟ ما دا څو دقېقې مخکې هغه زنځیر چې تا ما ته فرمایش راکړې وه په لاس کې درنکه؟ خو بلاخره هیچا هم ځان ګناهګار نه حسابوه ځکه زرګر زنځیر ورکړې وه خو امتیفولوس نه وه اخیستې نو مامور آخر مجبور شو چې دواړه زندان ته بوځي کله يې چې دوي دواړه زندان ته بېوه نو امتیفولوس د درومینو ورور ولیده او داسې ګومان يې وکه چې دا يې خپل غلام دې نو هغه ته يې وویل:زر لاړ شه او آدریانا ته ووایه چې ماته زندان ته پېسې راوليږي چې که وشي د پېسو په واسطه ځان خلاص کړم. درومینو ډېر حېران شو چې صاحب يې غواړي بیا هغه، هغه کور ته ولېږي چې په بهانو ورنه راوتلي وه ولې صاحب يې هغه کښتې ته نه وه ليږلې؟ ده چې غوښته خپل صاحب د کښتې د حرکت نه خبر کړي خو دا چې صاحب يې اوس اصلا د خبرو هیڅ حوصله نه لروده نو هيڅ يې ورته ونوېل خو په زړه کې يې دا ويل چې زه اصلا بله کومه چاره نلرم ځکه غلام باید د خپل صاحب تابعدار وي. آدریانا ورته پېسې ورکړې خو کله چې درومینو په لاره کې وه نو یو دم د سیراکوس امتیفولوس سره مخ شو چې یوې غاړې ته حیران ودريدلې وه او خپل غلام ته ودرېدلې وه. د امتیفولوس ورور د افیسوس امتیفولوس په افیسوس کې ډیر مشهور وه نو دا ناممکنه نه وه چې څوک پده د هغه ګومان ونکړي او چې دې وګوري نو خبرې اترې ورسره ونکړي، ځینو به ورته پېسې ورکولې او ورته به يې ویل چې دا هغه پېسې دي چې درنه مه پور اخیستې وې او ځینو به کور ته میلمه کوو. یو نفر ورته راغې او هغه ښېګڼې چې ورسره کړې وې د هغه نه يې مننه وکړه، بیا یو خیاط ورته راغې او ورته یې وویل:چې زه تاسو ته د ابریشمي ټوټې نه کالي ګنډم نو راځې چې اندازه مو واخلم، نور نو امتیفولوس پدې ډاډه شو چې دې د سحر او جادو ښار ته راغلې دې.

درومینو وویل:ښاغلیه تاسو څنګه ځان د هغه مامورینو نه خلاص که؟ او بیا يې هغه پېسې چې د آدریانا نه اخیستې وې په لاس کې ورکړې، امتیفولوس د زندان او مامورینو د نوم په اورېدو او پېسو په لیدلو نور لیونې کېده خو د ځان سره يې وویل لکه چې دا درومینو هم زما په څیر نور لیونې شوې.

او بیا یې د ځان سره وویل:خدایه پاکه څه وخت به د دې شومې او د رمزونو ډکې خاورې نه وځم؟ پدغه وخت کې د یوې بلې عجیبې حادثې سره مخ شو، یوه میرمن راغله او په هغه يې غږ وکه، هغه زنځیر چې پرون تا ماته د ډوډۍ په وخت کې وعده راکړې وه څه شو، او څه وخت به يې ما ته راکوې؟

نور نو د امتیفولوس حوصله خلاصه شوه او شروع يې کړه ما کله د تا سره ډوډۍ خوړلې او کله مه د زنځیر د درکولو وعده درکړې وه او ته مه کله تر اوسه لیدلې يې؟

میرمنه د یوې دسې بدې رويې په لیدلو سره ډېره حیرانه شوه او بیا یې د هغه کور آدرس ورکه چې هلته يې ډوډۍ خوړلې وه او وویل:ولې ته ځان تیر راولې مګر تا یو څو ورځې مخکې ما ته وعده نه وه راکړې چې د سره زرو زنځیر به راته اخلې، ګوره که ته ماته د سره زرو زنځير وانخلې نو زه به هم د تا نه هغه ګوتمې چې ما درکړې وه واخلم امتیفولوس بیا ورته په غوصه شو، میرمنه د امتیفولوس د دسې یوې رویې نه ډېره حیرانه وه او فکر يې کوه چې ولې دا ځوان ځان تير راولي؟

دې میرمنې حق لروده چې حیرانه شي ځکه هر هغه څه چې دې ويل هغه ټول امتیفولوس د آدریانا خاوند کړي وه ځکه کله چې په هغه ورځ د آدریانا خاوند کور ته راغې او چوکیدار ورته دروازه خلاصه نکړه نو دې ډیر غوصه شو او په خپلې میرمنې شکي شو او د دې دپاره چې د هغې نه خپل غچ واخلي نو دې میرمنې کره لاړه ډوډۍ يې ورسره وخوړه او بیا يې هغه د سرو زرو زنځیر چې د خپلې میرمنې لپاره فرمایش ورکړې وه د هغې د ورکولو وعده يې دې میرمنې ته ورکړه او دا هغه زنځیر وه چې زرګر په غلطې کې د سیراکوس امتیفولوس ته ورکړې وه کله چې هغې میرمنې د امتیفولوس دا عجیب و غریب حالت ولیده او د هغه سپکې سپورې خبرې يې واوریدې نو پریکړه يې وکړه چې آدریانا ته ورشي او ورته ووايي چې خاوند يې لیونې دې کله چې هغې ښځې آدریانا ته ټولې خبرې کولې امتیفولوس د آدریانا خاوند د نورو بندیانو سره هغلته راغلې وه او د زندان د اخیستلو لپاره لکه څنکه چې پوهېږو آدریانا ورته پېسې لیږلې وې خو درومینو هغه پیسې هغه بل ورور ته ورکړې وې او د آدریانا د خاوند لاس ته نه وې ورغلې او اوس يې بیا د پيسو غوښتنه کوله او دا يې ویل چې ولې يې په هغه ورځ ورته دروازه نوه خلاصه کړې نو د دغو ټولو خبرو په اوریدو سره آدریانا پدې وپوهېده چې خاوند يې لیونې شوې دې او بیا يې خپلو خدمتکارانو ته پېسې ورکړې او ورته يې وویل چې خاوند يې په یو کلک پړوکي وتړي او په یوه تیاره کوټه کې يې واچوي او بیا يې د تداوي لپاره یو ډاکټر راوغواړې. امتیفولوس د خپل ځان د خلاصیدو لپاره چغې وهلې او کوښښ يې کوه چې ځان خلاص کړي خو د بلې خوانه دغه دده چغې او دغه حالت خلک پدې ګمان کړي وه چې دی رشتیا هم لیونې شوې دې او دا چې درومینو هم د خپل صاحب خبرې تکرارولې او تا‌‌ئیدولې نو خلکو دسې ګمان وکړ چې دې هم لکه د خپل خاوند لېونې شوې نو هغه يې هم ورسره په يړوکي وتړه او په کوټه کې يې ورسره واچوه. شیبه تیره نه وه چې خدمتګاره آریانا ته راغله او ورته يې وویل چې ګمان کوم ښاغلې او غلام يې ځانونه خلاص کړي او تښتیدلي ځکه ما دا اوس په لاره کې ولیدل د دې خبرې په اوریدو آدریانا او خدمتکاران يې زر دباندې لاړه چې هغوي بیرته راولي چې یو څه مخکې لاړه نو هلته يې د سیراکوس امتیفولوس او درومینو ولیدل، امتیفولوس پدغه وخت کې په سوچونو کې ډوب روان وه او د دې ورځې حیرانونکو پېښو په هکله يې فکر کوه او هغه د طلا زنځیر چې زرګر ورته ورکړې وه هغه يې هم په غاړه کې اچولې وه پدغه وخت کې آدریانا او خدمتکاران يې راغلل او غوښتل يې چې د هغوي لاسونه په زور وتړي او د ځان سره يې بوځي خو هغوي وتښتیدل او هملته نژدې یوې کلیسا ته ورننوتل او پټ شول. پدغه وخت کې د کلیسا مشره راووتله او آدریانا ته يې وویل:ولې مو یو ځل خاوند لیونې شوې دې؟ بېړې يې غرقه شوې؟ او که د کوم آشنا مرګ يې دې لیونې کړې؟

آدریانا وویل:نه دسې کومه نوې خبره نده شوې.

د کلیسا مشره:نو بیا کیداې شي چې په کومې بلې ښځې مین شوې وي او دغسې شوې وي.

آدریانا:زه هم همداسې ګمان کوم چې کومې بلې ښځې باندې مین شوې نه وي ځکه اکثرا په کور کې نه وي.

د کلیسا مشره:فکر نه کوم چې سل په سلو کې ده کومه بله ښځه لامل وي. خو ته دسې فکر نه کوې چې ستا بې ځایه کینې هغه د خپله کوره بې کوره کړې وي او یا يې د کوره زړه موړ شوې وي؟

آدریانا:شاید ستاسو خبره صحي وي ځکه هغه به چې هر وخت په کور کې وه نو ما به رټه ما به دسې ګمان کوه چې شاید کومه بله ښځه يې خوښه ده او کله به يې چې غوښته ډوډۍ وخوري او یا ویده شي نو ما به په آرامه نه پرېښوده او کیداې شي چې همدا علت وي چې هغه کومه بله ښځه خوښه کړي وي.

د کلیسا مشرې چې کله د آدریانا خبرې واورېدې وېوېل:نو د همدې بېځایه کینو له امله دې خاوند لیونې شوې دې او ستا دغه بېځایه کینه د هغه لپاره د مار د زهرو نه هم خطرناکه ده او ددې نه هم بده دا چې تا هغه دومرم نه پرېښوده چې آرام وکړي، او د همدې کینې له امله دې هغه ته دومره اجازه نه ورکوله چې هغه خپل آشنایان وګوري او د یو څو ساعتونو لپاره د هغوي سره خوشالي وکړي نو له همدې امله پدې کې به هیڅ شک نه وي چې هغه د همدې بدې رويې له امله لیونې شوې وي.

لوسیانا د آدریانا خور وویل:نه دې ورسره همیشه ښه چلند کړې دې، او بیا يې خپلې خور ته مخ راواړوه خورې ته دا خبرې اورې او هیڅ ځواب نه ورکوې.

آدریانا:اغلې مشره ما ته کوم بد څه نه وايي بلکې ما مې خپلو ګناوو نه خبروي. آدریانا د خپلو کړو نه ډېره پښېمانه وه خو مګر بیا یې هم ټینګار کوه چې خاوند يې ورته تسلیم کړي. خو راهبه په میلمه پالنې ډېره ښه پوهېده د یوې خوا نه يې هغو ته اجازه ورکوله چې د کلیسا نه راووځي او دبلې خوا نه یې نه غوښتل چې هغوي هغې کینه ناکې ښځې ته ورتسلیم کړي نو پریکړه يې وکړه چې هغه دواړه د ځان سره وساتي او هغه کوم وسایل چې د دې سره وه په هغې يې تداوي کړي او امر يې وکه چې دواړه د شاه له خوا وتړي.

دغه د حوادثو ډکه ورځ چې د دوو غبرګونکو ورونو له امله ډېر حیرانونکې پېښې پکې وشوې د هغه وخته راهیسې دغه پېښې شروع چې کله سپين ږېرې ایجن افیسوس ته راغې او دوک هغه ته وخت ورکړې وه چې تر بیګاه پورې پېسې پیدا کړي او جریمه ورکړي مګر بدبختانه چې ایجن غریب وه او پېسې يې پیدا کړې نه وې نو ځکه هغوي هم مجبور وه چې دې اعدام کړي. د اعدام کولو ځاې هغې کلیسا ته نژدې وه. کله چې ایجن دلته راغې نو په همدې وخت کې د آدریانا او د کلیسا د مشرې خبرې خلاصې شوې پدې وخت کې دوک وویل:څوک شته چې دغه سپین ږيري سړي ته زر مارکه ورکړي، زه به دې سمدستي وبخښم. د آدریانا چې په دوک سترګې ولګېدې نو زر ورغله او په زاریو يې ورته وویل چې د دغې کلیسا مشرې زما لیوني خاوند ته پناه ورکړې او هر څه چې ورته زارې کوم نه يې پرېدي، په همدې وخت کې یو ځلې د آدریانا اصلي خاوند او درومینو چې ځانونه يې خلاص کړي وه او راتښتیدلي وه دلته راغله او دوک ته يې ګیلې شروع کړې چې میرمن مې زه یو لیونې ګڼلې یم او په ناحقه يې زه اوزما غلام وتړلو او په یوې کوټه کې يې واچولو. آدریانا د خپل خاوند په لیدلو سره پدغه ځاې کې دومره حیرانه شوې وه چې نوره لیونې کیده. ایجن چې خپل زوي ولیده ډير زیات خوشحاله شو او وېوېل دا زما هغه زوي دې چې څو کاله مخکې د خپلې ورکې شوې مور او ورور په لټه کې تلې وه او بیا رانغې، په ډیر ښه وخت کې مه پیدا که اوس به حتما د جریمې په ورکولو ما وژغوري او بیا زر امتیفولوس ته ورنژدې شو او په پلارنې مینه يې ورته ټوله کیسه وکړه مګر ډېر حیران شو ځکه چې کتل يې زوي يې په ډېرې بې غورې سره د ده خبرې اورېدې او هيڅ غبرګون نه ښکاره کوه نه، لکه چې هغه هیڅ نه ګوري. مګر مونږ پوهېږو چې دا يې هغه زوي وه چې د مور سره يې ورک شوې وه او د هغې نه وروسته پلار او زوی سره نه وه لیدلي، زوړ پلار د زوي د بې غورې په لیدلو او د مرستې نه په ډډه کولو سره ډیر زیات خواشینې شو، پدغه وخت کې ناڅاپه د کلیسا دروازه خلاصه شوه او د کلیسا مشره د سیراکوس امتیفولوس او درومینو راووتل، آدریانا په دغه وخت کې په خپل څنګ کې دوه میړنو او دوه درومینو په یوې څهرې سره ولیده او ټول په خپلو خطاوو پوه شو. او دوک هم چې دا دوه غبرګونکې ولیده او د بلې خوا يې د هماغې ورځې په سهار د انجن کیسه اورېدلې وه نو انجن ته يې وویل چې دا باید ستا غبرګونکي زامن او غلامان يې وي.

بله د خوشحالې خبره چې د انجن خوشحالي يې یو په دوه کړه هغه دا وه چې هغه راهبه د انجن ورکه شوې میرمن او د غبرګونکو زامنو مور يې وه. هغې وویل کله چې هغه کب نیونکي دا له خپلو زامنو بیله کړه نو دا کلیسا ته راغله او او دلته د دې د نیکې رويې نه دغه مقام ته ورسېده او نن د یوه ښه او پاک نیت له امله يې په بې خبرې کې د خپل زوي نه ملاتړ کړې دې د دوي د یو ځای کیدو خوشحالي تر دې حده شوه چې دوي بیخي هیر کړه چې انجن په اعدام محکوم دې کله چې سره لږ آرامه شو نو د افیسوس امتیفولوس د پلار جریمه ورکړه خو دوک هغه وانخیسته او هغه يې وباښه او انجن يې پرېښوده دوک د دغه خاوند او میرمن او زامن چې سره نوي یوځای شوي وه کلیسا ته ننوتل او دا يې غوښته چې چې د هغوي د تیر وخت خبرې او هغه څه چې په دوي تیر شوي وه د دوي له خپلو خولو نه واوري. پدغه ځاې کې باید د درومینو د دوو ورورنو خوشحالي هم هیره نه کړو هغوي هم لکه د خپلو صاحبانو په څیر ډېر خوشحاله وه، دا یوه يې دې بل ته ویل ته بیخي زما په څیر يې چې تاته ګورم لکه په هیندارې کې چې ځانته ګورم. د آدریانا د خواښې نصیحتونو هم په آدریانا تاثیر کړې وه او بیا يې نور هیڅکله خپل خاوند نه پازابوه او د سیراکوس امتیفولوس د آدریانا د خور سره واده وکه نور نو دغې نیکمرغې کورنې په خوشحالې سره په افیسوس کې ژوند کوه او دا د تیروتنې کیسه يې ورته یوه ښه بوختیا وګرځېده.

لیکواله:وسیله بیان

1 COMMENT

  1. سلامونه زه وسیله بیان یم.باید ووایم چی دغه مطلب خندنی تیروتنی دا به اصل کی د شکسپیر کمیدی درامه ده چی ما ژبارلی ده خو دلته له ما نه تیروتنه شوی او دژبارونکی به حای لیکونکی لیکل شوی نو هیله ده قدرمن لوستونکی زما بخنه ومنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب