پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهقانعڅوک باید ماضي جبیره کړي، کرزی که حکمتیار؟

څوک باید ماضي جبیره کړي، کرزی که حکمتیار؟

عصمت قانع

د بې وطنۍ په زمانه کې پېښور که له یوې خوا د افغان مهاجرینو لپاره له اوره ډک سقر وو، خو د شعارونو او نابلده غومبرونو نوي ناټکونه یې هم درلودل.

ایډیالوژیک او فکري دګماتېزم او تنګ نظریاتي جادو وار له واره د مهاجرینو په ځوان نسل خوله ډکه کړه او دغه نسل یې د بګیو د آسانو په نسل بدل کړ.

منطق، عقل، د فکر ازادي، اندېشه او د مسایلو د څېړلو سړه سینه د جګړې په توده لمبه بدله شوه، هر چا د ایډیالوژۍ په عینکو کې شرق او غرب تباه او برباد لیدل او د اسلام د مکتبي روح په قالب کې به یې د عمري عدالت ګل او ګلزار جهان د ګوتو پرسر نڅولو.

شعارونه وو، نارې وې او غلبلې وې، د خلقیانو او پرچمیانو ترڅنګ ناسیونالستان هم کافران وو، لېبرالان سوډران وو، دیموکراتان بې خصلته ایجنټان وو او په افغانستان کې د ظاهر شاه او داود خان په حکومتونو کې لوړ رتبه مامورین هم د افغانستان د بربادۍ عاملین وو، ځکه چې د دوی په وجود کې روسي تجاوز ته لاره اواره شوې وه.

د افغانستان په کلیو، کوڅو، بانډو، دښتو، بیابانونو او ښارونو کې د مجاهدینو په لاس هم وژل شوي وو. افغان مردار وو او هغوی چې په پنجابۍ کیله به قبض شول او مړه به شول شهیدان وو او د حورو زومان وو، د غلمانو حقداران وو، د دین پتنګان وو.

په غزني کې د قاري بابا د جبهې یوه جلاد به د خلکو څټ بویولو او بیا به یې د امریکایي سپي په څېر پوزه پورته ونیوله او غږ به یې کړو، چې د دغه سړي د خلقي بوی ځي، ژر یې مردار کړﺉ، د حق د لارې مجاهدینو به هم ژر د کلشینکوف ججوری پرې تش کړو او د غزا ثواب دارین به یې په نصیب شو.

په ټول جهاد کې ګلبدین حکمتیار نازدانه وو، رهبر فرزانه وو، مجاهدینو او د پنجاب انتخاب وو، د منصوري دلدار وو، د راولپنډۍ د جهادونو ذوالفقار وو او د نړۍ د مسلمانو مجاهدینو سالار وو.

د پاکستان د جمعیت طلبه سورلنډیانو به شعار ورکاوه، چې مجاهدون کا ذوالفقار، حکمتیار، حکمتیار.

په پېښور کې به دې نورو اخوانیانو چې په امریکایي جمپر او چترالي پکول به ملبس وو، شعار ورکاوه، چې اوه ښځې او یو نر ، انجینر، انجینر.

یعنې دا نور اوه تنه نر ښځوکي دي، یو انجینر حکمتیار په کې نر دی. حکمتیار ځکه نر وو، چې د پېښور په کوڅو کې یې د افغاني روښنفکرانو وینه، ځمکې ته نه پرېښوده، چې چا به هم د پاکستان د راولپنډۍ له زندۍ د سر اېستلو هڅه کوله په مرګ مفاجات به محکوم وو.

د افغانستان د جهاد سیاسي نماینده ګي د مملکت خداداد پاکستان حق و، د داسې حق نه منل شین کفر وو، دغه شین کفر باید له مېنځه تللی وای، د شنه کفر د له منځه تللو مجاهدین غازیان وو او وژل کېدونکي شنه کفار ټول جهنمیان، دوزخیان او ګناګاران وو.

د پاکستان افغاني باغیان د ورسک ډېم ته ولوېدل، د کبانو خوراک شول، د اټک په خېبر اباد کې د اباسین څپو په مخه واخیستل او د شمشتو په دښته کې د هوا کارغانو او مرغانو وخوړل.

مجروح، شګیوال، الفت، غروال، کټوازی، پکتیانی، همدم او نور بې شمېره افغاني روښانفکران له روس څخه را وتښتېدل، خو پنجاب ته د بغاوت په تور په توره تیاره کې و وژل شول.

ددې افغانانو ګناه داوه چې د روس پر ضد د افغاني وینې زور یې د ازادۍ پر رڼا ګانو باندې پیرزو کاوه او نه یې غوښتل چې د افغاني وینو په زور د پاکستان د اټومي پروګرام د موټور څرخونه واوړي، بلکې غوښتل یې چې خپله وینه د ازادۍ هغې ډیوې ته د تېلو په توګه ورکړي، کومې ډیوې چې د روان توپان په څپو کې د افغان هویت او افغان موجودیت پر څلي رڼاګانې جوړولې، خو پاکستان لګیا وو د افغانانو په وینو یې د خپل اټومي پروګرام یورانیم غښتلي کول.

د حکمتیار صاحب پیر کامل مولانا ضیاء الحق په هماغه وخت کې په ډاګه وویل، چې پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

ضیاء الحق به ویل، چې افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سیاسي نماینده ګي وکړي. ډګروال محمد یونس چې په هماغه وخت کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر جنرال عبدالرحمن سکرتر وو په خپل کتاب (د خرس تلکه) کې لیکي: یوه ورځ جنرال اختر عبد الرحمن تلیفون راته وکړ او ویې پوښتل، چې همدا اوس د امریکا سفیر چېرته دی؟

 یوسف لیکي، چې ما ورته وویل: زه نه یم خبر، خو جنرال په غوسه او قهر راته وویل، دا نا خبري د بښلو وړ نه ده. همدا اوس د امریکا سفیر د اټک پر پُل واوښت او پروګرام لري، چې د افغانستان د مجاهدینو له مشرانو سره وګوري.

تاته په غوڅه لهجه امر کېږي، چې نور بهرني دیپلوماتان حق نه لري، چې د مجاهدینو رهبران وویني او نه د مجاهدینو رهبران اجازه لري، چې له غربي دیپلوماتانو سره ملاقات وکړي.

جناب حکمتیار صاحب!

که دې په یاد وي زه هغه وخت په پېښور کې وم او د اسلام غږ د اخبار لپاره مې له تا څخه مرکه اخیستله، له تا مې وپوښتل، چې آیا د پاکستان دا ډول دریځ د افغانستان د جهاد استقلالیت تر ګواښ لاندې نه نیسي؟

خو تا په ځواب کې راته وویل، چې د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د دیپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

دا پورته خبره کټ مټ ستا خبره ده، چې بشپړ او انکار نه منونکی سند یې اوس هم له ماسره شته. آیا افغان جهاد دومره یتیم وو، چې د وصي توب واک او اختیار یې د پاکستان پوځ پر غاړه واخلي؟

حکمتیار صاحب په هماغه وخت کې ستا نشراتو ټول هغه افغانان د کفارو په ډله کې وشمېرل چې غوښتل یې د خپلې داعیې نماینده ګي په خپله وکړي.

د پژواک ګناه همدا وه، چې له پېښوره وشړل شو، د جنت ګل غروال جرم هم همدغه وو، چې د جهاد د سیاسي نماینده ګۍ لپاره یې د پانګې تابیا کوله، چې و وژل شو او تر اوسه یې قبر چاته نه دی معلوم.

د مجروح ګناه داوه چې په یوه ګروېږنه او پلټنه کې یې دا نتیجه اعلان کړه، چې افغان مجاهد ملت د لویې جرګې او پخواني پاچا په وسیله غواړي د خپل جهاد د زعامت لپاره ملي پلاټ فارم جوړ کړي.

خو تا د ISI په سلنګسري تومانچه باندې په سپینه ورځ وویشت او بیا دې د هغه سپین ږیری پلار شمس الدین مجروح ته لاس پورته کول او فاتحه ورکول هم کفر بللو.

جناب حکمتیار صاحب، د مجاهدینو په رهبرانو کې یوازې ته وې چې د ISI په وساطت به دې د CIA له مامورینو سره کتل.

خو هماغه ISI بیا د طالبانو په امبور باندې خصي کړې او د مسعود رحم او کرم ته یې کښېنولې، د ایران اُخندانو بېرته د پنجاب د ویالې پانیاب ته ورشوټ کړې.

حکمتیار صاحب تا تر هغو پورې پښتانه و وژل، چې د ISI ورته اړتیا وه، تا تر هغو پورې پښتانه ووژل، چې د سر سړی په کې قحط شو.

هېڅکله دې د خپلو سترو جهادي جبهو پر پښتنو قوماندانانو رحم ونه کړ. د پښتنو درنې پګړۍ دې د قلم، چمن او زرداد په سپو وداړلې او مسعود دې په لوی لاس د تاجکو قهرمان کړ.

تاجکان خو تر رباني له تا سره په جبهو کې ډېر وو، همدا ته وې چې د مسعود په باره کې دې د KGB او ISI ګډه پروژه عملي کړه او بیا دې له هغه سره په جګړه کې د کابل جنوبي سیمې چې عموماً د پښتنو د هستوګنې سیمې وې لوټه لوټه کړې.

جناب حکمتیار صاحب! ته یو ځل بیا را په یاد شوې، پرون مې د ارګ په نامه ستا یو لیک ولوست، تا خو ارګ ته ډېر مکتوبونه رالېږلي دي او د جانباز سرفراز په وسیله دې د دغو لیکونو په عوض کې ډېر بکسونه له ډالرو، افغانیو او پونډونو څخه پر مامور وړي دي.

خو په تازه لیک کې دې ماته یو ځل بیا ماضي را په یاده کړه. هغه ماضي چې زما د مجاهدینو هېواد د تېر تاریخ په وینو لړلي بابونه او فصلونه لري. تا جمهور رییس حامد کرزي ته لیکي دي، چې د امنیتي او دفاعي تړون په نه لاسلیکولو به دې ماضي جبیره شي.

حامد کرزي د خپلې ماضي په جبیره کولو کې تر تا لوی استاذ دی او ښه پوهېږي، چې خپله ماضي څنګه جبیره کړي، خو زموږ مشوره ستا لپاره داده، چې ته خپله ماضي جبیره کړه.

هغه ماضي چې د افغان وطن د بنسټونو له ورانولو سره ملګرې وه، هغه ماضي چې ددې وطن د اقتصاد له تباه کولو سره تړلې وه، هغه ماضي چې د پنجاب د ستراتېژیکې خلا د ډکولو لپاره په کې له افغاني جینو سایډ څخه کار واخیستل شو.

که د افغانستان بنیادونه نه وای نړېدلي، که د افغانستان زراعت نه وای تباه شوی، که د افغانستان د مالدارۍ اقتصاد له رکود سره نه وای مخامخ شوی، که د افغاني کادرونو د روزلو مخه جګړې نه وای نیولې، که د افغاني سوداګرۍ قافلې جهادي مداریانو نه وای لوټ کړې، نو نن به موږ خپله پانګه درلودلای او له خپله جیبه به مو د خپل امنیت او محافظت د لګښت نغده بیه ورکولای.

اوس چې هر څه سرچپه پراته دي، موږ مجبوره یو له نړۍ سره دا ډول معامله وکړو. ښه ده چې دغه معامله د کابل له ادرسه کوو، نه د اسلام آباد له پتې او ادرس څخه.

 دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

33 COMMENTS

  1. قانع صاحب ټول دي واقعیت بیان کړی دافغانستان دغمیزی اتل دی هغه شان چی لازمه وه همغه سی دي معرفی کړی ده تاسو وایی چی حکمتیار دي خپل کړه جبیره کړی هغه ته که خدای 10000کاله هم عمر ورکړی هغه دی جبیره کیدو نه دی ځکه ددي ښاغلی په اعمالوکی له ورایه افغانیت سره ضدیت اوپه خدای نه باوری ښکاري.

  2. احمدزی صیب داسي ډیر اتلان لرو چې یو شمیر یي لا اوس هم د کرزي صیب په اداره کې په لوړو څوکیو ناست دي او یو شمیر یي چې زیاتره یي د خلقی او پرچمي دورې غړي دي یا خو د سپیو په مرګ مردار شوي او یا خو در په در ګرځي ځکه چې د اسلام او هیواد دواړو سره یي جفا کړیده او هغه چې اوس هم واک او قدرت لري هغه به هم خدای ج ډیر ژر په شرمو وشرموي ځکه خدای پاک دوی ته مهلت ورکړی دی چې دا مهلت ورکول استدراج دی تر څو د دې کرغیړنو څیرو ګناه اوج ته ورسیږي بیا به یي الله ج ورمیږونه ورمات کړي ځکه الله ج په قران کریم کې فرمایي: ان بطش ربک لشدید ژباړه یعني د الله نیونه ډیره سخته ده او له هغي څخه هیڅوک هم خلاصی نلري.

    په درناوي

  3. قانع صاحب سلام ستا جرءت ته فه رشتىا سه خفل ملى وحدت او ملى تما مىىت ته قانع شخصىت ىاست الله دى ستا دا دخىر زوند نور هم زىات كرى امىن

  4. دحكمتيار نه بل خايين وطن فروش او بشتون دشمني سري نشته،كوم جهاد هوكي ديوه جهاد شاهدان يو جه هغه د افغانستان وراني وه.خو نوره به يي نه زياتوم د انسانانو مرك كه نه وي نو د خايين ظلمتيار ته د دسبيانو مرك راشي دا د isi غلام ته مونك د ده به وجود شرميزو.

  5. سلام.قانع صاحب دايوواضح حقيقت دي چى دوه كسان يوحكمتيار دوهم عبدالله ذاكرى دوى كله هم دملت اووطن دابادى أوترقى په حق كي ندى اوداسى مخلص ايجنتان دى چى تصوريي هم نسى كيدلائ او زموز په وطن كى داسلام دمقدس نامه سخه خلگ داسى شه استفاده كيزى چئ مصرف اوغم نلرى خوافسوس په هغه خلگودى چى تراوسه هم په دى نه پوهيزى چى دا انسانان نه بلكه جلادان دى تراوسه نه دحكمتيارزوئ قربانى سوي بلكه هغوى په خليجى هيوادونوكى خپل تحصيلونه كوى اونه هم دذاكرئ .خودكرزئ هم داسى عمل ندى چى دشاباسى وئ هغه هم بگرام قندهاراوگوانتاناموپه پشتنو دك كرل اوقدرت يي تول وهغوكسان ته وركرى چى دپشتنو ازلى دشمنان دى اواقليت يي په اكثريت بدل كرل .دومره بزدله حاكم هم هيس خوند نكوى لكه دانرگدئ.

  6. د ظالم د زوی الفاظ داسې دي لکه خښتې چې یوه پر بله ږدي. درته وایم ښه دې ورته لیکلي دي. یوازې خاپوړې یې په افغانستان کې کړې دي او نور یې هېڅ له افغانستان سره تړاو نه لري.

  7. قانع صاحب سواره نیسه پیاده خو چیرته هسی نه ځی
    دا دومره وخت د چی د حکمتیار په غیبت ضایع کړی دی، کاشکی چی دا وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د ایران پر غلام رهین باندی تیر کړی وای او لیکنه د پری لیکلی وای،چی د ملت پر مرۍ یی پښه کیښوده او د ژوندون د تلویزیون اواز یی تربت کړ

  8. قانع صاحب دا کلنګی چرګان لکه هغه مړزان چی یوځل بګیل شی ، بیا یی که هرڅومره په شا وټپوی، میدان ته نه راځی. له دوی څه شی نه جوړیږی. د دوی ماضی به هیڅکله هم جوړه نه شی. وایی خود کرده را درد است و درمان نی. پریږده چی په همدی مسافری کی مړشی.

  9. قربان د شمه د هغه بریتو نه چی د جلال اباد د وطن ساتنی دغزا د بربتورو شهیدانو د وطن د مور په وړاندی د پنجابی، عربی، او ارتجاعی یرغل په وړاندی د سرښندنی نه یی الهام اغستی. خدای دی بریت تل شخ، غوړ، او برګ لره. وایم د د بریتو بلا دی د راکتیار په څیر په خروارونو ګیرو ته ور واوړه. دا ستا بریت او دا ستا قلم چی وی د راکتبار به د شپی خوبونه بی قراره وی

  10. قانع صیب،
    حکمتیار به اشتباه ګانې هم کړې وي، خو دا یوه خبره ثابته ده چې د چا مزدور ندی. امریکا د روسانو تر وتلو وروسته ورته وویل چې په حکومت نیول کې درسره مرسته کوو خو زموږ یو شرط ومنه چې په اردو کې به دې زما مشاورین او وسله وي.
    ضیاالحق او قاضي حسین احمد هم ورپسې جرګه شول او ورته ویېویل چې دا یو چانس دی، استفاده ترې وکړه. خو ده ونه منله او ویل چې امریکا چې د هر ملک په اردو کې لاس پیدا کړی دی، بیا هلته د کودتاګانو او جنرال واکۍ سلسله شروع شوې ده.
    که د پاکستان مزدور وای نو په یو میلیوني ګوند یې د ده حمایت پریښود او دده او ټولو نورو په خلاف طالبان حمایه کړل او ده چې د طالبانو سره د جنګ لپاره کوم شعار نه درلود، څنډې ته شو او طالب او مسعود ته میدان پاتې شو
    پاکستاني جنرالانو لیکلي دي چې موږ د حکمتیار پر دوسیه لیکي وو چې دا هغه سړی دی چې که په کابل کې واکمن شو، پر سبا یې له موږه پښتونستان غواړي. نو باید پرې نښودل شي چې مشري ته ورسیږي.
    .
    که حکممتیار د شمال ټلوالې مخه نه وای نیولی اوس به افغانستان بیرته په خراسان بدل شوی وای.
    پکار ده د حکمتبیار او هر شخص ښو ته ښه او بدو ته بد ووایو
    کرزی هم دده پر شخصت قانع دی خو قانع پرې قانع ندی..

    • ګران اوقدرمن قانع صا حب !!! خدای دې خوشاله اوژوندی لره. بیا دې هغه پخوانۍ خا طرې راپه زړه کړې.خدای نور هم قلم دافغا نیستا ن او افغانا نو په ګټه چا بک اوتیز کړه.
      و نور ،شا کر او احمد صمیم وروڼو ته وایم چې همدغه موضوعا ت ټکې په ټکې هغه دې چې په تیرو ۳۵ کلونو کښې کښې تیر شویدې .
      غیر ددغې خبرې څخه چې قا نع ورور وایې چې زه داسلام ږغ راډیو چورنا لیست وم او ده ګلبدین اکا سره مې په هغه خاصه موضوع چې زه نه وم په خبردی وایې ما مرکه ور سره کوله. نورې خبرې دقانع یوه یې هم بې ځا یه ، درواغ ، دحقیقت څخه لیرې لیرې نه ده .څوک باید دحقیقت ، دزړه ددرد ویلو مخالفت ونه کړې.داچې څوک وایې چې ګلبدین دچا مزدور وطن فروش او خا ین نه دی دا خبرې هیڅ حقیقت نه لرې او نه ځوک په دې خبرو خطا وزې.داچې وایې که نوموړې لاسپوڅی وای نو با دار په یې نوې لا س پوڅې (طالبان) نه را وستلای .هغه خد مت چې نوې لاس پوڅې یې وخپل با دار ته لولای سې هغه په اوسنیو شرا یطو کښې ګلبد ین لا لا هیڅ نه سې کولای

  11. قانع صاحب او ټولو لوستونکو ته سلام !
    د افغانستان غميزه کورني او بهرني اړخونه او علتونه لري ،چي د ګ . حکمتيار او د ده ، د مبارزې شکل هم يو د همدغه اړخو او علتو څخ مبرا نه دی،بلکي د بېنهايته قهرآميزي مبارزې لوړ شکل دی.
    تر ۲۰۰۱ پوري د اخوانيانو د مبارزې شکل په ټول جهان کي قهر اميز وو، او په ځيني وختو کي به د امريکا او غربي هيوادو له خوا تمويليدل ،چي ښه مثال يې د شوروي اتحاد د يرغل په مقابل کي د افغانانو مقاومت او ملي پاڅون دی .
    امريکايانو او شريکانو يې په (۱۹۸۰-۱۹۸۹)کلونو کي اخواني مشران جهادي مشران بلل ، او د دې ډلو پواسطه يې په لکو افغانان (مکتبي،معلم،مامور،عسکر،افسر،ډاکټر،انجينر،سازماني،ګوندي،کوپراتيفي…) په ډير وحشي شکل سره مړه کړه .
    زه نه غواړم اور ته پطرول وپاشم چي د چا نوم او ځای مشخص کړم ، خو دومره به ووايم چي د (پاکستان ـ ايران) پواسطه ډيرو افغانانو د جهاد تر نامه لاندي زموږ په مقدسه خاوره کي وحشتونه اختراع کړيدي !!!
    بد بختانه دا حالت تر اوسه دوام لري،خو اوس يې نوم ور بدل کړيدی ـ پخوا يې جهاد باله اوس يې تروريزم بولي ؟!
    هيله ده چي د تيرو ۳۵ کلونو څخه عبرت واخلو او خپلو ملي مقدساتو ته اوليت ورکړو، د پردو ايډيالوژي په دې وطن کي نه چليږي، دا تېر تاريخ ثبوت کړيده.
    صابرارمان

    • قانع صاحب الله (ج) دې دې ډیر عمر درته درکړې چې دافغا نیستان دخاموش اکثریت ترجمنې په ښه ډول وکړې .لکه چې اوس یې هم کوې.
      صا بر ارما ن وروره ! په ګرا ن هیوا دکښې ډیرې بدې پیښې وسوې خوکه مکتبې مړ سویدی ،که معلم ، که عسکر ، که ما مور ،که افسر ، که انجنیر ، سا زما نې ،ګوندې ،کوفرا تیفې ، که ډاکټر…………….دا هرڅه بدې پیښې دنورمحمد تره کې ، امین ……. اودده دډلې ټپلې هغه سخت او توند ظا لما نه او نا پوهانه حرکا ت وه چې ددوی دبا دا رانو په اشا ره (شوروې اتحا د)دخپل اولس او هیواد والو په نا مه دپیر ، سید ، خا ن ، فیوډال ، ملا او نور …..قتل قتا ل ، ظلم ، شیکینجې ، نوکا ن ایستل ………..دا دعسکر ، ما مور او ……….وژنه دا دخلقیانو دډیرو سختو ظلمونو عکسالعمل وو.
      دافغا نیستا ن دبر با دی او……….. لومړی درجه مسولیت دتره کې ، امین کارمل او نجیب بر غاړه دی بیا دګلبدین ، ربا نې ، سیا ف ، مزارې……….پر غا ړه دی.
      ته به پوهیږې چې عمل او عکس العمل سره لا زم دی عمل خلقیا نو کړیدی اوعکس العمل دویمې ډلې کړیدی.
      تاند والو یوه کلمه کنځا مې هم نه ده پکښې کړې هیله ده چې نشر یې کړی . مننه

  12. ښاغلی احمد صمیم، تاسو د پیل په غوږ کې ویده یئ. قانع درته وایي او که تاریخ دې لوستی وي یا لږ تر لږه د شمشتو له استحالې څخه راوتلی یې دا به درته د لمر په څېر روښانه شي چې په پېښور او کوېټه کې چې څومره پښتانه روشنفکران وژل شوي دي ۹۹٪ یې ګلبدین د آی ایس آی په امر وژلي دي. که نور یې نه منې د شپون صیب لیکنو ته مراجعه وکړه چې ورور یې منهاج الدین ګهیځ د ګلبدین په لیکه کې ووژل شو خو حتی شپون د ګلبدین په وړاندې تکفیر شوی وه. خدای ته وګوره لږ مو له سترګو نه پردې پورته کړئ، لږ حیا وکړئ، هزاره ګان وګورئ چې چېرته ورسېدل او ښه یې وکړل، ازبکان وګورئ چې چېرته ورسېدل، هغه بله ورځ مې ولوستل چې دا وخت اته زره او پنځه سوه ازبکان په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړې کوي. لږ له خدای نه وډار شئ، او په دا پښتنو باندې رحم وکړئ، نور نو د قاتلینو، جنایتکارانو، د پردیو د مزدورانو، پلیدانو په لاره مه ځئ. که بد پرې نه وایئ نو لږ تر لږه خو یې ښه هم مه وایئ. زه به ګلبدین څه کړم چې نن راته په کونړ، لغمان، پکتیا، کندهار……. کې مکتبونه ورانوي او همداسې یې هم ړوند او ګوډ ملا درواخله.

  13. تا ند والو !!! دخدا ی دپا ره چې مضمون ولیکو دګلبدین یا نو رو په با ره کښې تا سې یې نه خپروی. که تا سې وروڼه کندوز واله اویا نور ………………پا لی نو موږ خبر کړی موږ به څه نه درته لیکوستا سې دنظر دڅرګندولو په هیله. مننه

    • سلیم احمد صاحب که تاسو د حکمتیار له نظر او فکر سره اختلاف وکړئ، موږ یې په سر سترګو خپروو خو که هسي کنځلې لیکئ، طبعاً چې نه یې خپروو.
      د حکمتیار په اړه پر دې مطلب مو بې شمېرې تبصرې یوازې او یوازې په همدې خاطر خپرې نه کړې چې کنځلې وې. مشکل دا دی چې که ستاسو مخالف ته کنځلې خپرې کړو د حکمتیار پلویان ستا د خوښې وړ کسانو ته ورته سپکې لیکي، ایا هغه هم بیا خپرې کړو؟

  14. قانع صیب پیرزوینی اونیکی هیلی درته وړاندی کوم خدای درته ډیر عمر درکړی قانع تاسو اکثره وخت دجهادی یعنی(پاټکی رهبران جنګ سالارانو) په باره کی لیکنی کوی اوډیریی دقناعت وړ هم دی خومهربانی وکړی چی رهین لعین په باره کی هم څه معلومات لری نو یوه لیکنه پری وکړیږ
    وسلام

  15. حکمتیار ته حامدمیر وايي چې پاکستاني سي بړه کر پاکستاني هی…. زه په باور سره وایم، او هغو خلکو ته یې وایم چې له ناپوهۍ، او یا د کمو معلوماتو له مخې او یا هغه چې اوس نوي را زلمي شوي دي، او له پخوانیو کیسو نه دي خبر، چې په حکمتیار او جنرال حمید ګل کې څه توپیر نشته، خو هغه د افغانانو په قتلونو کې دومره تکړه نه دی او حکمتیار صیب ږیره تل د افغانستان د سر د سړو په وینو غوړوي، چې توره نشي، دی د افغانستان لپاره هغه چنګیز دی چې د سرونو مینار یوازې له هغو پښتنو سرونو جوړوي چې شمله ورسره ښه ښکاري، زه بښنه غواړم،خدای دې راته په خپل لوی رحم عفوه وکړي، یو وخت د حزب اسلامي غړی پاتې شوی یم، خو شکر چې هغه وخت مې عمر ډېر نه و، او قتلونه مې نشو کولی.

    • سیلاب ته دیوقوم سپکا وی ډیر لوی جهل اوډیر لوی حما قت دی !!!!!!!!!!!!!!!!هیله ده چې خبل ځا ن دې په هندا ره کې وګورې !

    • د یو قوم سپکا وی حتا که هغه قوم دیوه لوی قوم څانګه وې دمثا ل په ډول شبیه خیل دتره کې قوم یوه وړه څا نګه ده دا ډیره لوېه خطا او ډیر لوی جهل دی. سیلا به ستا جهل دجهل نه ، دسیلا ب نه دبحر تر اندا زه هم ډیر او لوی جهل دی .که دې دغه دجهل نظر په دې خاطر ښکا ره کړیدی چې ولې دګلبدین دتوصیف پر ځای دهغه بد ویل سویدې.دا زما او ستا تر وس وتلې خبره ده ځکه چې ۳۵ کاله داولس خوله دوهم او وژلو په خا طر بنده وه. زه خو دا وا یم چې یوازې ګلبدین نه بلکې دده ټوله ډله اوحزب ته هغه څه ضرور راجع کیږې څه چې ګلبدین ما ما ته
      راجع کیږې .ځکه چې څه ده کول ډلې ټپلې یې هم هغه تا یید ول. سیلا ب ! تا خپل وخت څه بلکې تا ټول عمر ضایع کړیدی !!!!!!!!!!!!!!!!

  16. په پشتني مينه تولو پشتنو او افغانانو ته سلامونه

    د حكمتيار او د هغه د هم رديفو وخت نور د ژوند اخر سلگي باسي دوي به پريدو د الله ج محكمي ته .
    موژ پشتانه بايد د پسونو عادت پريژدو او د واقعي انساني عقل لار خپله كو نو نه به د اسلامي ايدولوژي او نه به دكومي بلي ايدولوژي شكار كيژو. ديوالي لاره يوازني لاره ده چه موژ پشتانه كوي سي له توري تياري نه وباسي.
    په هيله د يووالي او سمسور افغانستان

  17. هغه زړی خبری به زړو خلکوته پریږدو. زړو خلکو او سیاست مدارانو چی دیرش څلویښت کاله مخکی یی د ځوانۍ په وخت کی سیاست ته مخه کړی وه ، هغه شرایط ځانته وو او ټوله نړۍ په دو قطبونو ویشل شوی وه چی هریوه خپل طرفدار او مخالفین درلودل. د هغه وخت سیاستوالو په نظر هریوه فکر کاوه چی د هغوی لار تر ټولو بهتره او ښه ده او خپل آرمان ته د رسیدلو لپاره هرڅه چی یی ورته ممکن وو او یا د نورو له خوا حمایت کیدل، هغه یی وکړل. اوس تاریخ او مونږ او تاسی قضاوت پری کوو چی دوی څومره غلط شوی وو او یا اشتباه یی کړی وی.دا چی دوی یی جبران کولای شی یا نشی کولی ، په دوی پوری اړه لری.
    اما زمونږ او تاسو شرایط نور هغه نه دی . یوویشتمه پیړۍ ده . د وخت تقاضا بله ده. د پخوانیو له درسونو نه باید عبرت واخلو. خپله ټولنه نوره سره ونه ویشو . بلکی ټول یوالی ته را وبولو. نور خلکی ، پرچمی ، اخوانی ، حزبی او طالب زمونږ منځ کی نشته. یو بل په غیږ کی ونیسو او د کورنیو او باندنیو دښمنانو په مقابل کی واحد سنګر چی هغه د افغانستان یوالی او اسلام دی کلک وساتو. ښوونځی تاسیس او خپل ورونه او ماشومان ورکی شامل کړو . پوهنتونونه له خپلو ځوانانو ډک کړو او په مورنۍ ژبه درس پکی ووایو. یو ځل بیا د خپلو ځوانانو په منځ کی موسی شفیق ، محمد هاشم میوندوال، ګل پاچا الفت، عبدالرووف بینوا، عبدالحی حبیبی ، عبدالشکور رشاد، استاد حبیب الله رفیع ، دوکتور مجاور احمد زیار ،عبدالطیف بهاند ….. چی الحمدالله دا دری ورستی لا زمونږ تر څنګ ژوندی او د وطن خدمتګاران دی، د دوی په شان نوابغ او پوهان ټولنی ته وړاندی کړو. او هغوی چی غواړی زمونږ منځ کی تفرقه واچی له خپلو منځو لری کړو. بریال

    • تا ند والو ورورڼو ! احترا ما ت اودرنا وې مې ومنی. وروڼو ! لیک مې نن در ته ولیکی .څه مې دښا غلې قانع دتشویق دپا ره یو درې جملې ولیکلې . او د صا بر ارما ن پر لیکنه مې یوه کوچنۍ تبصره ولیکله چې په دغه تبصره کښې داخوا نیا نو د کړنو تر څنګ مې د کمو نیستا نو د کړنو یا د اورې هم وکړه. چې په دغه لیکنه نه سپکې سپورې ، نه کنځا وه صرف حقا یق لیکل سویوه. متا سفا نه تا سې لیکنه خپره نه کړه. نه پو هیږم چې ولې ؟
      زه شخصا کنځا ، درواغ ، او قسم اخیستل نه خو ښوم . که تا سې هره بها نه کوی هغه ستا سې کا ردی خوزه دا وا یم چې تا سې هیڅ حا ضر نه یا ست چې د کمو نیستا نو په با ره کې څوک لیکنه در ته وکړې او تا سې یې خپره کړې.
      که تا سې په دغه ډول خوشاله کیږی موږ به نور دخونخوا رو کمو نیستا نو او خونخوارو اخوا نیا نو صفت درته کوو.
      یا دونه :تا سې دتیز ذهنه او تیز قلمه لیکوا ل فعا ل لیکوال ښاغلې قا نع پر دغه تیره لیکنه چې دعبد الو احد طا قت په با ره کې یې کړیده تا سې مهربا نې وکړی دسیلا ب په نا مه دیوه نفر ډیر سخت او بد ه کنځا چې وښاغلې قانع ته یې کړیدې تا سې خپا ره کړیدې.تا سې دورو ستنې نفر لیکنه چې په یوه جمله یې ډیره بده کنځا کړیده وګوری او نوم یې په انګلیسې دا سې لیکلی دی seylaab
      ————————————-
      مسلم صاحب نه پوهېږو چې د چا په لیکنه مو تبصره کښلې او موږ نه ده خپره کړې. امکان لري له دې تبصرې سره یوځای مو خپره وي . دا فکر مه کوئ چې ستاسو تبصرې فوراً د تاند له لوري کتل کېږي . ممکن ستاسو یا بل تبصره لیکونکي تبصره ۱۲ ساعته وروسته وکتل شي.
      مننه چې د قانع پر لیکنې د نامناسبې تبصرې خبر مو راکړ. فوراً به یې لېري کړو. تبصرې زیاتې لیکل کېږي ځیني وخت نامناسبې تبصرې راڅخه خپرېږي.
      هیله ده چې ستاسو په شان نور لوستونکي به د دا ډول تبصرو د خپرېدو په صورت کې ژر خبر راکړي څو ژر حذف شي.
      کور مو ودان اوسه

      • ښاغلی قانع جا نه سرلوړی او خوشاله اوسې.متل کې وایې : پا ڼه دملنګ سوغا ت دی.نودغه زما وتا سې ته سوغا ت دی (ژوندژوند ژوند ژوند)او قانع صا حب ابا داوسې
        صا بر ارما ن وروره ستا سې پر نظر زه موا فق یم خو یوڅه پر زیا توم : تا سې لیکلې چې پا کیستا ن او ایرا ن زموږ په مقد سه خا وره کې وحشت د خپلو لا س پوڅو په وا سطه اختراع کړیوو.
        خو دغه دوحشت اختراع لومړی ځل شوروې اتحا د دخپلو لا س پوڅو (خلقیا ن او پرچمیا ن) په وا سطه اختراع کړیوو.
        کیدلا ی سې چې ستا څخه به دغه وروستنی پا راګرا پ چې ما ولیکی هیر سوی به وو .
        موږ با ید حقا یق ووایو
        مننه

        • صا بر ار ما ن وروره !!! خدای دې ژوندی لره
          او الله (ج) دې دملې فکر او وطن پال هیوا دوال ژوندې او سر لوړې لرې
          مچا ن (دپردیو ګوډاګیا ن اوګا ونډیانو لاس پوڅې) که په چپیا نو کښې وې که په راستیا نو کښې خدای دې یې لومړی اصلاح کړې که یې داصلاح نصیب نه وې الله (ج) دې یې نیست او نا بود کړې. امین.

  18. وطن مو وران سو !
    هر چا چي پدې وراني کي برخه اخيستې ده ، افغانا او جهانيان يې ښه پيژني . د افغانستان د ورانولو شعوري او غيري شعوري ،اکتيف او فاسيف فعالين په خپلو کړو پښېمانه دي ، او ځينو ته يې فکر کوم شرم او حيا پاته ده،چوپ ناست دي او نور د فعال سياست څخه ليري ګرځي،خو يو شمير يې بيا دومره بې حيا دي چي هيڅ ملامتي نه مني بلکي د تير ۳۵کلن اور ايرو ته پيک وهي او ځانونه (د ورانولو ،جنسي تجاوزونو ،قتلونو او د افغاني نوامسو ليلامولو…)قهرمانان بولي.
    د تاريخ حافظه ابدالابد دا د وحشتونو سپين سترګي او بې حيا شهکاران نه هېروي !!!
    د افغانستان خلګ ملي وحدت ته د اوبو او هوا په شان ضرورت لري ،خو کوفته او مچان بايد جدا وي !
    جنګي مجرمين او د اجنبي استخباراتو لاسپوڅي د مچانو حيثيت لري ،افغانان خپل خوندور خواړه (کوفته) په مچانو نه مرداروي،هيله ده چي ټول د ملي فکر خاوندان ،هر وخت د پردو تالۍ څټي په خپلو ورځنيو مجلسو کي رسوا کړي.
    صابر امان

  19. قانع صاحب سلام !
    ستا د سوال چي څوک بايد خپله ماضي جبيره کړي، جواب داسي دی چي هرچا چي په دغه ٣٥ کاله کي د وطن او
    خلګو سره خيانت کړی وي، وژل او ورانول يې کړي وي، د خلګو او وطن مالونه يې چور کړي وي، د علم او پوهي
    مخه يې نيولې وي، د اسلام د نوم څخه يې ناوړه ګټه پورته کړي وي او د دښمنانو په لمسون يې د هيڅ رنګه جنايت څخه مخه نه وي ګرځولې، نو دا ټول بايد که اوس چيري د خپلو کړو څخه پښېمانه وي او په رښتيا سره غواړي چي
    خپله ما ضي جبران کړي بايد اعتراف وکړي چي کوم جنايتونه يې کړي دي او د وولس څخه بايد بخښنه و غواړي ،زه
    پوهېږم چي تا د ګ ح د ليک په غبرګون کي ليکلي دي چي څوک بايد جبيره وکړي کرزی که ګ ح ؟ اما زما جواب
    مشخص و دغه سوال ته دادی چي دواړه اما عمومي جواب پورته جواب دی ٠اوس زما يو سوال دادی چي ته کرزی
    تر ګ ح او طالبانو دافغانستان په ګټه ګڼې؟ فکر نه کوې چي دوی درې واړه د يو ځای څخه چي ای اېس ای دی رهبري کيږي؟ ايا دا کرزی نه دی چي د ګ ح او طالبانو بيرته راتګ ته زمينه جوړوي؟ کرزی به په ښکاره په وژلو
    او ورانولو کي دخيل نه وي ولي دپردې شاته د ارکسټر لرګي دده په لاس کي دي او د ای اېس ای کمپوزونه ږغوي
    او د ای اېس ای په هر کمپوز کي بايد د افغان وينه توئ سي، کوريې وران سي، پول يې ويران سي، مکتب يې په بمونو
    والوزي، فاسد خلګ په هر قېمت چي کيږې بايد پر هغه ډېرو اساسو پوستونو باندي و ساتل سي او کاشکي تنها ای اېس ای وای د ايران او روس خيال هم د مرګ تر حده ساتي ، د بېلګي په توګه ته رهين ته وګوره څوځله په فساد تورن سوی دی چي دا وروستي ځل د يو مليون ډالرو په درغلي تورن سو همداسي يې خبره پټه کړه ، څومره تورن سوی دی
    چي نفاق ته لمن وهي او د پښتو سره خاص تضاد لري، خو کرزي ساتلی او حمايه کړی دی نو زه په اخره کي دا
    وا يم چي ګ ح او طالبانو خلق او پرچم ،ټلوالي او سياف که خلګ وژلي دي جناب کرزي او د هغه فاسدي ادارې
    دافغانانو ارمانونه او هيلي قتل عام کړې دي دوی بايد ټوله محاکمه سي ٠

  20. څه نه شم لیکلای ډیر عیب راته معلومیږی که یی ولیکم نو زما او دقانع او ددغو تاید والا په مابین کی څه فرق شو خو دغه بعضی کسان زه پیزنم مخامخ خبری به ورسره وکړم چی دوی په اول کی څوک وو او اوس څوک دی ددوی هدف څه وو او تر اوسه څه کوی

  21. To The Editor of Tand
    I have registered my comments on Mr Qaneh”s Article regarding, Hekmatyar, Can I ask you, why was it not on the comments page. Or you don’t like people who write the truth.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب