جمعه, مې 3, 2024
Homeادبد کانډوليزا رايس د خاطرو کتاب/ ګل رحمن رحماني

د کانډوليزا رايس د خاطرو کتاب/ ګل رحمن رحماني

   دامريکا دبهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې کانډوليزا رايس دخپلو يادښتونو په نوي خپاره شوي کتاب “له دې لوړ افتخار نشته” کې، چې يوه زياته برخه يې دمنځني ختيځ حالاتو او په ځانګړي ډول په بهرنيو چارو وزارت کې ددې دندې په مهال حالاتو باندې بحثونو او ځينو حقيقتونو ته ځانګړې شوې، ددې يادونه کړې، چې په ٢٠٠٨ زېږديزکال کې يې داسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ دسولې تړون نهايي اورسمي کړى و.

     نوموړي چې دجورج ډبليو بوش دولسمشرۍ په مهال دبهرنيو چارو وزارت مسوليت وردغاړې و، تر وسه وسه يې هڅه کوله ، چې دخپلو دېپلوماتيکو هڅو په لړ کې زيات وخت داسرائيلو دوخت دلومړي وزير اېهوداولمرت او دفلسطين دخپلواکې ادارې دمشرمحمود عباس دسياسي نظرياتو نږدې کولو ته ځانګړى کړي.

     ميرمن رايس په دغه موده کې په ځلونو ځلونو د امريکا او اسرائيلو ترمنځ سفرونه وکړل، فلسطين ته لاړه ، په خپل کتاب کې وايي، چې ددې منډو ترړو په ترڅ کې لومړى وزير اېهودالمرت دې ته حاضر شو، چې په ٢٠٠٨ کال کې دسولې او خبرو لپاره غاړه کېږدي، خو له بده مرغه چې زيات غفلت يې وکړ او فکر يې نه کاوه ، چې يوه ورځ به ددې په څوکۍ داسې څوک راځي چې دا خبرې به ورته هېڅ ارزښت ونه لري.

 دې دخپلو يادښتونو او خاطرو په کتاب کې همدا راز ليکلي چې : اېهودالمرت ددې دبيا بيا ورتګ په پايله کې دې ته حاضر شو، چې په راتلونکې لېدنه کې له محمود عباس سره وګوري او خپل ارضي وړانديزونه ورته مخامخ څرګند کړي .

   رايس وايي چې المرت په خپله وعده وفا وکړه او په راتلونکې ليدنه کې ، چې دفلسطين دخپلواکې ادارې له مشر محمودعباس سره يې اورشليم په ښار کې دالمرت په کور کې ترسره شوه ،همغه وړانديزونه چې ماته يې کړي و ، محمود عباس ته وړاندې کړل.

ددې په ليکنه ، چې المرت په دغه حساسه ليدنه کې خپله دمحمود عباس په وړاندې ورسره راوړې نقشې وغوړولې او هغه ته يې په خپلو ګوتو دځينو کرښو له کښلو وروسته په ډاکه کړه ، چې حاضر دى دباخترى تړانګې ٩٤ سلنه بېرته فلسطين ته ورکړي او ددې ترڅنګ حاضر دى،  چې شپږسلنه نوره پاتې خاوره هم دځمکو دتبديلۍ په لړ کې دسرا‌ئيلو په شمال او سويل کې هم فلسطين ته وسپاري .

   مېرمن رايس وايي ، چې دالمرت دغه نرمښت ددې له پاره ترهغه وړاندې هر اسرا‌ئيلي مشر په پرتله ددې لپاره دتعجب وړ و، دا په خپل کتاب کې ليکي، چې اېهودالمرت ښاغلي عباس ته ومنله،  چې لوديځ اورشيلم به داسرائيلو پلازمېنه او ختيځ به دبيت المقدس په نامه دفلسطين دخپواکه هېواد پلازمېنه وي او اورشېلم ښاروال به هم هلته دمېشتو يهودو ياعربو له سلو څخه درايو په اکثريت ټاکل کېږي .

   دا ليکې چې مافکر کاوه چې د (دوه ملتونه ، دوه هېوادونه ) کړنلاره ډېره سره نږدې شوې، خو ځينو انديښنو يې دغه هيلې پوره کېدو ته پرېنښودې، هغه ځکه چې محمود عباس دالمرت دټينګار سره سره دې ته حاضر نه شو چې دالمرت دا سخاوتمندانه پرېکړه ومني ، المرت چې په همدې غونډه کې يې له عباس څخه دتړون لاسليکولو تمه درلوده، دهغه له منفي ځواب او رد سره مخ شو .

   دا وايي، هغه مهال چې دالمرت دحکومت وروستۍ اونۍ وې،ولسمشر جورج بوش يو ځل بيا په محمود عباس ټينګار وکړ، چې دغه وړانديزونه ومني خو نور امريکا درک کړې وه، چې ددوى دغه وړانديزونه نور فلسطينيانو ته کوم ارزښت نه لري .
تر دې وروسته لومړى وزير اېهود المرت دهغو مالي تورونو په اساس چې دده دلومړي وزارت له څوکۍ دوولس کاله وړاندې مودې سره يې تړاوو درلود او داسرا‌ئيلو په رسنيو کې بې له کوم لاسوند نه راپورته شول ، دده حکومت ته دپاى ټکى کېښود او يواځې درې کاله وروسته يې محاکمه پيل شوه.

    مېرمن رايس دخپلو خاطرو په کتاب کې ډېر په ياس او ناهيلۍ سره ويلي دي چې:(اوس چې ٢٠١١ کال دى او زه خپلې دغه خاطرې ليکم وينم چې موږ داسرائيلو او فلسطين ترمنځ له خبر څومره شاته راغلي يو او دا امکان موڅومره له لاسه ورکړى .)

دکاندوليزا رايس دغه کتاب چې په ٧٣٤ مخونو کې چاپ شوى، دفلسطين _اسرائيلو ترمنځ دخبرو دلوړو ژورو ترڅنګ په  ډېک چينې هم له ګڼو نېوکو نه ډک دى.

هغې ډېک چينې ته د( افراطي سياستوال ) نوم اخيستي او دى يې هغه کس بللى چې له زړه نه يې په ښه ډول دامريکا جمهوري رياست ته خدمت نه دى کړى.

   دې دوخت له ولسمشر جورج بوش سره خپلو شخصي ستونزو او اختلافاتو ته هم اشاره کړې، چې يوه تر ټولو جنجالي موضوع يې د ٢٠٠٦ کال هغه پېښه ياده کړې ، کله ولسمشر بوش عراق ته دلازياتو سرتېرو په استولو ټينګار کاوه، خو ددې غوښتنه داوه چې دعراق په ښارونو کې مېشت سرتېري دې له ښارونو نورو سېمو ته راويستل شي .

    ياد کتاب تر ډېره دمنځني ختيځ او اسيايي هېوادونو په اړه دامريکا له ډېرو پټو او ښکاره پلانونو پرده پورته کوي او اغلې راييس دبهرنيو چارو دوزيرې په حيث ځينې هغه پټو ماموريتونو ته اشاره کوي، چې دې ته ورسپارل شوي و او يوه مهمه موخه يې دپخوا په څېر له اسراييلو څخه امريکا کلک ملاتړ او دفلسطين ګوښه کول وو .

پاى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب