د پېښور په بورډ سیمه کې اوسېدو، د روژې مبارکه میاشت وه، ښار ته د یوڅه کار لپاره تللی وم، کور ته په لار را باندې د ماښام اذان وشو، له سړک نه د تېرېدو لپاره له ځمکې لاندې لارې (زېرمیني) ته ور ښکته شوم، د ورځې پرمهال په دغه لار ډېره ګڼه کوڼه وي خو دا وخت خاموشي وه، د زینې په منځني پوړ کې یو ماشوم چې ایله به اوه کلن و، ببر سر، لوڅې پښې او شلېدلې جامې په ناستې ویده و، مخې ته یې یو زوړ پتنوس ایښی، په پتنوس کې څلور پیرکي پراته و.
ماشوم د خوب څپې له ځان سره وړی، ګرېوان یې په اوښکو لوند ، په مخ یې د اوښکو لیکې له ورایه ښکارېدې، مخې ته یې کښېناستم، حیران شوم چې څنګه یې له خوبه راويښ کړم، تیاره هم ډېره خپره شوې وه، ویره راسره پیدا شوه:
که دغه ماشوم تر ناوخته همدلته پاتې شي، کور ته تګ به یې ستونزمن شي او له خوبه پاڅول یې هم راته مشکل و.
په همدې سوچ کې وم، ماشوم ورپیده، له خوبه را ویښ شو، له سترګو یې بیا د اوښکو لیکې را ماتې شوې، په ژړغونې اواز یې وویل:(( ماما څو دانې اخلې، کور ته ځم، ناوخته شو، مور مې پقاریږي.))
دې خبرې ګونګی کړم، حیران، حیران مې ورته کتل، خو څه مې نشو ویلی، ماشوم بیا وویل:(( ټول په څو روپو اخلې؟ خیر دی ماما، دا واخله کنه!))
له ځنډ وروسته مې له ماشوم سره خبرې پیل کړې، دغه ګلالی خالد نومیده، په معصومانه ژبه یې راته د خپلې کورنۍ کیسه داسې بیان کړه :(( یوه مې مور ده او دوه مې خورګاني دي، زه دا پیرکي خرڅوم، دومره پیسې کیږي چې ډوډۍ پې واخلم، بیا یې له چي سره خورو))
خالد ته د خپل پلار کیسه هم لږ یاده وه، هغه ویل: (( مور مې راته وايي چې پلار دې تجارت کاوه، په کابل کې یو قوماندان و، زما پلار نه یې پیسې واخیستي او پلار یې راته مړ که، زنداد ( زرداد) نومیږي که زه غټ شوم ولا که یې پریږدم))
خالد له خپلو خلکو او هیوادوالو ګیله کوله چې هیچا یې پوښتنه نه ده کړې، مرسته یې ورسره نه ده کړې او ان یو شمېر کسان پرې لا غصه کېږي چې ولې په لار کې ناست دی.
خالد د خپلو ستونزو سره سره بیا هم یوازې د ځان په غم کې نه و هغه راته ویل:(( که خدای پاک ډېرې پیسې راکړې، ټولې به غریبانو ته ورکړم، چې ځانته پې ډېر شیان واخلي.))
آی کاش! هغه کسان چې د همدې ولس له برکته یې ژوند ښه شوی د خالد په څېر احساس درلود ای.
آی کاش! هغه کسان چې ځان د دې ولس خواخوږي او ریښتیني مشران بولي د خالد په څېر د خپل بېچاره او مظلوم ولس غم ورسره وای.