سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+پېټک (مخ پېټک) اسدالله بلهار

پېټک (مخ پېټک) اسدالله بلهار

زموږ په سیمه کې او ښايي د پښتنو په ډیرو سیمو کې به د مخ پېټک، یا پیټک دود لا هم ژوندی وي.. .
د دغه دود په اړه د پښتو لغت (دریاب) مولیفنو قلندر مومند او فرید صحرايي د خپل دغه لوی اثرپه ۳۰۰ مخ کې داسې کښلي،
پېټک:(پې – ټک) اسم – واحد – مذکر- د ناوې مخ کتنه یا څرګندونه – (۲) د غوږ او تندي تر مېنځه اچولی کیدونکی کالی –(۳) د ماشوم د پیدایش په موقع ور کیدونکې تحفه.
همدا ډول بل مشهورپښتو سیند ( زاهد پښتو- پښتو سیند) چې د افغانستان علومو اکادیمی د پښتو څیړنو نړیوال مرکزله لوري د عبدالقیوم زاهد مشواڼي په زیار کښل شوی د پېټک تعریف په اړه په ۱۹۲ مخ هم داسې معلومات وړاندې کوي:
پېټک ( نر.م. ۱)مخ روڼی د ناوې د مخ ښکاره کولوپه وخت کې څه ورکول( مخ پېټک)؛۲) د ښځې ګاڼه؛ ۳) نوي زیږېیدلي ماشوم لیدو ته څه وروړل.
اوس به خپلې اصلي خبرې ته راشم. په دې اړوند به خپلې خاطرې درسره شریکې کړم.
لومړۍ خاطره
ـــــــــــــــــــــــ
د ۱۳۶۴ کال د ښوونځیو دوبنۍ رخصتیوي وي. زه لکه د نورو کلونو په څیر له غزني ښارڅخه د خپل کلي په لوري د مور، پلار او کاکاخیلو لیدو ته لاړم. یوه ورځ له مرحوم مدیرصاحب محمدهاشم خان عثماني چې هغه مهال په سردی کرنیزه پروژه کې په رسمي دولتي دنده بوخت و. سره په موټرسیکل سپوروم او د چاردیوال د کانونو ته لاړو.
د جګړې کلونه وو، دکانونه هم ډیر نه و. ناڅاپه د سیدحسن په نوم یو ځوان چې ما هغه مهال مې نه پیژاند، خو دولتي دنده یې د سردې په کرنیزه پروژه کې موټرواني وه. دی شوخ طبعه، ټوکي، خنده رویه ځوان و. د مرحوم مدیر صاحب هاشم مخي ته ودریده او ورته يي وویل: سیخامخ زما کورته درځه!
هغه ورته وویل: ولي څه خبره ده؟
– میلمستیا مې کړې مدیر صاحب هاشم ورته وویل: نه درځم سیدحسن کاکا تر قسمونو لاندې شو. بیا یې هغه ته وویل: درځه خو له سپورخورګي د شونډو پترې نیولي دي دا یو نن خو یې زما په دسترخوان مکلفه ووهه، چې تر بل کاله پورې دي ګذاره وشي… هالته لاړو، د ټوکو ټکالو مجلس روان و. چې چیلمچي او بدنۍ را ورسول شول، لاسونه پریمینځل شول، دسترخوانونه هوار او شیبه وروسته، د ښوراوو کاسي، د وریژو غوري او مجمې، د مستو وړوکي کاسې هم را وړلې شوې. تازه پیاز- ګندنی – سرې ملۍ او هغه د چا خبره سلاد او… هم تر دستوخوانه پورې راغلل، د خوړولو قومانده هم صادره شوه.
سیدحسن کاکا، شیبه په شیبه همدا خبره کوي میلمنو ډوډۍ به ښه خورۍ، څه چې تیار وي هغه دي یار وي.
کله چې ډوډۍ وخوړله شوه. د لاسونو د بیا پریمینځلو له پاره بیا چیلمچی اوکوزه راوړل، یوه بل ځوان په شکاره کې د وچو میوو څو دسمتالونه هم را ورسول. اوشکور یې د کوټې په منځ کې کیښود. هغوئ چې نه وو خبر اک پک شول. په کوټه کې ښي لاس ته ناست لومړني سړي چې څنګه لاسونه ومینځل له خپل ځایه راپورته شو او د شکاره له منځه یې د هر میلمه مخې ته د میوې یو، یو دستمال کیښود. څو کسانو ورڅخه پوښتنه وکړه خیریت دی؟ څه خبره ده؟ خو څو پوره معلومات یې نه ورکول. همدا چې نوموړي د ټولو مخې ته دسمتالونه کیښودل، خپل دستمال یې هم واخیست له دې سره یې له جیبه سل افغانۍ را ویاستي او په شکاره کې یې واچولي او په لږ لوړ غږ یې وویل: سیدحسنه! دا دي د زوی پېټک او بیا له کوټې ووت، ورته کار یوه بل میلمانه هم وکړ. ورپسي یوه بل هم یوسلګون شکاره ته ور واچاوه.
همدا سې یوه یوه دا کار کاوه، ماته مرحوم مدیر صاحب هاشم خان مخ را واړاوه او راته یې کړه، له تا سره پیسې شته؟
– هو شل روپۍ خو شته!
ـ شل کمی دي. درۍ شلګونان یې نور هم راکړل راته یې وویل: اوس خو د ننګ او بې ننګې خبره ده.
سیدحسن په خندا خندا کې ویل: مه کوئ د خدای پار دی، زما مقصد خو داسې نه و. دا نو څه معنی یوچرګ هاغه په زر روپی شو.
یوه د پاخه عمر میلمانه ورته وویل: لعینه، یو چرګ تر اویا اتیا پورته نه ده. خو چل دي وکړ. الله دي زوی درته نیک او صالح لوی کړي. یوه دوه ناخبره ځوانان مې ولیدل چې له خپله ځایه هم ونه ښوریدل او یو ډول د شرم احساس یې هم کاوه. د پېټک له ورکولو وروسته، ډیری میلمانه را ووتل اوڅوک چای څیښلو ته پاته نه شول. زما تر اوسه پورې هغه ځوانان نه هیږیږي چې خولې پرې را ماتې وي او هیڅ نه پوهیدل څه وکړې.ځکه پیسې یې نه لرلي.
دوهمه خاطره
ــــــــــــــــــــــــــــــ
د ۱۳۷۰یم کال ژمی دی زه له خپل همځولي او د هډې کلي اوسیدنکي مرحوم محمد منګل نومي ځوان سره د ده یک ولسوالي اړوند له بالای کلي څخه شاوخو لس نیمې بجې د ده یک ولسوالي ښادې کلا لوی جومات ته د د مې جوړولو او ځان تودولو په مقصد ور ننوتلو. په جومات کې ډیری ناست کسان منګل نومی ځوان پیژندل، هغوئ هم دی پیژاند، د هډې او ښادې کلا کلیوال په خپلو کې خیښي، دوستي او اړیکې سره لري. دوئ په مړي او ژوندي کې تګ راتګ سره کوي. ګلاب اکا مارزک کاکا او غلام حضرت اکا چې اوس درۍ واړه وفات شوي دي د ښادې کلا د لوی جومات معزز سپین ږیري وو. موږ د کلیوالو له خورا ښه چلند سره مخ شوو. ګلاب اکا یوه ځوان ته وویل: لاړ شه دوئ ستړې دي توود چای له ناشتې سره راوړه!
په دې وخت کې د وره غنګ شوو. یوه ځوان ګلاب اکا ته وویل: کاکا راځئ نور میلمانه را رسیدلي دی. ځوان لږ وړاندې راغی، همدا چې په منګل یې سترګې ولګیدې نو یې پرې غږ کړ. اوو یاره! ته له کومې خوا؟ بیا یې ورسره په غیږ جوړ پخیر وکړ. له ما سره یې هم ورته د غیږې ستړې مه شي وکړه. ځوان زموږ همځولی و. منګل او ماته یې وویل: درځئ! منګل ورته وویل:
ـ موږ خو هډې ته روان یوو. نه درسره ځو.
ـ پلار به دي هم راسره ځي. دا څه خبره ده.!
ـ یه وروره! زمی دی هسی نه چې بیا اوریا سي. تاسې خپل میلمانه عذر کړئ
– د خوشحالي میلمستیا ده. وراره مې پیدا دی، نوم یې ږدو. له دې خبرې سره ګلاب اکا هم وویل: درلټیږئ. نور نو ته واښا ځنډ نه دی په کار… موږ هم ورسره روان شوو. کوټه کې سپین ږیري یوې خواته، ځوانان بلې خواته او تنکي ځلمیان یوې بلې څنډې ته ناست وو. کوټه توده او ګڼه ګوڼه په کې ډیره وه. دلته مو بیا هم له ټولو سره جوړپخیر وکړ. د کاله مشر هم خورا ښه روغبر را سره وکړ، ګلاب اکا د مجلس لوری یوه شیبه کې په بله خوا واړاوه. په لوړ غږ یې دا سندره پورته کړه:
ما د کابل د لارې ګل کړې
ارمان دی ارمان
دنیا فاني ده
و چاته پاته ښکلي ځواني ده
چې مال مې نه خورې مسافر مې بویوینه
له دې سره په کوټه کې چوپیتا خوره شوه. هغه څو شیبې همدا سندره زمزمه کړه. وروسته د لاسونو د مینځلو له پاره اوبه راوړلې شوې. لاسونه ومینځل شول د سترخوانه ویړ شول. د ښورا کاسې را ورسیدې له ما او منګل سره یو بل پیړ سړی په کاسه برابر شوو. غوښه یې په پاستو کې پیچلې وه او په هره کاسه به یې یوه برخه د میلمنو مخې ته ایښوده. کله چې ډوډۍ وخوړله شوه په یوه لوی پتنوس او شکاره کې هغه دستمالونه هم راوړل شول کوم چې په کې وچه میوه غوټه وه. په دې دستمالونو کې وچ توت، سنځلي، نخود او پتاسې او یو نیم نقُل وو. د کاله یوه ځوان د هر ناست ملیمانه مخې ته همدا دستمالونه ایښودل او د ستمال اخیستونکی به هم ورسره سمدستی له جیبه لسګون – یا شلګون یا هم تر دی ډیرې پیسې د پېټک په نوم شکاره ته ور اچولې.
په دغه وخت کې مې ورو منګل ته وویل: – پیسې درسره سته کنه؟
ـ هو ماسره خو سته.
ـ ماته ژر یو څو روپۍ را کړه. کنه دې پزې پرې کیده دي. دا څه حال دی؟
ترڅو چې د شکاره ځوان تر موږه پورې را رسیده، منګل دیرش افغانۍ راته وسپارلې. ناړې مې تیرې شوې او د عالم له شرمه وژغول شوم. کله چې مو دستمالونه را واخیستل زه او منګل هم په بیړه له نورو کلیوالو سره را وواتو له ګلاب اکا سره مو خدای پاماني وکړه او د هډې په لوري را روان شوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب