تنظیمونو تازه وطن فتحه کړی و، هر څه ورته غنیمت ښکاریدل. لکه د دوی اصلي وطن چې له پولې اخوا وي، له ده ځایه یې هر څه اخوا اړول. د جلوزو د کیمپ بازار ته د ننګرهار د فارمونو زراعتي غواګانې را ورسېدې.
غواګانې به د سړک په غاړه ولاړې وې،په ملا به یې ورته شړۍ اچولې وې، مخ کې به یې شنه واښه انبار پراته وو، خو هغوی ته لکه چې پردي ماحول خوند نه ورکاوه، اخوا دیخوا یې حیرانې کتلې او وښو ته یې سر نه ښکته کاوه.
شاوخوا ټول خلک یې د خپل وطن وو خو احساسات یې پردي شوي وو.شاید دوی همدې ته هم فکر وړې وې. غواګانو خوراک نه کاوه، ورځ په ورځ ډنګریدلې. د دې څارویو اخیستلو ته به ډله کسان ولاړ وو.
په هغه ورځ زه هم راغلم. یوه دنګه او پلنه غوا ولاړه وه، سر یې ځوړند نیولی و،شاید ننګرهار یې یادیده، شاید چپاولګرو ته په فکر کې وه، شاید هغه ورته له حیواناتو هم پست ښکاریدل او شاید… زما سترګې په همدې غوا نښتې وې، یوه رمباړه مې تر غوږ شوه، شاته مې وکتل. یو تن لکه د شړشمو چینه کې یې چې لمبلي وي، ويښتان یې لمر ته ځلیدل،په تورو اوږدو ګوتو کې یې بیشماره ګوتمۍ اچولې وې،ښي لاس کې یې توره کړۍ وه چې د لاس له پوستکي سره یې په اسانۍ توپیر نه کیده، او په کیڼ لاس کې یې ژیړ ساعت لمر ته پړکیده.
هغه د غواګانو پلورونکي ته وویل: بې ایمانه مهاجره! تا خو ویل ۳۰ کیلو د ورځې شوده کوي، دې خو چیلۍ قدرې پۍ هم ونکړې؟ سوداګر خپلې بې ایمانۍ ته دلایل لټول، خو د غوا سترګې ډنډ وې، شونډې یې خوځېدلې او شاید دا یې ویل: لا مې خیټه کې د ننګرهار آب و دانه شته، دومره حرام نمکې نه یم چې پردي مې شیدې وڅښي.
محمد نعمان دوست، جلال اباد د زمري ۱۰مه،۱۳۹۲
Good Job!
د نعمان صاحب لیکنې، لنډې ګنډې او پیغام لرونکې دي او فکر کوم لیکنه چې له ژور احساسه لیکل شوې وي، د لوستونکي زړه ته رسیږي. مننه.