جمعه, اپریل 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسآی پي پته / وسیم پکتیاوال

آی پي پته / وسیم پکتیاوال

په نيټ ورک کې دوې پتې ډېري مهمي دي لومړۍ د کمپيوټر او آلې پته چې Node  پته يا Host ID ورته ويل کېږي، دويم د لاجيکل نيټ ورک پته يا نيټ ورک ID  چې نيټ ورک يې پېژني. TCP/IP په نيټ ورک کې د کمپيوټر يا آلې د پېژندنې لپاره کارېږي، Host ID او نيټ ورک ID  ته IP پته ويل کېږي. IP پته د څلورو تشيالونو (خانو) ټولګه ده چې هر تشيال د Binary System پر بنسټ ٨ بيټه لري، د همدې اتو بيټونو په وجه د هر تشيال ارزښت له صفره (٠) نيولې تر ٢٥٥ پورې رسېږي. د IP پتې تشيالونه يو له بله په ټکي Dot  سره بېلېږي، لاندنيو څو بېلګو ته ځير شئ:

192.168.0.1
200.100.25.5
5.85.29.125

IP & Classes

د IP پته پر بېلابېلو ټولګيو ويشل شوې ده، د همدغو ټولګيو پېژندنه د IP پتې له لومړي تشياله تر لاسه کېږي. لاندني جدول ته ځير شئ!

 

څو خبرې ياد وساتئ!

١. د نيټ ورک ID هيڅکله 127  نه ليکل کېږي.
٢.  د نيټ ورک اوهاسټ  ID دواړې صفر 0 يا 255 نه ليکل کېږي.
٣.  په هيڅ نيټ ورک کې دوې د هاسټ  ID نه ليکل کېږي.

 Subnet Mask پته

دا هم د IP په ډول له څلورو تشيالونو څخه جوړه ده، د سب نيټ ماسک په مرسته او د IP له پتې د نيټ ورک ID او Host ID معلومولاى شو. د Default Subnet Mask د A,B,C کلاسونو تفصيل په لاندني جدول کې ليکلى دى. که د IP پته w.x.y.z وي، سب نيټ ماسک يې په Host ID او نيټ ورک ID بدلوي.

 

هاسټ او نيټ ورک ID

له IP پتې د هاسټ او نيټ ورک ID معلومولو لپاره هغه په Binary نظام اړول غواړي، په Binary نظام اوښتي شمېرې په 0  او  1  ليکل کېږي. IP  پته په Binary نظام تر ليکلو وروسته د ٣٢ هندسو يوه شمېره په لاس راځي همدا ډول سب نيټ ماسک په Binary نظام تر ليکلو وروسته هم د ٣٢ هندسو يوه شمېره په لاس راځي. د نيټ ورک ID معلومولو لپاره لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:

١. IP پته په Binary نظام وليکئ.
٢. تر هغې لاندې نيټ ورک ماسک هم په Binary نظام وليکئ.
٣. د پورتنيو دوو نظامونو شمېرې پر AND پاى ته ورسوئ.
٤. له AND څخه تر لاسه شوې عامه شمېره په (اعشاري نظام) وليکئ همدا د نيټ ورک ID ده.

داسې وګڼئ چې IP مو 212.68.85.152  او نيټ ورک ماسک مو  255.255.255.0  دى له دغو دوو څخه د نيټ ورک ID په لاندې ډول معلومولاى شو:                        

 د هاسټ ID معلومولو لپاره لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:

١. IP  پته په Binary نظام وليکئ.
٢. تر هغې لاندې نيټ ورک ماسک هم په Binary نظام وليکئ پر NOT يې پاى ته ورسوئ.
٣. د پورتنيو دوو نظامونو شمېرې پر AND پاى ته ورسوئ.
٤. له AND څخه تر لاسه شوې عامه شمېره په (اعشاري نظام) وليکئ همدا د هاسټ ID ده.

1 COMMENT

  1. سلامونه!
    پکتیاوال صاحب مننه د نیټورک اړوند مو اړین مالومات لیکلي دي. خدای دې وکړي چې خپلو لیکنو ته په دې برخه کې ادامه ورکړئ.
    یوه وړاندیز لرم، هیله ده چې تخنیکي ټرمینالوجي په خپل ځای وساتئ او له ژباړې یې ډډه وکړئ. تاسې ته مالومه ده چې اوس کمپیوټر ساینس په افغاني ټولنه کې د زده کړې لپاره پراخ امکانات لري او دا ټول امکانات په انګریزي ژبه دي. نو په پښتو کې باید موږ داسې کلیمې هغه تخنیکي ترمینالوجي ته جوړې نه کړو چې د دې څانګې د محصلانو لپاره نا پيژندل شوې وي. لکه ستاسې په لیکنه چې د اوکتت لپاره تشیاله (خانه) لیکل شوې. اول د اوکتت ژباړه (خانه) نه دی او بل تشیاله هیڅ خوندور وی نه دی چې د خانې په ځای ولیکل شي.
    اوکتت د لاتیني اتو څخه اخیستل شوی او مطلب یې دا دی چې څلور اته ییزې باینري ټولګې. یعنې د آی پي پته د څلور اته ییزو باینري بیټونو څخه جوړه شوې. نو ځکه د تخنیکي لحاظه اکتت په خانه نه شي ژباړل کېدلای.
    یو بل وړاندیز: دا کوم تشریحي مثالونه چې تاسې ورکړي د دې لپاره تیار جوړ انځورونه په انټرنیټ کې موندلی شئ، ښه به وي چې له هغو څخه په لیکنه کې کار واخلئ. تر څو د کمپیوټر ساینس د څانګې علاوه نور لوستونکي هم ترې ګټه واخلي.
    بس تمه ده چې ستاسې نور لیکنې هم ولونم.
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب