تاند – د میټا شرکت ځیرکې عینکې لا تر اوسه د “سوپر انټلیجنس” یا فوقالعاده ځیرکتیا کچې ته نه دي رسېدلي، خو د ټکنالوژي دا لویه کمپنۍ وایي ډېر ژر به دې هدف ته ورسېږي.
مېټا د «ریبان» نوې ځیرکې عینکې نندارې ته وړاندې کړې دي چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ کار کوي. دغه عینکې اوس ټول نوي پرمختګونه لري؛ تر ټولو په زړه پورې ځانګړنه یې دا ده چې یو کوچنی سکرین لري چې پرې ویډیوګانې کتل کېدای او پیغامونه لوستل کېدای شي، او همداراز یو مټبند (wristband) لري چې د لاس د حرکاتو له لارې عینکې کنټرولوي.
د ځیرک ملفون بدیل؟
نوې AI عینکې کوچنی سکرین او د عصبيمټبند (Neural Band) لري چې د انسان د لاس ډېر نازک حرکات درک کوي. له دې لارې کاروونکي کولای شي یوازې د لاس په خوځښتونو عینکې کنترول کړي.
د میټا اجرايي رييس مارک زاکربرګ وویل: کاروونکي کولای شي یوازې د “ناڅرګندو خوځښتونو” په مرسته مټ بند کنټرول کړي. هغه زیاته کړه: «عینکې یوازینۍ وسیله ده چې AI پرې کولای شي هغه څه وویني چې ته یې وینې، هغه واوري چې ته یې اورې، او په پای کې هغه څه تولید کړي چې ته یې غواړې، لکه تصویرونه یا ویډیو.»
د «میټا ریبان ډیسپلې» عینکې د سپټمبر له ۳۰ نېټې څخه په امریکا کې په ۷۹۹ ډالرو پلور ته وړاندې کېږي.
زاکربرګ وویل دا نوې عینکې کاروونکو ته اجازه ورکوي چې ویډیو وګوري، پیغامونه ولولي او ځواب ورکړي. خو دا سکرین د سترګو لید نه بندوي او کله چې و نه کارول شي، له نظره ورکېږي.
د اوریون (Orion) پروژه
نوې عینکې د میټا د هغو آډیو-یوازې ریبان عینکو او د تېر کال د نندارې پر مهال د ښودل شوو تجربوي «اورین» عینکو ترمنځ یو پُل جوړوي.
اورین کولای شي د بېسیمه کمپیوټري وسیلې په مرسته د یو شخص د لید په واقعي چاپېریال کې د ۳D بصري تصویرونه خپاره کړي،. خو دا عینکې ډېرې ګراني دي او لا د مصرفوونکو لپاره بازار ته نه دي وړاندې شوي.
میټا تېر کال د اورین پروټوټایپ وړاندې کړی و، چې زاکربرګ «په نړۍ کې تر ټولو پرمختللې عینکې» بللې وې. خو بازار ته د هغو د هولوګرافیک AR عینکو د رسېدو لپاره لا څو کاله پاتې دي.
د سوپر انټلیجنس لید
د ټکنالوژۍ د نورو کمپنیو په شان، میټا هم په مصنوعي ځیرکتیا کې لویې پانګونې کوي او د لوړو معاشونو په وړاندې کولو سره د نړۍ غوره کارپوهان ګوماري.
زاکربرګ د ۲۰۲۵ کال د جولای په میاشت کې د «شخصي سوپر انټلیجنس» په اړه خپله لیکنه خپره کړه. هغه باور لري چې دا به له بشریت سره مرسته وکړي څو د پرمختګ بهیر چټک کړي.
هغه وویل چې د سوپر انټلیجنس رامنځته کول اوس “ممکن ښکاري”، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې څنګه به ممکنه شي او څه مانا لري. دا هغه څه دي چې نورې سیالې کمپنۍ ورته «عمومي مصنوعي ځیرکتیا» (AGI) وایي.
زاکربرګ ټینګار کړی چې AI عینکې به اصلي لاره وي چې په وسیله به یېانسانان له سوپر انټلیجنس سره یوځای شي.
د زړو عینکو پرمختګ
میټا خپلې اصلي، بېسکرینه ریبان عینکې هم نوي کړي دي. د دې نوی ماډل بېټرۍ اوس ۸ ساعته دوام کوي چې د پخواني ماډل نژدې دوه برابره اوږد دی.
همدارنګه یوه نوې ځانګړنه یې «د مکالمې تمرکز» نومېږي، چې د خبرو د شریک غږ لوړوي او د شالید شور کموي.
زاکربرګ وویل دغه ځانګړنه به د پخواني ماډل لپاره د سافټویر د تازهکولو له لارې هم فعاله شي.
نورې ژبې لکه جرمني او پرتګالي هم د ژوندۍ ژباړې په ځانګړنه کې ور زیاتې شوې دي. د نوي ماډل بیه ۳۷۹ ډالره ده، او پخوانی ماډل اوس په ۲۹۹ ډالره پلورل کېږي.
د Oakley Meta ځیرکې عینکې
میټا همداراز د ورزشکارانو لپاره د «اوکلي میټا وینګرډ» نومې نوې AI عینکې معرفي کړې. شرکت وایي چې دا د لوړ شدت ورزشونو لپاره دي او کولای شي د ګارمین (Garmin) له وسیلو سره یوځای شي څو د تمرین پر مهال کاروونکو ته د زړه درزا او نورو احصایوي معلوماتو په اړه فیډبک ورکړي.