موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې ژبې انګازه ده چې ډېر کله د انساني شعور دهلیزونه تخنوي. کله چې شاعر د تخیل په نړۍ کې تری تم شي، نو د خپل چاپېریال د دردونو او هیلو د انځورولو لپاره قلم او کاغذ ته لاس کړي او د نظم امېل ترې جوړ کړي. بیا دغه منظوم کلام او سازونه، د سندرغاړي له حنجرې سره په همږغۍ د اورېدونکي د ذهن بندیزونه، بند په بند مات کړي.
ما په خپله، هېڅکله نه لیدلي او نه اورېدلي چې کوم هنرمند دې څوک د کینې او کرکې په تبۍ سوځولی وي؟ څوک یې ځان وژنې او د مرۍ خپه کولو ته هڅولی وي. ما تر دې دمه نه دي لوستلي چې کوم سندرغاړي دې کوم پل په بمونو الوزولی وي، کوم ښوونځی یې سوځولی وي او یا یې د کومې ګلالۍ پیغلې پر مخ د قساوت تېزاب شېندلي وي. خو له دې ټولې بې ازارۍ سره سره، زموږ په ټولنه کې د هنرمندانو انساني کرامت ډېر ځله نادیده ګڼل کېږي.
برعکس، زموږ په ګاونډ کې یو سندرغاړی د شهنشاهِ غزل او یوه د ملکه ترنم په القابو نازول کېږي. په ۱۹۷۰م کال کې د عربي نشنلزم پلار، جمال عبدالناصر له نړۍ سترګې پټې کړې او په جنازه کې یې څلور میلیونه خلک راټول شول. خو پنځه کاله وروسته، کله چې د یوه پخواني امام لور او د کوکب الشرق « د ختیځ ستوری» ام کلثوم مړه شوه، نو د الازهر د شیخانو په ګډون د هغې په جنازې کې نژدې پنځه میلیونه ویرجنو مصریانو برخه واخیستله.
زه شرعي عالم نه یم چې د موسیقي د حرمت او حلال والي په هکله خپل نظر شریک کړم. البته د هیواد د سندرغاړو په ناخوالی حالت ځوریږم او ګیله یې په ځای بولم. یو له دغو تکړه هنرمندانو څخه زما پخوانی دوست، انجنیر مومند دی چې د کلېفورنیا په ایالت کې اوسیږي. نوموړی له نن څخه ۶۵ کاله وړاندې د لوګر په تاریخي او هنرپالې ولسوالۍ، محمداغې کې زېږېدلی دی. په کابل کې یې د انجنیرۍ زده کړې کړېدي، خو له موسیقۍ سره بې بریده مینې ترې اماتور هنرمند جوړ کړی دی. د خپل اصلي مسلک ترڅنګ، هنري هڅو او فعالیتونو ته هم په پوره لېوالتیا سره دوام ورکوي.
پرون مازیګر مې له انجنیر مومند سره د یوټیوب د خپل چېنل لپاره یوه لنډه مرکه وکړه او د (بې ازاره ډم) ترعنوان لاندې یوه سندره یې هم راته زمزمه کړه. له ده مې پوښتنه وکړه چې ژوند خو د لوړو ژورو، ماتو او بریاوو ټولګه ده؛ ستا د عمر تر ټولو خوږه خاطره چې اوس هم پرې د خولې خوند تازه کوې، کومه ده؟ له لږ درنګ او سوچ وروسته یې وویل: «کله مې چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۱م کال کې د پېښور په ګرین هوټل کې له فلسفي لیوني او ملنګ باچا، غني خان سره پیژندګلوي او لیدنه وشوه. زما دا ویاړ هله څو چنده شو چې په هماغې درنې غونډې کې مې د غني خان یو شعر د هغه په وړاندې په ساز او سر کې زمزمه کړ او زه یې بېحده تشویق کړم.
بیا مې وپوښته؛ تر ټولو ترخه خاطره چې تل دې کړوي او ځوروي، هغه به کومه وي؟ سمدستي یې ځواب راکړ: «څلوېښت کاله کېږي چې د هېواد له غېږې لېرې د پردېسۍ شپې، اونۍ، میاشتې او کلونه شمارم. هره شېبه مې زړه غواړي چې د خپل وطن په خړو دښتو، دنګو غرونو، روانو سیندونو او شنو درو کې قدم ووهم؛ د خپلو همزولو او کلیوالو سره د زړه راز او نیاز وکړم، هدیرو ته لاړشم او د الله تعالی لوري ته د تللو خپلوانو او دوستانو قبرونو ته د عا لاسونه پورته کړم».
کله مې چې وپوښته ته هنر څه ته وایې؟ نو ځواب یې بېخي اکاډمیک وو. « ملکزی صیب، زه په دې باور یم چې هنر د انساني خلاقیت او عاطفې څرګندونه ده چې د ښکلا او ذوق په چوکاټ کې تعبیرېږي. هنر یوازې د تخنیکي مهارت ښودل نه دي، بلکې د ژوند د فلسفې، فطرت او انساني غرایزو رڼه هنداره ده. هنر انسان ته دا توان وربخښي چې له دودیزو لفظي قالبونو نه پورته، خپل غږ په اثرناکې بڼې د چاپېریال خلکو ته ورسوي». مومند واده کړی، یو زوی او یوه لور لري. د حمزه بابا سره د ځآنګړي عقیدت او مینې له مخې یې په زوی باندې د حمزه نوم ایښې دی.
په پای کې مې ورڅخه پوښتنه وکړه چې ته خو په هرځای کې بلا مینه وال لرې؛ دا راته ووایه چې ستا د هنر قدردان چېرته ډېر دي؟ ځواب یې داسې وو: «که د زړه خبره درته وکړم نو په کوزې پښتونخوا کې خلک زما د هنر قدر په سمه معنا سره پېژني او په خورا درنښت مې نازوي».
یادونه: که درانه لوستونکي علاقه لري چې له انجنیر مومند سره زما مرکه د یوټیوب په چېنل کې وګوري، نو لاندې ویډیو دې کلیک کړي: