Home+تاریخي پېښې، روایتونه او ارزونه| شاه محمود میاخیل

تاریخي پېښې، روایتونه او ارزونه| شاه محمود میاخیل

د هرې تاریخي پېښې په هکله متفاوت روایتونه او برداشتونه موجود وي. هېڅکله د یوې پېښې یا تاریخ په یو دور او زمان کې یو ډول تعبیر او تفسیر نه وي. نه ټول تاریخي روایتونه سم دي او نه ټول غلط.

تاریخ‌پوهان د تاریخ لیکلو په برخه کې له دقت او احتیاط څخه کار اخلي. د یو زمان یا سیاسي دورې د پېښو بېلابېل روایتونه، تحلیلونه او د خلکو برداشت د تاریخي حافظې سره څنګ په څنګ ږدي او بیا د دغو تحلیلونو او ارزونې په پایله کې خپل قضاوت او تحلیل لیکي. دا هم سمه نه ده چې د هر مؤرخ او لیکونکي تحلیل د کاڼي کرښه شي، ځکه مؤرخ او تحلیل کوونکی هم خپل تحلیل د خپل فکر او معلوماتو په اساس لیکي.

د بېلګې په توګه، د یو دور او زمان د یو څېړونکي او مؤرخ تحلیل د بل سره توپیر لري. همدا علت دی چې د هر دور او زمان په هکله بېلابېل تاریخي اسناد، کتابونه او شواهد رامنځته کېږي.

که د افغانانو او افغانستان لنډ پنځوس کلن تاریخ ته نظر واچوو، چې منابعو ته د پخوانیو پېړیو په پرتله لاسرسی نهایت زیات دی، یا موږ د معلوماتي نړۍ په دور کې ژوند کوو، بیا هم د هرې دورې په هکله بېلابېل تحلیلونه او د تاریخي پېښو په هکله روایتونه له یو بل سره نهایت زیات توپیر لري.

د بېلګې په توګه، د همدې دورو د خلق دیموکراتیک حکومت، مجاهدینو، طالبانو او د جمهوریت د دور روایتونه او تاریخي پېښې له یو بل سره د ځمکې او اسمان تر منځ واټن لري. بیا د نړۍ د لیکوالانو او مؤرخینو لیکنې که د افغانانو د روایتونو او تحلیلونو سره پرتله کړې، په زرهاو میله واټن لري. حتی که د خلقیانو، مجاهدینو، طالبانو او جمهوریت‌پالو خپل تحلیلونه او روایتونه د خپل دور په هکله په خپلو منځو کې مقایسه کړې، هم ډېر زیات توپیر له یو بل سره لري.

دلته د افغانانو په منځ کې د تناقض یوه بله بېلګه رامنځته کېږي چې له یوې خوا ځینې د پخوانیو دولتي او سیاسي لوبغاړو څخه غواړي چې خپل یادښتونه ولیکي، خو له بلې خوا چې څوک یې لیکي، بیا پرې نیوکې کوو چې ولې خپل تحلیل او روایت لیکلی دی.

لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، د یو چا تاریخي روایت او تحلیل د کاڼي کرښه نه ده چې هر څه په پټو سترګو ومنل شي، خو دا هم د افغانانو د خپل فکر، تحلیل او برداشت پورې اړه لري چې د یو کتاب له محتوا څخه څه زده کوي او څه برداشت اخلي.

زما په اند، دا ښه خبره ده چې هر څوک خپل تحلیل او روایت د خپلو معلوماتو، شواهدو او فکر په اساس ولیکي، تر څو زیات معلومات له ولس سره شریک شي. د زیاتو معلوماتو په درلودلو سره پخپله واقعیتونه څرګندېږي چې څه پېښ شوي، ولې پېښ شول، ګټه او تاوان یې افغانانو او افغانستان ته څه و؟ څنګه کولای شو چې له تېر تاریخ څخه عبرت واخلو او د تاریخ تکرار، بیا تکرار نشي.

که څه هم تر اوسه افغانانو د تېر تاریخ له مثبتو او منفي پېښو څخه عبرت نه دی اخیستی او تکرار پسې تکرار، تاریخ تکرارېږي، خو بیا هم زه د هر لیکونکي د تاریخي پېښو د لیکلو، روایتونو او تحلیل ستاینه کوم او دا مهمه ده.

د کرنې او سیاسي علومو د یو شاګرد په توګه، زما ارزونه دا ده چې د یو دور په هکله قضاوت په یو یا دوو منفي یا مثبتو پېښو په اساس نه کېږي، بلکې قضاوت د هر دور په حاصل کېږي. ډېر څه به وکرې، خو که ټول پټی شین نشي، د نباتاتو د کرلو نه حاصل ترلاسه نه کړې او هغه په ښه توګه په مارکیټ کې ونه پلورې او په سمه توګه د حاصل له ګټې نه استفاده ونه شي، بیا هم د نباتانو کرل او حاصل څه ګټه نه لري. په سیاسي تحلیل کې هم ګټه او تاوان سنجول کېږي چې د هر دور په اخر کې موږ څومره ګټه او څومره تاوان کړی دی.

البته د افغانانو په منځ کې د واقعیتونو په پوهېدلو او زده‌کړو په عوض، عقده‌مند چلند زیات عام دی. مخکې له دې چې څوک یو کتاب یا لیکنه ولولي، د قضاوت میزایل خوشې کوي. کله چې مزایلو ښه تخریب وکړ، بیا هر څوک د خپلو میزایلو د ویشتلو صفتونه کوي چې څنګه مو مزایل وویشتل، خو دا نه ګوري چې دغه مزایل یې ولې وویشتل، د تخریب ساحه یې څومره وه او څومره تاوان یې ټولنې او خلکو ته رسولی دی.

شاه محمود میاخیل

د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...