Homeخبرونهد کاربون ډای اوکسایډ زیاتوالی ښايي د انسان د وینې ترکیب بدل...

د کاربون ډای اوکسایډ زیاتوالی ښايي د انسان د وینې ترکیب بدل کړي

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۹ مه) په هغو خونو کې چې هوا یې سمه نه بدلېږي، د کاربون ډای اوکسایډ لوړه کچه د سر درد، ستړیا، د تمرکز د کمېدو او د پرېکړې کولو د وړتیا د کمزوري کېدو سبب کېدای شي.

په هوا کې د کاربون ډای اوکسایډ زیاتوالی یوازې د ځمکې د تودوخې، وچکالۍ، اورلګېدنو او سختو توپانونو لامل نه کېږي؛ یوې نوې څېړنې ښودلې چې د دې ګاز د اندازې زیاتېدا ښايي په تدریجي ډول د انسان د وینې کیمیاوي ترکیب هم بدل کړي او په راتلونکي کې د انسانانو پر روغتیا مهمې اغېزې ولري.

د عصري انسانانو د ژوند په لومړیو پړاوونو کې په اتموسفیر کې د کاربون ډای اوکسایډ کچه شاوخوا ۲۸۰ برخې پر میلیون (ppm) وه او د صنعتي انقلاب تر پیله نژدې په همدې کچه پاتې شوه. دا کچه په ۱۹۰۰ کال کې شاوخوا ۳۰۰، په ۱۹۸۰ کال کې کابو ۳۳۰ او نن شاوخوا ۴۲۵ برخې پر میلیون ته رسېدلې ده.

د استرالیا د ملي پوهنتون او د لوېدیځې استرالیا پوهنتون څېړونکو د دې احتمالي اغېزو د ارزولو لپاره په امریکا کې د یوې ۲۱ کلنې څېړنې معلومات تحلیل کړي دي. په دې څېړنه کې له ۱۹۹۹ تر ۲۰۲۰ کال پورې د شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو د وینې نمونې ارزول شوې وې. په دې موده کې په هوا کې د کاربون ډای اوکسایډ کچه له ۳۶۹ څخه ۴۲۰ برخو پر میلیون ته لوړه شوې وه.

څېړونکو موندلې چې د ګډونوالو په وینه کې د «سیرم بای‌کاربونېټ» کچه هم شاوخوا اووه سلنه لوړه شوې ده.

بای‌کاربونېټ د بدن له مهمو میکانیزمونو څخه دی چې د وینې د ډېر تېزابیت مخه نیسي. د دې مادې زیاتوالی ښايي د دې نښه وي چې بدن هڅه کوي د کاربون ډای اوکسایډ د زیاتې اندازې له امله رامنځته شوی بدلون جبران کړي.

لنډمهالو څېړنو هم ښودلې چې په هغو چاپېریالونو کې چې د کاربون ډای اوکسایډ کچه لوړه وي، لکه په هغو خونو کې چې مناسبه هوا نه بدلېږي، خلک د سر درد، ستړیا، د تمرکز کمېدو او د پرېکړې کولو د وړتیا د کمزوري کېدو له ستونزو سره مخ کېدای شي.

پر حیواناتو ترسره شویو څېړنو هم د التهاب، د اکسیداتي فشار، په پښتورګو او رګونو کې د معدني موادو د رسوب او د هډوکو د زیان احتمال ښودلی دی.

نوې څېړنې په وینه کې د کلسیم او فاسفورس د کچې کمښت هم ثبت کړی دی. د بدن له هغو غبرګونونو څخه یو چې د اضافي کاربون ډای اوکسایډ پر وړاندې رامنځته کېږي، دا دی چې د دې ګاز یوه برخه د کاربونېټ په بڼه په هډوکو کې زېرمه کېږي. په دې بهیر کې کلسیم او فاسفورس هم رول لري.

د دغو موادو شدید کموالی د کمزورۍ، ستړیا، د عضلاتو د شخېدو او حتی د زړه د ضربان د ګډوډۍ سبب کېدای شي؛ خو څېړونکي ټینګار کوي چې اوس په اتموسفیر کې د کاربون ډای اوکسایډ کچه لا هم دومره لوړه نه ده چې د دغو نښو د رامنځته کېدو سبب شي.

د څېړونکو اصلي اندېښنه د راتلونکي په اړه ده. ځینې اټکلونه ښيي چې ښايي د دې پېړۍ تر نیمایي پورې په اتموسفیر کې د کاربون ډای اوکسایډ کچه له ۵۰۰ برخو پر میلیون څخه واوړي.

څېړونکي وايي، لا څرګنده نه ده چې د انسان بدن به تر کومې کچې وکولای شي له دومره چټک بدلون سره ځان عیار کړي. له همدې امله، د شنوخونو د ګازونو د خپرېدو کمول یوازې د اقلیم د ساتنې لپاره نه، بلکې ښايي د انسان د بدن د بیولوژیکي توازن د ساتلو لپاره هم مهم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...