تاند/ شنبه د سنبلې – وږي ۲۹مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي وایي، فغانستان په سیمه په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې کړکېچ نه غواړي.
فراهي زیاته کړې چې، دوی د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هم ورته تمه لري او زیاتوي چې، هرڅوک دې خپلې ستونزې د خپل هېواد په داخل کې حل کړي.
نوموړي زیاته کړې، افغان حکومت دا ځل تر پخوا ډېر د خپلې دفاع لپاره چمتو دی او د هرې «ګستاخۍ» ځواب به په خورا قاطعیت ورکړي.
تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد هم په خپله تازه مرکه کې ویلي چې، که پاکستان دا ځل پر افغان خاوره تېری وکړي د افغان حکومت ځواب به تر پخوا خورا سخت وي.
مجاهد: که پاکستان د افغانستان پر خاوره برید وکړي، افغانستان به سخت ځواب ورکړي
ذبیحالله مجاهد د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې وايي، د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو لپاره وسلهوال استخدامېږي، روزل کېږي او وسلې ورکول کېږي.
ده دا څرګندونې یې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان د پوځ ویاند له العربیه سره په جلا مرکه کې ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخیستل کېږي.