جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهد انا کارنینا د پښتو ژباړې د نقد وضاحت | اجمل پسرلی

د انا کارنینا د پښتو ژباړې د نقد وضاحت | اجمل پسرلی

لیکوال ضمیر څار د انا کارنینا پر پښتو ژباړه نقد کړی دی. د ډاکټر لطیف بهاند ژباړه یې د اناکارنینا له انګلیسي ژباړې سره پرتله کړې ده. د سلګونو مخونو د اثر مقایسه اسانه کار نه دی، خواري غواړي، زیار غواړي. 

پرته له څه شکه چې بې زحمته څوک ښه شی نه شي لیکلی، خو که چیرته دا لیکنه د ادبي نقد له اصولو سره وتلل شي دې خواري ښایي هغه نتیجه نه وي ورکړې چې باید ورکړې یې وای.

نقد د شفاهي ویناو په څير نه دی، مثلا که په یوه غونډه کې څوک کیسه ولولي نو اوریدونکي ممکن وار له واره ورغبرګه کړي،عالي، بل ورته ووایي چې حد دی، دریم ورته ووايي شهکار ده…

کله چې همدغه کسان لیکل کوي بیا  پکار ده چې اصولو ته مخه کړي، مثلا که زه ولیکم چې پلانی ډيره عالي کیسه لیکي. په دې کې مبالغه ده ځکه چې د (ډير عالي) کلمه مشخصه نه ده، که څوک استدلال وکړي چې ده خواري کړې، زحمت یې ایستلی نو د ناقد ځواب ښایي دا وي چې د انا کارنینا لیکوال تولستوی ته به بیا له کوم صفته کار اخلو، همینګوې او چخوف ته به څه لیکو. بل لور ته صفات یو بار دی چې پر اسم ورزیاتیږي د نقد دنده دا ده چې دغه بار تحلیل کړي بیا په اخره کې لوستونکی نتیجه واخلي چې پر ارزول شوي اثر څه حکم کوي. ناقد به د حکم واک له لوستونکي نه اخلي هغه ته به د حکم د واک زمینه برابروي.

څار لیکي « د لطيف بهاند ژباړه، په خپل ځای، ارزښت لري – يو شهکار په پښتو شوی  خو کار يې خورا زياتې ستونزې لري»

په دې جملو کې د اثر ارزښت او نیمګړتیا ته اشاره شوې ده. پر دې اصولو باید نقد مخته تللی وای چې د بهاند صاحب د ژباړې ارزښت هم پکې راسپړل شوی وای، خو دا کار تر اخره نه دی شوی. بلې خواته (خورا) هغه کلمه ده لکه (ډير عالي) چې نه تلل کیږي. که یوڅوک اناکارنینا داسې وژباړي چې په څو سوه مخونو کې یې څوک په نیمایي پوه نه شي بیا هم د (خورا) کلمه په ځای نه ده ځکه چې مشخصه نه ده. د وینا پرمهال که د چا همدا نظر وي پروا نه کوي چې استعمال یې کړي خو له نقد څخه باید داسې کلمات وغورځوو. 

په دې لیکنه کې بل ځای لولو:

«د لطیف بهاند ژباړې کاملا د یو هنري نثر ښکلا او ظرافتونه له لاسه ورکړي په بله وینا ژباړه یې کاملا د لوستو نه ده»

دلته یوه هغه مخکنۍ ستونزه ده چې حکم شوی دی (کاملا د هنري نثر ښکلا نه لري…همدغه قید د نثر ظرافتونه هم نفي کوي). په همدې جمله کې په دې لفظ کې مبالغه شوې چې ژباړه یې د لوستو نه ده. پر هغې لیکنې ممکن دا حکم وشي چې املا یې سمه نه وي او لیکونکی یې له پښتو توریو سره اشنا نه وي، که چیرته یوه ژباړه (کاملا د لوستو نه وي) نو بیا د ادبي نقد له اصولو سره سم هغه د نقد جوګه نه ده. 

کره کتونکي په دې ټینګار کوي چې د نقد لپاره باید غوره او مهم اثار انتخاب شي ځکه چې له نقد څخه مطلب د عیبونو رابرسیره کول نه دي. د ادبي تنقید په کتاب کې پروفیسور ډاکټر عارف نسیم لیکي«نقد تنقیص او غندنه نه ده دمیوه فروش په تله سره زر نه تلي، هیڅ بې هیڅه اعتراضونه نه وارد کوي، په ګلونو کې دازغیو په تکل نه وي، د جز نه په کل حکم نه کوي امر نه وي چې ارومرو به خپله فیصله په نورو ورتپي، زبردستي نه کوي» ۱

په ادبي نقد کې د ښو اثارو د ښو ټکیو په رابرسیره کولو د دې لپاره ټنیګار کیږي چې لوستونکی د اثر په بارکیو پوه شي. نقد په ورته وخت کې د ادبي اثارو واقعي ارزښت جوتوي، هڅه یې دا وي چې لوستونکی قانع کړي چې د دې اثر کمال په دې کې دی. 

 ادبي نقد که له اصولو سره سم ولیکل شي په خپله یو هنري اثر ګڼل کیږي. د همدې لپاره نقد د یوه اثر ژوندي کول دي د هغه وژل نه دي. 

د نقد مقاله لوستونکی د صفاتو په زور نه، د پرتلې او اقتباساتو په مټ  قانع کوي چې دا اثر دا کمزورۍ لري او دا ښیګڼې. 

نقد عربي کلمه ده. په پخوانیو زمانو کې پیسې دوه ډوله وې د سپینو زرو پیسو ته عربانو (درهم) ویل او سرو زرو ته یې (دینار). چا چې به درغلي کوله هغوی به له دینار سره مس ګډول نو ناقد به جعلي پیسې له سمو پیسو بیلولې، دې ته به یې د (نَقَدَ) فعل کاراوه.

په ادب کې نقد د یو اثر د قوت (سره زر) او ضعف (مس)  بیلول دي، د اثر ارزونه او تحلیل دی چې پیچلي خواوې یې منتقد راسپړي. منلی مصری نقاد عباس محمود العقاد (۱۹۶۴ م مړ) دا نظریه هم رد کړې ده چې« نقد یوازې د یوې لیکنې ښه له بدو بیلوي… د نقد لپاره دې غوره نمونې انتخاب شي» ۲

 د څار صاحب د لیکنې سرلیک له اصولو سره سم دی، ځکه چې سوالیه لري « اناکارنينا بې‌خونده دی او که پښتو ژباړه يې؟» سوالیه حکم نه دی، پوښتنه توضیح غواړي هغه څه چې نقدي اصول ایجابوي.هغو لوستونکو چې د انا کارنینا د ناول په اړه وارله مخه اوریدلي وي چې دا د نړۍ یو شهکار دی نو بیا ښایي دا سوالیه تمسخر امیزه ورته وایسي. د مقالې په اخره کې لیکوال لیکلي دي چې انا کارنینا شهکار اثر دې ژباړې ضایع کړی دی، نو وار له مخه له عنوان څخه د لیکوال هدف د نقد له منل شویو اصلو سره سمه سوالیه نه ده. 

د انټرنټ په زمانه کې حاشیوي عنوانونه ترپخوا مهم شوې دي. ځکه چې د ویبپاڼو چلوونکي له تجربو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي دي چې ګڼ لوستونکي په انټرنټ کې یوازې د سر او حاشې عنوان ګوري نوره لیکنه نه لولي یا برسیرن پرې تیریږي. په تاند ویبپاڼه کې د ضمیر څار د خپرې کړې مقالې واړه عنوانونه:

۱- د نامناسبو کلمو انتخاب

د نقد له اصولو سره سم دلته په دغه واړه عنوان کې حکم شوی چې کلمات یې مناسب نه دي. حاشیوي عنوان لکه د مقالې عمومي عنوان پکار دی چې بیطرفه غوندې وي. د (نامناسب) لفظ  که چیرته په دې سرلیک کې نه وای ګومان کوم لوستونکي به بیا دې ته کتل چې بهاند صاحب په دې ژباړه کې له کلماتو څرنګه استفاده کړې ده.

 ترهمدې عنوان لاندې د اناکارنینا له څوسوه مخه ناول څخه له لومړي ټوکه یوه جمله او له دوهم ټوکه یوه کلمه رااخیستل شوې ده. هغه دري اصطلاح چې مشت نمونه ی خروار په عام ژوند کې پکاریږي په ادبي نقد کې غوره ده چې ښو مثالونو ته هم لیکوال تم شي، اشاره ورته وکړي. د یوې کلمې د ناسمې ژباړې استناد د نورو قاموسونو ترڅنګ چې نومونه یې نه دې اخیستي او باید اخیستی یې وای، په ګوګل ژباړل شوی دی چې دا ژباړه تر دې دمه د نړۍ په پرمختللیو ژبو کې هم په هیڅ ډول مرجع نه ده پاتې شوې؛ پښتو خوارکۍ خو په خپل ځای پریږدئ.

څار بیا لیکي:«داسې بیلګې نورې هم شته چې ښیي لطیف بهاند د پښتو ښه معادل په انتخاب کې پاته راغلی دی». ناقد استاد نه وي چې یو څوک کامیابه یا ناکامه کړي. 

۲- ټکي په ټکي ژباړه

دلته د لیکوال دا خبره په ځای ده چې د هنري اثارو تحت الفظ ژباړه هنر ته زیان رسوي. په دې برخه کې د مروجې پښتو او غیرمروجې پښتو یوه مثال ته اشاره شوې ده، لږ وړاندې بیا لیکي چې «زه څوک نه منم، ماته تحت الفظ ښکارې». په دې ځای کې څار صاحب د نقد اصول منلي دي چې لیکي ماته داسې ښکارې. دی دا حق لري چې یو شی ورته سم یا ناسم ښکاره شي، خو سمدستي یې پر دغه اصل پښه ایښې او پسې زیاته کړې یې ده« همدا ده چې مانا یې ګنګه ده»

ضمیر څار بیا یو بل نسبتا اوږد مثال راوړی خو لیکلي یې دي چې قضاوت تاسو ته پریږدم. غوره ده چې په ادبي نقد کې د لیکنې د انجام قضاوت لوستونکي ته پاتې شي نه د مثال قضاوت.

۳- د جملو نحوي جوړښت ته نه توجه

دا عنوان هم د د دوو تیرو وړو عنوانو په څیر حکم دی. د کره کتني له مخې د (نه توجه) کلمات باید لرې شوي وای. په دې برخه کې څار یو مثال راوړی بیا لیکي« په دې بېلګه کې……… د پښتو نحوې قاعده، چې قيد د فعل د څرنګوالي تعينوونکی دی او بايد فعل ته نږدې راشي، تر پښو لاندې شوې ده – د سمدلاسه ټکی بې ځایه شوی دی. که داسې راغلې وای چې …ځوانان به له واده وروسته سمدلاسه کلي ته ځي… ډېره به ښه وه. »

هغه قضاوت چې لوستونکی یې په اخره کې اخلي هغه وار له مخه شوی دی (ډیره به ښه وه). په همدې جملې کې هغه د استاد او محصل چلند هم احساسوم، که تیروتی نه یم.

۴- د لیکنښو بیځایه کارونه

په دې عنوان کې د کره کتونکو په باور پکار و چې له اصولو سره سم د لیکنښو کارونه لیکل شوي وای، چې د لیکنښو کارولو ته (بیخایه) صفت ورغوټه کړئ نو ښکاره ده چې د نقد هغه بل اړخ چې ستاینه ده هغه پاتې شوه. 

د مقالې لیکوال دلته یو پارګراف د مثال لپاره راوړی او لیکي چې په دې وړوکي متن کې دولس ځله کامه راغلی ده او په انګریزي کې په همدې متن کې دوه ځایه کامه استعمال شوې ده. 

کامه په ژبو کې فرق کوي مثلا په عربي ژبه کې لیکي، الکلمة اسم او فعل او حرف. دلته د اسم، فعل او حرف ترمنځ که کامه نه وي پروا نه کوي خو زموږ په ژبه کې د هغو اسمونو ترمنځ چې څنګ په څنګ راځي کامه لیکو. زه که خپل مثال تاسو ته درکړم ډیر کله مې په لنډو خپرو کړیو کیسو کې انشاء څه چې یوه نیمه کلمه غلطه لیکلې وي، کامې خو سر خوړلی حال دا چې ځیني کیسې ما تر شل ځله ډيرې بیا بیا کتلي دي، که څه هم ښه خبره ده چې خپلې لیکنې له دې ستونزو پاکې کړو خو په پرمختللیو ټولنو کې د کتاب د چاپ په وخت اثر د خپرندویه ټولنې کره کتونکي ګوري انشاء یې ورسموي حتی د کلماتو په برخه کې وړاندیزونه لیکوال ته کوي چې د دې لفظ پر ځای که دا ولیکل شي څرنګه به وي. په پښتو خواره کې چې د بهاند صاحب په څیر ژباړونکي پیدا شي له سهاره تر ماښامه کورنۍ ته د ډوډۍ په پیدا کیدو پسې ورک وي هاغه د شپې خوږ خوب چې بهرني لیکوال یې په میلو او چړچو تیروي دی یې رڼوي چې یو څه که مې لا پر ژبه ولورول. 

۵- د ضمیرونو او کلمو بې حده ډير تکرار

د (بې حده ډير) څرنګه توضیح کړو. که په یوه مخ کې سل کلمې وي او په هغه کې ۹۰ ځله له ضمیر څخه کار اخیستل شوي وي دا (بې حده ډير) دی که په دې صفحه کې ۱۵ ځله له ضمیر څخه استفاده شوې وي؟ 

د همدې لپاره د نقد کلمه د کره کتونکي لپاره پيړۍ مخکې انتخاب شوې ده چې دا کار د پيسو چڼل دي، حساب به یې سم وي داسې به نه وي چې لس دیناره به حساب راکوې او وي به پنځلس دیناره.

تر همدې عنوان لاندې لیکوال لیکي: « ضميرونه د دې لپاره دي چې د نوم له تکرار څخه مخنيوی وکړي او په دې ډول د نثر سلاست ډېر شي خو وای له هغې ورځې چې مالګه په‌خپله ګنده شي.» دلته د مالګې د ګنده کیدو له اصطلاح د دې لپاره استفاده شوې ده چې لیکوال خپل نظر پر لوستونکي وتپي. نقد وایي چې ته یو څه په الفاظو په ما مه منه په دلایلو یې راباندې ومنه، که فرضا دلایل سم هم وي هغه جملې او کلمات باید له نقدي لیکنې لرې شي چې له هغه د لیکوال طرف معلومیږي. 

د ضمیرونو په برخه کې لیکوال تر یوه مثال لاندې لیکي چې « د ګنګتیا ترڅنګ د چا په ذهن بوج شي» تر بل مثال لاندې بیا لیکي « همدا ده چې نثر یې نور له لوستلو ویستلی دی». بله جمله کې د ژباړې په اړه لیکي « خوند یې په اصطلاح باران وړی دی» دا جملې ماته د ګران وطن د یوشمیر بې سره بې بره نویو ژورنالستانو انتقادونه راپه یادوي چې پرته له څه شکه دا ډول نیوکې زموږ لیکنو ته سرایت کوي او زما په نظر باید د ادبي نقد اصول رعایت شي او بهرني عوامل نقاد اغیزمن نه کړي، په تیره بیا هڅاند لیکوال لکه ضمیر څار.

لیکوال پر دې لیکنه خواري کړې ده د ضمیر په برخه کې مثلا یو اوږد پاراګراف د مثال لپاره راوړي او بیا د هغه کلمه کلمه حسابوي. دغه حساب هغه تنقنید دی چې ادبي اصول یې مني.

۶- د مترادفاتو راوړل

دا عنوان سم دی د نورو عنوانو په څير نه دی چې دستي لوستونکی پرې پوه شي چې هدف د منفي شیانو راسپړل دي. خو تر عنوان لاندې لیکي:« د خدای بښلي استاد سعدالدین شپون یوه خبره مې نیم نیمګړې یاده ده ….» په نقد کې چې له کوم مثال او اقتباسه استفاده کوو دا به دقیق لیکو، شک به پکې نه کوو چې نیم نیمګړې مې یاد دی او بیا پر همدې خبره استناد ته مخه کړو. ښاغلی څار دلته ډاکټر بهاند ته پيغور ډوله خطاب کوي« زموږ ژباړن نه پوهیږم کلمې په لاره موندلي او که کوم دير تخفیف لرونکی دوکان سره مخامخ شوی دی» 

کله چې د چا پر اثر څه لیکو ترهرڅه مخکې له نقدي اصولو سره د هغه درناوی پکار دی. عرب ناقد ابن شرف القیرواني ( ۹۹۹-۱۰۶۷م) په خپل مشهور اثر (مسایل الانتقاد) کې د نقد لپاره د دوو اصولو وړاندیز کړی دی:

۱ـ په نقد کې بیړه پکار نه ده

۲ ـ په نقد کې یوه مشهور لیکوال ته په سپکه سترګه باید ونه کتل شي او یوه نوي لیکوال ته په ټیټه سترګه ونه کتل شي. ۳

ښاغلی څار بیړه نه ده کړې چې دا مقاله یې لیکلي ده له مثالونو او د پښتو او انګلیسي متن له پرتلې څخه ښکارې چې څومره خوارې یې کړې ده خو د ابن شرف القیرواني دوهم اصل ته یې ګومان کوم درناوی نه دی کړی.

د مرادفاتو په برخه کې تر مثالونو وروسته بیا ضمیر څار لیکي « ….وروستۍ جمله که مني او که نه راغلی وای خوند به یې کړی وای» دلته استادانه لارښوونه نه ده شوې خو که چیرته دا هم پرې زیات شوي وای چې زما په نظر نور به هم  له اصولو سره کره شوې وای.

۷- ګنګتیا

تر دې حاشیوي عنوان لاندې څار لیکي « يوه بله نيمګړتيا چې د بهاند نثر يې له لوستلو محروم کړی او يو شهکار يې ټپي کړی، هغه ګنګ‌تيا ده. نه‌پوهېږم ولې جملې اوږدې شوي او غځېدلي چې کله ناکله يې د مفهوم اخيستنه ګرانه کړې ده.»

دلته بیا حکم کوي چې کتاب له لوستو وتلی او بیا پسې حکم دی چې شهکار ټپي شوی. 

۸- خپل سری نیولوګیزم

څار صاحب لیکي « د نويو لغتونو جوړونه او يا ټاکنه د يوې رسمي مرجع کار دی او که داسې ونه ‌شي او هر څوک په هر ځای کې نوي الفاظ ايجاد کړي، ژبه به له کاره وباسي. »

دا نظر د درناوي وړ دی په افغانستان کې ښایي ګڼ لیکوال په دې باور وي خو تر اوسه چې په پښتو کې په تیرو څو لسیزو کې نوي کلمات جوړ شوې دي یوه یې هم کومې مرجع نه ده جوړه کړې.

د انا کارنینا په دې دومره پنډ ژباړل شوي ناول کې لیکوال څار یوازې د دوو نویو کلمو یادونه کړې ده او په دغو دوو کې یې هم پر یوې شک کړی دی، لیکلي یې دي چې په معنا یې نه دی پوه شوی او بله کلمه هم چوپړ ده چې په خپل ذات کې په پښتو کې مروجه کلمه ده خو د څار صاحب د مثال له مخې بله معنا ورکوي چې په دې حساب دا کلمه باید د نویو کلماتو تر عنوان لاندې نه وای ذکر شوې پورته په هغه برخه کې راغلی وای چې وایي ژباړه دقیقه نه ده.

۹- له ځانه د جملو زیاتونه/کمونه

دا د څنګ عنوان هم همدا ستونزه لري چې حکم پکې دی او څار صاحب لیکي چې د ډاکټر بهاند ژباړه یې له انګلیسي متن سره پرتله کړې ده. دلته به زه خپله یوه تجربه له تاسو سره شریکه کړم. زه له عربي او انګلیسي ژبو ژباړې کوم. په انګلیسي ژبه مې ډیر ځله ځیني عربي لیکنې لوستې دي بیا مې له خپلې ژباړې سره پرتله کړې دي باور مو وشه چې ډیر ځله سره ورته نه وي. البته مفهوم یو وي. د نزار قباني یو شعر مې تیره جمعه ژباړلی و. دا اوس مې د دې مقالې لپاره د هغه انګلیسي ژباړه په نټ کې پيدا کړه، د دې شعر یوه وړه برخه دلته زه له تاسو سره شریکوم:

آهٍ ، لــو كـانَ بـإمـكــانـي 

فـأنـا لا أمـلكُ فـي الـدنـيــا 

إلا عـيـنـيــكِ وأحــزانـي 

Oh, if only I could,

As I have nothing in this world

Except for your eyes and my sorrows

دا یې هم زما ژباړه:

اه، که مې وس وی

په دې دنیا کې مې هیڅ نه شته

بس، ستا سترګې، خپل غمونه

سربیره پر دې چې دا پورته کرښې په عربي کې ساده لیکل شوې دي، متروک الفاظ پکې نه شته، استعاره پکې نه شته چې ژباړه یې لږ سخته شي، ځو بیا هم د عربي، انګلیسي او پښتو په متن کې تغییر شته، البته په انګلیسي کې د Except کلمه زما په نظر دقیقه هم نه ده راغلې.

 

۱۰- د ژبې د ښکلا نه شتون

(ښکلا) او (نه شتون) هغه دوې کلمې دي چې یوه یې واضح نه ده دوهمه یې حکم دی. موږ په عادي ژبه کې تل دا لیکو چې د پلاني نثر بدرنګه دی او د پلاني نثر ښایسته دی، خو کله چې ادبي نقد ته مخه کوو له دغو کلماتو کار نه اخلو ځکه چې واضح نه دي. ښکلا ته که د انګریز شاعر جان کیټس ( ۱۷۹۵-۱۸۲۱م) له نظره ګورو دی خو وایي چې ښایست حقیقت دی، که د جرمني فیلسوف ایمانویل کانت ( ۱۷۲۴-۱۸۰۴م) په سترګه ورته ګورو د نور وسایلو په مرسته یې نه شو درک کولی. نو ځکه دغسې الفاظ د ادبي نقد لمن نه رانغاړي.

ښاغلی څار لیکي:« ناول، لنډه‌کيسه، ادبي ټوټه او دې ورته هنري نثرونه د ژبې پر ښکلا ډېره تکيه کوي. …. د هنري اثارو ژباړه په همدې ګرانه ده …..لطيف بهاند، له نېکه مرغه، دا کار څه نا څه کړی دی خو کافي نه دی – يا که ووايم، بېخي په نشت حساب دی. د بېلګې په ډول، د ناول د لومړي ټوک په لومړي مخ کې يو ترکيب د  ګوتې خوږې کړې په شکل کې تر سترګو کېږي. دا يوه ښه هڅه ده خو دا په خپله او دې ته ورته نورې هڅې کله کله پردۍ ښکاري – لکه د جلال‌اباد په ښار کې چې څوک دريشي وکړي.» 

دلته په جلال اباد ښار کې د دریشي مثال خو ماته له توهینه ډک ښکاره شو که داسې نه وي زه له څار صاحبه بښنه غواړم ځکه چې ما د خپل احساس خبره کړې ده او که همداسې وي له مشر ډاکټر صاحب بهانده بښنه غواړم ځکه چې څار صاحب مو یو فعال ځوان دی چې د ده په خبرو نه وي خپه شوی.

په دې برخه کې لیکوال یو پاراګراف له انګریزي په خپله ژباړلی او یو یې د داکټر بهاند مثال راوړی. څار صاحب تر دې پرتلې وروسته چې لوستونکي ته یې قضاوت حواله کړی دی، لیکي چې« زما کره کتنه ممکن نیمګړتیاوې ولري» دا ښه جمله ده هیڅ انسان کامل نه وي. په دې جملې پسې دی لیکي« زه په روسي ژبه نه‌پوهېږم چې د ښاغلي لطيف بهاند ژباړه مې له اصل سره مقايسه کړې وای. همدارنګه، زما په خپله کوم داستاني اثر لا تراوسه  چاپ شوی نه دی چې ما ته دې يو ډول اعتبار راکړي»

ادبي نقد د یوه اثر نه عیبونه کتاروي نه یې ستایي، ادبي نقد اثر تحلیلوي هم یې عیب هم یې صفت باید مستدل وي. د عیبونو د راسپړلو په برخه کې ښاغلي څار هڅه کړې ده خو استدلال یې په دریمه ژبه کړی دی چې دا بیا د ژباړې د نقد له اصولو څخه سرغړونه ده. 

په دې اړه چې د ښاغلي څار داستاني اثر نه دی چاپ شوی او دی نقد کوي، حق لري چې نقد وکړي خو اصول به مراعاتوي دغه اصول له داسې لارښوونو سره مخالفت کوي چې لیکوال ته د محصل په سترګه وګوري یا یې په جملو کې د بل درناوي ته پام نه وی.

څار د خپلې لیکنې په اخره کې یو ځل بیا خپل لیکلي انتقادونه په لنډو یاد کړې دي او دا حکم یې کړی دی چې ژباړن باید لیکوال وي یعني بهاند لیکوال نه دی، په دې یې بسنه نه ده کړې او پسې لیکلي یې دي چې بهاند د نوم ګټلو لپاره ژباړه کړې ده او دا له ولس او ژبې سره جفا ده. 

د لیکوالي کوم اصول د ښاغلي څار په لیکنه کې دلته یاد شوي دي چې د هغې له مخې څوک حکم وکړي چې دا  لیکوال دی دا نه دی، دوهم ولې دا ولیکو چې ډاکټر بهاند د شهرت لپاره ژباړه کوي، که یې چیرته لیکلي وي چې ما د شهرت ګټلو لپاره اناکارنینا ژباړلی بیا پکار ده چې همدغه جمله اقتباس شي او بیا هم شک پرې وشي ځکه چې  شهرت شخصي مساله ده د کتاب جزء نه ده.

د عربي ژبي ستر نقاد میخاییل نعیمه (۱۹۸۸ م مړ) په خپل نقدي اثر (غربال ) کې نقد له غلبیل سره تشبیه کوي او لیکي، غلبیل ته اثر ورواچوئ ویې چڼۍ خلي خاشي به یې لاندې پاتې شي، ښه برخه به یې باندې ښکاره شي، خو که مو دې غلبیل ته لیکوال وراچاوه جالۍ به یې وشکیږي«…. ستا له سړي سره سروکار نه شته ته د لیکوال د فکر او شعور د چڼلو حق لرې، د میخاییل نعیمه په وینا کله چې څوک…کره کتنه کوي دا حق نه لري چې ووایي دا خو بیخي شاعر نه دی…ناقد په خپله یو مبتکر هنرمند دی او کار یې یوازې دا نه دی چې د اثر کمزورې او غښتلې خواوې سره بیلې کړي بلکه د ښو ښه اړخ څرګندوي او په دې ډول د خلکو هنري او فکري کچه لوړوي»۴

نقد، منقد، منتقد، ناقد، انتقاد…د دې کلماتو ریښه سره یوه ده. په پښتو کې مو نقد لیکوالي ته پرې ایښې، انتقاد مو شفاهي خبرو ته راکش کړې او هدف مو ترې نیوکه ده. دغه انتقاد که بیرته د (نَقَدَ) کورنۍ ته وروبښو بد به مو نه وي کړي خو داسې به نه کوو چې د انتقاد مروجه شوې معنا په ادبي نقد کې له نقد سره مترادفه کړو، په دې هیله چې خواریکښ څار په راتلونکې کې نور نقدونه ولیکي خو د نقد له ادبي اصولو سره سم چې پر نقد یې د شفاهي انتقاد اغیزو وزرې نه وي غوړولې، خواري یې نه وي ضایع شوې او پښتو ته یې د دې زحمتونو په مټ نوي څه وربښلي وي.

انګریز لیکوال جوزیف اډیسن (۱۶۷۲-۱۷۱۹م) وایي، ښه نقاد د لیکوال تر تیروتنو ښیګڼو ته ډير پام کوي.

  1. نسیم، عارف- ادبي تنقید ځني څانګې اړخونه. چاپ امین پرنټینګ پریس پيښور ښار، جون ۲۰۰۷- ص ۱۶-۱۷
  2. اجمل پسرلی، نوی عربي شعر، کره کتنه، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۱- ص ۵۴
  3. شخصي یاداشتونه
  4. ا-پسرلی، نوی عربي شعر، کره کتنه، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۱- ص ۴۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب