شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ خاورې په سر | محمد نعمان دوست 

 خاورې په سر | محمد نعمان دوست 

په تور پوړني کې داسې تاوه وه لکه د کرونا مړی. د دروازې شاته غلې ولاړه وه. لاس به یې اوږد کړ؛ خو لکه چې د ټکولو جرئت یې نه درلود. کله به یې دواړه لاسونه پر ور کیښودل، غاړه به یې کږه کړه او غوږ به یې له دروازې سره سریښ کړ او کله به بېرته لرې شوه.

حیران وم؛ دا شین سهار، دا شړقنده باران او بیا… ما ویل که میلمنه ده، ما ویل که سوالګره ده؛ خو یوې غوندې هم نه ښکاریده.

حجره مو دویم منزل کې وه او کړکۍ یې همدې کوڅې ته وه.د کړکۍ خواته ولاړ وم او بیرون مې د جړۍ باران ننداره کوله. د انګړ منځ کې ولاړې ونې ته مې کتلې چې مرغۍ ځاله کې پر بچیو وزرونه راخواره کړي وو. 

 څو ځلې مې تصمیم ونیوه چې ور پرانیزم او غږ کړم؛ خو پردۍ تور سرې ته غږ کول راته خطرناک ښکاره شول.

چې سهار چای ته راښکته شوم، نو همدا صحنه رایاده شوه. ما لا پوښتنې ته ځان جوړاوه چې مور مې ویل: هغې بیچارګۍ لکه چې ټوله شپه په ویښه تیره کړې وه، سهار وختي …

ژر مې پیاله کیښوده او سر مې وړاندې کړ. ما پوښتنه کوله چې مور مې ویل: 

فیروزه دې یادیږي؟ 

  • هو، ولې نه. هغه زموږ ګاونډۍ؟
  • هو، هو. هماغه خوارکۍ. هغه یوه ورځ چې یې تا کیسه کوله.

سترګې یې ډکې شوې او نوره غلې شوه.

یوه شیبه مې مور ته وکتلې او بیا هماغه ورځ را یاد شوه:

مازیګر قضاء، یو دم داسې چیغې شوې ما ویل که دیوالونه به راونړیږي او د ګاونډیانو ټوله کورنۍ به راښکاره شي. په منډه کوڅې ته ووتلم. د دروازې مخې ته خلک راټول و. یو دم ور پرانیستل شو او بیا یوه، نرۍ میرمنه ،چې شین ټکری یې له سره راتاو و، په منډه راووتله. لاره کې ترې پوړنې هم ولویده، چپلکې یې له پښو ووتلې،  شاته ورپسې دوه کوچنیو ماشومانو چیغې وهلې خو دا همداسې چابکه ځغاستله.

اوازه داسې وه چې چاودنه کې ګڼ کسان مړه شوي او د یوه نښې نښانې ټولې د اکرم غوندې وې او اکرم په هماغه ځای کې کوچنی دوکان درلوده.

پیروزې منډې وهلې او په منډه کې یې چیغې وهلې: خاورې مې په سر شوې، لکه چې له اکرمه خلاصه شوم…

مور مې ورو غاړه صافه کړه، زما د فکر لړۍ هم وشلیدله. ژر مې ور وکتل. هغې ویل:

ته چې له کوره په مساپرۍ وتلې، هغو ورځو کې هم د دوی حالت ښه نه و. هره ورځ جنګ، هره ورځ دعوې دنګلې. دا جنجالونه له هغې وروسته شروع شول چې څلورمه لور یې وزیږوله. ورپسې یې خسر مړ شو او بیا یې یو ځوان لیور ټرافیکي پیښه کې معیوب شو. ښځو به پیغورونه ورکول چې دا ټول د پیروزې سپیره قدم دی.دا خبره به بس پري، ډيره کوله. هغې بدنیتې همدې خوريي ته خپله لور ورکوله؛ خو چې اکرم قبوله نکړه نو ورسره ورانه یې شوه.

نوره غلې شوه. خو زما په مغز کې داسې شور را والوت، ما ویل که کوپړۍ به را ماته کړي. 

ښه، سمه ده چې دا هر څه شوي؛ خو په دې شنه سهار او شړقنده باران دا ننداره ولې؟ فیروزې د خپل کور دروازې شاته څه کول؟ څه یې غوښتل؟ ولې خپل کور ته نه ننوتله؟ او…؟

مور مې بیا غاړه تازه کړه او زه ورته دومره نږدې شوم چې نږدې به مې سر د هغې له سر سره جنګیدلی و:

فیروزه کله – کله په بدلو جامو کې راځي. هغه ورځ یې لیدلي و چې کوچنۍ لور یې خواښې، شفاخانې ته راوړې وه او بیا یې لیدلي و چې لاس کې یې کنول چوخ و. مازیګر قضاء موږ کره راغله. وارخطا وه، زنې یې راته نیولې او همدا یې ویل: خیر دی ترورې، شګوفې ته سرسر پوخ کړه، خیر دی، د هغې ډير خوښیږي. د هغې چې به کله هم تبه وه، نو همدا یې غوښته. خیر دی، زه به یوه جمعه راځم او کور به دې جارو کوم. خیر دی ترورې، زه خو لرې یم، د پلار له کوره څه نشم راوړلی، خیر دی ترورې زه خو شګوفې ته څه نشم ور وړلی ….

مور مې په ژړا شوه، ستونی یې بند شو او بیا یې په بند بند غږ کې ویل:

دې ظالمانو ترې واړه واړه بچي هم ستانه کړي.  

۱۴۰۰/ جدي ، ۱۴مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب