جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهترکمنستان سره په ګډه پوله کې د نښتې راپور رد شو

ترکمنستان سره په ګډه پوله کې د نښتې راپور رد شو

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) د طالبانو حکومت او په کابل کې د ترکمنستان سفارت هغه راپورونه رد کړي،‌ چې ګواکې د افغانستان او ترکمنستان په ګډه پوله کې وسله واله نښته شوې ده.

سرچینې ویلي، چې له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب سیاست لري او ښې اړیکې ورسره لري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم یاده نښته رد کړې او ویلي، چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.

مخکې يو شمېر ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې د جوزجان ولايت په خم اب ولسوالۍ کې د طالبانو او ترکمنستاني ځواکونو تر منځ په ګډه پوله کې نښته شوې ده.

دغه نښته په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس هلال بلخي تایید کړې او ویلي وو، چې نښته په ګډه پوله کې د هغه افغان د وژلو د څېړنې پر وخت شوې چې ترکمنستاني ځواکونو په ګډه پوله کې وژلی و.

دا نښته د طالبانو له واکمنیدو وروسته د له ګاونډيو هېوادونو سره د دوی درېیمه نښته ګڼل شوې وه.

مخکې طالبانو له پاکستان او ايران سره هم ورته نښتې کړې وې، خو له تاجيکستان سره يې د احتمالي جګړې مخه ونیول شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب