پوهاند نصرالله ستانکزی
The Constitution and Laws in Afghanistan
لومړنی حقوقي کتاب دی، چې په نولسمه پېړۍ کې د سلطان محمد خان، هنديالاصله، چې د امیر عبدالرحمن خان په دربار کې منشي و؛ له خوا په کال ۱۹۰۰ کې په لندن کې خپور شوی دی.
سلطان محمد خان چې په اصل کې د هند د سیالکوټ څخه و او حقوقي زده کړې یې د انګلستان په کمبریج پوهنتون کې کړې وې، د ۱۸۸۸ څخه تر ۱۸۹۸ پورې د امیر عبدالرحمن خان په دربار کې ستر منشي پاتې شوی دی.
د سلطان محمد خان دغه اثر په انګلیسي ژبه په حقیقت کې لومړنی کتاب دی چې د افغانستان د هماغه زمانې حقوقي او اداري نظام راپېژني.
کتاب چې پر یوې سریزې برسېره لس فصلونه او دوه ضمیمې لري، په ۱۶۴ مخونو کې چاپ شوی دی. لکه چې خپله د کتاب مؤلف وایي، تر دې دمه هیچا د افغانستان د حقوقو په هکله په انګلیسي ژبه کتاب نه دی لیکلی. سلطان محمد خان په دې هکله وایي:
«په ټوله کې د نړۍ په هېوادونو کې د حقوقو د څانګو په هکله ګڼ اختصاصي کتابونه شتون لري، د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې په دې هکله ډېرې څېړنې شوې دي، او ګڼ شمېر کتابونه چاپ شوي هم دي، مګر د افغانستان په هکله قصه بېله ده.»
سلطان محمد خان وایي چې: د کمبریج د پوهنتون او بریتانیا په موزیم کې مې د افغانستان په هکله د منابعو د پیدا کولو هڅه وکړه، هغه کتابونه چې مې ترلاسه کړل د تاریخ، سفر او د افغانستان د جګړو په هکله وو، یو مستقل اثر چې په ځانګړې توګه یې د افغانستان د قوانینو او حقوقو په هکله لیکل شوی وی، لاس ته رانغی.
د سریزې برسېره د دغه کتاب فصلونه په دې ډول دي:
لومړی فصل ـ د افغانستان د تاریخ په هکله؛
دویم فصل ـ حق او د سلطنت عنوان؛
درېیم فصل ـ د سلطنت واګي؛
څلورم فصل ـ د پاچا د واکونو د پلي کېدو بڼه؛
پنځم فصل ـ پاچا په دربار کې؛
شپږم فصل ـ شورا او کابینه؛
اووم فصل ـ سلطنت، عدالت او محاکم؛
اتم فصل ـ دولتي ادارې؛
نهم فصل ـ سلطنت او بهرني قدرتونه؛ او
لسم فصل ـ د خصوصي حقونو په هکله.
کتاب په ټوله کې، سره له دې چې موضوعات یې په مقایسوي ډول د اروپایي، په تېره د انګلستان د حقوقي نظام سره پرتله شوي، په محتوایي توګه لاندې موضوعات را په ګوته کوي:
ـ د حقوقو سرچینې په لاندې ډول وېشي:
الف ـ عرف او د افغانستان پخواني دودونه؛
ب ـ اسلامي احکام او قوانین؛
ج ـ د ګاونډیو هېوادونو، په تېره هند، اغېز؛ او
د ـ هغه قوانین او اصلاحات چې د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کې رامنځته شوي دي.
ـ عدالت او قضایي نظام:
په دې هکله دغه ټکي د پام وړ دي:
الف ـ عدالت؛
ب ـ محاکم؛
ج ـ قاضي؛
د ـ د قاضیانو صلاحیتونه؛
هـ ـ د احکامو اجرا؛
و ـ د اسلامي قوانینو اړیکې له قضایي نظام سره؛ او
ز ـ د حکومت ونډه د عدالت په پلي کولو کې.
ـ خصوصي حقوق:
په دې هکله دا موضوعات په دې کتاب کې تر سره کېږي:
الف ـ مالکیت؛
ب ـ د وګړو حقوق؛
ج ـ کورنۍ؛
د ـ ښځې؛
هـ ـ د اشخاصو مسؤولیت؛
و ـ جرمونه او جزاګانې؛
ز ـ غچ اخیسته او شخصي مسؤولیت؛
ح ـ قبایلي عرف؛ او
ط ـ اسلامي حقوق.
په پای کې د یادونې وړ ده چې د سلطان محمد خان کتاب له ځینو سترو نیمګړتیاوو سره مل دی؛ د ساري په توګه هغه د افغانستان او په تېره د افغان قام د تاریخي ریښو په هکله هغه تېروتنه کوي چې پخوانیو انګریز مورخینو کړې ده او په کتاب کې په صریح ډول هغو مراجعو ته پام کوي، یا دا چې لیکوال په ډېرو ځایونو کې د افغانستان حقوقي نظام د اروپا، په تېره د انګلستان د حقوقي نظام او حتی له یهودیت او نصرانیت سره هم پرتله کړی دی.