تاند/ شنبه د سنبلې – وږي ۲۸مه/ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ګرینلنډ په اړه له ډنمارک سره یوې هوکړې ته رسېدلی دی.
ټرمپ نن (شنبه، د سپتمبر ۱۸مه) په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل: «دا تړون امریکا ته د امنیت په چارو او په ګرینلنډ کې د نورو ټولو اړتیاوو دایمي کنټرول ورکوي او زموږ ډېری اندېښنې په بشپړ ډول حل کوي».
ټرمپ زیات کړې چې، دا تړون متحده ایالاتو ته “هېڅ لګښت” نه لري.
ټرمپ لیکلي: «متحده ایالات به تل بشپړ واک ولري چې د ګرینلنډ او د امریکا د متحده ایالاتو د امنیت د خوندي کولو او ساتلو لپاره هر هغه اقدام وکړي چې اړین وي».
د امریکا ولسمشر په خپل پیغام کې لیکلي چې، د ګرینلنډ په مناسبو برخو کې د لوی پوځي حضور د جوړولو پروسه به ډېر ژر پیل او امریکا به په کلکه د دې سیمې ساتنه وکړي.
د یادولو ده چې ټرمپ تېر کال په وار وار خبرداری ورکړی و چې، متحده ایالات به په هر حالت کې ګرینلنډ ونیسي.
هغه د ډنمارک پر حکومت غږ کړی و چې یا ګرینلنډ امریکا ته وپلوري یا به یې په زور ونیسي.