تاند/ شنبه د سنبلې – وږي ۲۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په بلخ ولایت کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده.
اقتصادي معاونیت وایي چې، یاد ښارګوټی د حیرتان په دوه لارې کې پر ۲۲ زره جریبه ځمکه جوړیږي.
یاد معاونیت دې اړه خپرو کړو معلوماتو کې زیاته کړې چې، په دې ښارګوټي کې به په مختلفو سکټورونو کې د خامو موادو د پروسس، معیاري محصولاتو د تولید او صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.
ملا برادر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي چې، د بلخ صنعتي ښارګوټی د یو صنعتي او تولیدي افغانستان لپاره د دوی ژمنه، ستراتیژیک تفکر او پياوړی هوډ د عمل په ډګر کې ثابتوي.
نوموړي ویلي چې، په دغه ولایت کې د حیرتان بندر باید یوازې د وارداتي محصولاتو او عادي تګ راتګ مسیر ونه اوسي؛ بلکې دا لاره باید د افغانستان د پروسس شوو محصولاتو او تولیداتو د صادرولو لپاره یوه مهمه ترانزیټي لاره وي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز زیاته کړې چې، په سیمهییز او نړیوال مشارکت کې د فعال ګډون ظرفیت او اراده لري.
تر دې وړاندې په ځینو نورو ولایتونو کې هم د صنعتي ښارګوټو جوړولو چارې پیل شوي چې، د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.