Homeخبرونهمجاهد: که پاکستان د افغانستان پر خاوره برید وکړي، افغانستان به سخت...

مجاهد: که پاکستان د افغانستان پر خاوره برید وکړي، افغانستان به سخت ځواب ورکړي

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) طالبانو پر پاکستان سختې نیوکې کړې او هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکي د افغانستان له خاورې وسله‌والې ډلې په پاکستان کې د بریدونو لپاره فعالیت کوي. طالبانو اسلام‌اباد ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان دننه دې له پوځي عملیاتو ډډه وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له «العربیه انګلیسي» سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که پاکستان د افغانستان پر خاوره برید وکړي، طالبان به د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

مجاهد ویلي: «که پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مه ماده د افغانستان د خاورې د حرمت د سرغړونې لپاره وکاروي، افغانستان حق لري له خپل هېواد څخه دفاع وکړي او موږ به دا کار وکړو.»

هغه خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د هر ډول سرغړونې په صورت کې به پاکستان ته «سخت ځواب» ورکړل شي.

طالبان د پاکستان ادعاوې ردوي

ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې وايي، د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو لپاره وسله‌وال استخدامېږي، روزل کېږي او وسلې ورکول کېږي.

ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان د پوځ ویاند له العربیه سره په جلا مرکه کې ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخیستل کېږي.

مجاهد وویل، کابل پاکستاني طالبانو (TTP) ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي او نه هم د هغو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي چې پر نورو هېوادونو بریدونه کوي.

هغه له پاکستانه وغوښتل چې خپلې امنیتي ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي او افغانستان د دغو ستونزو مسوول ونه بولي. نوموړي استدلال وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو ډلو اړوند ناامني د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې هم موجوده وه.

د خبرو غوښتنه

سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، مجاهد ویلي چې افغانستان له پاکستان سره د خبرو غوښتونکی دی.

هغه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او امنیتي همکاریو لپاره د لا پیاوړو میکانیزمونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

مجاهد همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د سعودي عربستان د لا زیات رول هرکلی کړی او ویلي یې دي چې سعودي عربستان له افغانستان او پاکستان دواړو سره دوستانه اړیکې لري او کولی شي د اختلافاتو په هواري کې «مثبت رول» ولوبوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي تاوتریخوالی

د جون په میاشت کې، د طالبانو په وینا، د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي وو.

د طالبانو د مشر ویاند په وینا، دغه بریدونه د افغانستان په خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې شوي وو. د اسوشیتېد پرېس د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری سړی شامل وو.

دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې د ټي پي پي وسله‌والو د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال لوېدیځ کې، د افغانستان پولې ته څېرمه، د حسن خېل په سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه برید کې د فدرالي کانسټبلري شپږ سرتېري ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونو اته بریدګر ووژل او د پوستې د نیولو هڅه یې هم شنډه کړه.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په پېښور کې د وژل شویو امنیتي سرتېرو د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و.

له العربیه سره د مجاهد مرکه په داسي ورځ خپره شوه چې د خیبرپښتونخوا په کواټ کې د پولیسو پر یوه مهم مرکز موټر بمي او ډله ییز برید وشو او پولیسو ته یې سخته مرګ ژوبله اړولې ده. د برید تفصیل په لاندې لینک کې.

کېدای شي پاکستاني چارواکي بیا ادعا وکړي چې حمله کوونکي له افغانستانه ورغلي وو یا بریګر افغانان وو، او یو ځل بیا د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه وکړي.

د کواټ په ډله ییز برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...