Homeخبرونهد کواټ په ډله ییز برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته مرګ...

د کواټ په ډله ییز برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) د خیبر پښتونخوا په کواټ کې له مرګوني چاودنې وروسته د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ تنه وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د روغتیايي چارواکي وايي چې کابو ۱۰۰ تنه مړه او ټپیان وروړل شوي دي. د کواټ مرستیال کمېشنر رسنیو ته ویلي چې برید لا هم روان دی. هغه وویل چې اکثره وژل شوی کسان پولیس دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چاودنه یوه جومات ته څېرمه د پولیسو پر مرکز هغه مهال شوې چې لمونځ کوونکو د جمعې لمونځ پای ته رسولی و.

د پولیسو د سرچینو په وینا، له چاودنې وروسته د پولیسو او وسله والو حمله کوونکو ترمنځ نښته هم شوې ده.

پاکستاني رسنۍ د امنیتي سرچینو په قول وايي چې لږترلږه ۶ حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

په پیل کې یوه ځانوژونکي د پولیسو د مرکز پر دېوال چاودنه وکړه او وروسته نور مرکز ته ننوتل. د چاودنې له کبله د روزنیز مرکز د ودانۍ ډېره برخه ونړېده.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی او پاکستاني چارواکو هم د برید د احتمالي انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...