Homeخبرونهد ملي امنیت پخواني سلاکار زلمی خلیلزاد د جمهوري حکومت په پرزېدو...

د ملي امنیت پخواني سلاکار زلمی خلیلزاد د جمهوري حکومت په پرزېدو کې په لاس لرلو تورن کړی

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) د افغانستان د پرزول شوي جمهوري حکومت د وروستۍ دورې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب محب د افغانستان او د جمهوري حکومت د پرزېدو په اړه په خپل کتاب کې، چې تازه په انګلیسي ژبه چاپ شوی، د جمهوري حکومت د پرزېدو پړه تر ډېره د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پر استازي زلمي خلیلزاد اچولې ده.

ده لیکلي، د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني له هماغه پیله د خلیلزاد د ټاکل کېدو په اړه اندېښمن و. د محب په وینا، غني فکر کاوه چې د خلیلزاد رول ښايي د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.

د محب په ادعا، خلیلزاد د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا له خوا تر ټاکل کېدو وروسته له افغان حکومت پرته له طالبانو سره مستقیمو اړیکو ته دوام ورکړ.

هغه ادعا کوي چې خلیلزاد کابل ته له راتګ وروسته حتی له ده او د سولې د بهیر د هغه مهال له مسوول سلام رحیمي سره ونه کتل، څو د افغان حکومت دریځ د سولې د خبرو په اړه واوري.

محب وايي، د خلیلزاد دې تګلارې طالبانو ته دا ډاډ ورکړ چې له افغان حکومت پرته هم کولی شي له واشنګټن سره مستقیمې خبرې وکړي او له همدې امله د طالبانو سیاسي دریځ پیاوړی شو.

د پخواني ملي امنیت سلاکار په وینا، خلیلزاد د پاکستان له سفر وروسته اشرف غني ته د خپلو خبرو بشپړ معلومات هم ورنه کړل او افغان چارواکي وروسته خبر شول چې هغه له طالبانو سره په پاکستان کې لیدلي دي.

محب لیکي چې افغان حکومت نه پوهېده، خلیلزاد دا کارونه د امریکا د رسمي سیاست له مخې کوي او که د خپل شخصي نوښت له مخې.

د امریکا له چارواکو سره د محب اختلاف

محب په کتاب کې د خپل هغه سفر یادونه هم کړې چې واشنګټن ته یې کړی و. نوموړي ویلي، هلته یې پر دې زغرد انتقاد کړی و چې د خلیلزاد هڅې د افغانستان د جمهوري نظام د کمزوري کېدو او د طالبانو د پیاوړي کېدو سبب کېږي.

د محب په وینا، هغه هڅه وکړه معلومه کړي چې ایا خلیلزاد د امریکا د حکومت په رسمي استازیتوب دا سیاست پر مخ وړي او که نه، خو د ده په خبره، هغه مهال ورته ورکړل شوي ځوابونه متضاد وو.

محب وايي، وروسته له دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د ده ځینې ټاکل شوې لیدنې هم لغوه شوې.

د خلیلزاد په اړه د محب اصلي نیوکه

محب په ټول کتاب کې خلیلزاد تورنوي چې د افغانستان پخوانی حکومت یې د سولې له خبرو څنډې ته کړ، له طالبانو سره یې مستقیمې او په ځینو مواردو کې پټې خبرې وکړې او د دې ډلې سیاسي دریځ یې پیاوړی کړ.

د هغه په باور، دغه اقدامات په پای کې د هغه بهیر یوه مهمه برخه وه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل شو.

خلیلزاد تر دې وړاندې په خپلو مرکو کې دې ته ورته روایتونه، چې ښاغلي محب په خپل کتاب کې ورته اشاره کړې، رد کړي دي او د جمهوریت مشران یې د جمهوري نظام په ماتې او ناکامۍ کې پړه بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...