تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د ډنمارک د کډوالو شورا د ماین پاکۍ له پروګرام سره د ماینونو او د جګړو د پاتې شویو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره دوې هوکړې لاسلیک کړې دي.
د دغو دوو هوکړو ارزښت ۴ اعشاریه ۱ میلیون ډالره ښودل شوی دی. هوکړې د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د عمومي رئیس ملا نورالدین ترابي او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماین پاکۍ پروګرام د عمومي رئیس جې اوپریتي ترمنځ د لیدنې په ترڅ کې لاسلیک شوې دي.
د هوکړو له مخې به د ماین پاکۍ په برخه کې د ګډو پروژو د پلي کولو، د ماینونو او ناچاودو مهماتو په وسیله د ککړو سیمو د پاکولو، د ماینونو د خطرونو په باب د خلکو د پوهاوي د لوړولو او د دغو چاودېدونکو توکو د قربانیانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره همکاري پراخه شي.
ملا نورالدین ترابي د ډنمارک د کډوالو شورا له همکارۍ مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو په وسیله د ککړو سیمو د پاکولو بهیر باید چټک شي.
هغه د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له ادارې او د ماین پاکۍ د همغږۍ له ریاست سره د اغېزمنې همغږۍ پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هغه سیمې باید لومړیتوب ولري چې د خلکو ژوند او خوندیتوب ته تر ټولو لوی ګواښ پېښوي.
د ډنمارک د ماین پاکۍ پروګرام چارواکي جې اوپریتي د سازمان د نویو پروژو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د ماینونو او د جګړو د پاتې شوو چاودېدونکو توکو د خطرونو د کمولو لپاره به همکاري او همغږي روانه وساتي.
افغانستان لا هم د ماینونو له جدي ګواښ سره مخامخ دی
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو له امله د مرګژوبلې له پلوه درېیم هېواد دی. د څو لسیزو جګړو له امله د هېواد په کلیو، کروندو، غرونو او د تګ راتګ په لارو کې زرګونه ماینونه او نور چاودېدونکي توکي پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې په وینا، له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې له ۴۵ زرو ډېر ملکي وګړي د ماینونو او د جګړو د پاتې شوو چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
یوازې تېر کال لږ تر لږه ۹۲ کسان وژل شوي او ۳۷۹ نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د دغو قربانیانو په درو کې دوې برخې ماشومان وو.
زرګونه خطرناکې سیمې لا هم پاتې دي
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې د تازه معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې له ۱۳ اعشاریه ۳ میلیونو ډېر د جګړې پاتې چاودېدونکي توکي، شاوخوا ۷۶۱ زره پرسونل ضد ماینونه او نژدې ۳۴ زره ۳۰۰ د موټرو ضد ماینونه پاک یا له خطر څخه ایستل شوي دي.
سره له دې، شاوخوا ۴۸۴۳ پېژندل شوې خطرناکې سیمې لا هم پاتې دي چې کابو ۱۰۷۰ مربع کیلومتره ځمکه پوښي. دغه سیمې شاوخوا ۱۵۶۵ ټولنو ته د خلکو د خوندي تګ راتګ، اقتصادي فعالیتونو او پراختیا پر وړاندې ګواښونه رامنځته کوي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه تر اوسه د میلیونونو افغانانو لپاره اجرا شوي، چې موخه یې د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د مرګژوبلې مخنیوی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له امله ۴۷۱ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي وو، چې په کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.
د ماینونو پاکول یوازې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره مهم نه دي، بلکې د کرنیزو ځمکو، کورونو، ښوونځیو او نورو عامه ځایونو د بیا خوندي کولو لپاره هم اساسي اهمیت لري. د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو د ادارې په وینا، د افغانستان په ګڼو سیمو کې د جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لا هم د خلکو ورځنی ژوند له خطر سره مخامخوي.
د ۴ اعشاریه ۱ میلیون ډالرو د نویو هوکړو پلي کېدل به د افغانستان په هغو سیمو کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د پاکولو لپاره د نویو پروژو زمینه برابره کړي چې د خلکو ژوند او د هغوی د اقتصادي فعالیتونو لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل کېږي.