ليکوال: دوکتور عبدالرازق صافی
په ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې د اخوندانو شیعه انقلاب او په همدې کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل، د سیمې په سیاسي او امنیتي جوړښت کې ستر بدلونونه رامنځته کړل.
ایران چې له انقلاب وروسته یې نوی اخوندي نظام رامنځته کړی و، افغانستان یې د خپل امنیت، مذهبي اړیکو او سیمییز نفوذ له مهمو ساحو څخه وباله.
د افغانستان په اړه د ایران سیاست په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې ثابت او یو رنګه نه و، د افغانستان د سیاسي وضعیت له بدلون سره د تهران اړیکې او لومړیتوبونه هم بدل شوي دي، د شوروي د اشغال پر مهال د شیعه اورپکو ملاتړ، د مجاهدینو د حکومت پر مهال له بېلابېلو سیاسي ډلو سره اړیکې، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال له شمالي ټلوالې سره نږدېوالی، له ۲۰۰۱ وروسته له نوي نظام سره کلتوري اقتصادي او سیاسي اړیکې، او د سوریې په جګړه کې د فاطمیون جوړېدل د دې سیاست مهم پړاوونه جوړوي.
چې په لاندي تاریخي تسلسل يې تاسو ته وړاندي کوو:
لومړی پړاو: ۱۹۷۹–۱۹۸۹ کلونو کې:
مونږ کولای شو چې دغه – انقلاب او شوروي اشغال دوره– په لاندي توګه واضحه کړو:
- د ایران انقلاب او افغانستان: په ۱۹۷۹ کال کې د ایران اخوندي انقلاب د سیمې د سیاسي معادلو لپاره مهم تحول و، نوی نظام هڅه کوله چې د انقلاب له سیاسي او مذهبي مفکورو څخه سیمهییز نفوذ جوړ کړيهماغه کال شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، ایران له دې وضعیت سره په داسې حال کې مخ شو چې له یوې خوا یې له شوروي سره ستراتیژیک اختلافات لرل او له بلې خوا یې د افغانستان د مذهبي او سیاسي جوړښت د راتلونکي په اړه خپلې اندېښنې درلودې.
- له افغان شیعه اورپکوو سره اړیکې: په ۱۹۸۰مو کلونو کې ایران په ځانګړې توګه د افغان شیعه ډلوو ملاتړ وکړ، مالي، سیاسي، مذهبي او پوځي مرستې د دې اړیکو مهم اړخونه وو، ایران هڅه کوله د افغانستان شیعه تنظیمونه سره نږدې کړي او د هغوی لپاره یو منظم سیاسي ـ پوځي جوړښت رامنځته شي.
- د حزب وحدت د جوړېدو زمینه: د ۱۹۸۰مو کلونو په وروستیو کې د ایران په هڅو او ملاتړ د افغان شیعه ډلو د یووالي پروسه چټکه شوه او په ۱۹۸۹ کال کې حزب وحدت اسلامي افغانستان رامنځته شو.
په دې توګه، د ایران نفوذ په افغانستان کې له انفرادي مذهبي اړیکو څخه یوه منظمې سیاسي او جنګي شبکې ته انتقال شو.
دویم پړاو: ۱۹۸۹–۱۹۹۲
د شوروي له وتلو وروسته د مجاهدینو سیاسي او جنګي سیالي
په ۱۹۸۹ کال کې شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، خو جګړه پای ته ونه رسېده، د مجاهدینو مختلف تنظیمونه د راتلونکي حکومت د جوړښت او واک پر سر له یو بل سره سیالي ته داخل شول.
ایران په دې دوره کې له خپلو پخوانیو اړیکو سره سم له شیعه ډلو سره اړیکې وساتلې، خو په عین وخت کې یې له نورو افغان سیاسي او جهادي جریانونو سره هم د اړیکو د پراخولو هڅه وکړه.
د دې دورې مهم ټکی دا دی چې د ایران افغانستان سیاست ورو ورو له مذهبي ملاتړ څخه پراخې سیاسي او جنګيمحاسبې ته انتقال شو.
درېیم پړاو: ۱۹۹۲–۱۹۹۶
د مجاهدینو حکومت او د ایران له بېلابېلو افغان ډلو سره اړیکې
په ۱۹۹۲ کال کې د نجیب الله حکومت له سقوط وروسته په کابل کې د مجاهدینو حکومت رامنځته شو، د برهان الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي د حکومت په مهمو مرکزونو ونیول، احمدشاه مسعود د دفاع وزارت او پوځي جوړښت کې مهم رول درلود، حزب وحدت په مرکزي سیمو او کابل کې خپل ځواک درلود، او حزب اسلامي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حکومت سره په سخت مخالفت کې و.
- له جمعیت اسلامي سره نږدېوالی: په دې دوره کې ایران له جمعیت اسلامي سره اړیکې پراخې کړې، دا اړیکه یوازې مذهبي نه وه؛ ځکه جمعیت سني اسلامي جریان و، خو د ایران لپاره د افغانستان سیاسي توازن، د پاکستان نفوذ، د سرحدونو امنیت او د خپل سیمهییز نفوذ ساتل مهم عوامل وو، چې هر چا سره یې اړيکې ساتلي.
- له حزب وحدت سره اړیکې: له حزب وحدت سره د ایران اړیکې په دې دوره کې لا هم پراخه شوې، تهران د افغانستان د شیعه سیاسي جوړښت د پیاوړتیا لپاره له حزب وحدت سره خپلې اړیکې وساتلې.
- له حزب اسلامي سره محدودې او متغیرې اړیکې: د ایران او حزب اسلامي اړیکې د جمعیت او حزب وحدت په څېر نږدې او ثابتې نه وې، ځکه حزب اسلامي له پاکستان سره تاریخي او پراخې اړیکې لرلې او د ایران او حزب اسلامي ترمنځ د سیاسي لیدلوري او سیمهییزو محاسبو له امله اړیکې پیچلې وېو خو ایران تل هڅه کوله له افغان سیاسي جریانونو سره د ارتباط دروازې په بشپړه توګه ونه تړي.
څلورم پړاو: ۱۹۹۶–۲۰۰۱
د طالبانو لومړۍ واکمني او د ایران ـ شمالي ټلوالې نږدېوالی
په ۱۹۹۶ کال کې طالبانو کابل ونیو او د افغانستان په ډېرو برخو کې یې واک پراخ کړ، د طالبانو له واکمنۍ سره د ایران افغانستان سیاست په بنسټیز ډول بدل شو.
- د طالبانو او ایران اختلاف: ایران د طالبانو د مذهبي، سیاسي او امنیتي سیاستونو په اړه جدي اندېښنې لرلې، د ایران او طالبانو اړیکې په تدریج سره ترینګلې شوې، خو په ۱۹۹۸ کال کې په مزارشریف کې د ایران د دیپلوماتانو -چې اصل کې د استخباراتو کارمندان وو- له وژل کېدو وروسته وضعیت نور هم خراب شو، چې خبره تر پوځي مانورونو ورسیده.
- له شمالي ټلوالې سره نږدې اړیکې: په همدې دوره کې ایران له شمالي ټلوالې سره پراخې اړیکې جوړې کړې، شمالي ټلواله د طالبانو پر وړاندې د جمعیت اسلامي، حزب وحدت، جنبش ملي او نورو جریانونو له ائتلاف څخه جوړه وه، ایران له دې ائتلاف سره سیاسي، مالي او په ځینو پړاوونو کې پوځي او لوژستیکي مرستې کولي، دلته د ایران سیاست په ښکاره ډول له مذهبي محاسبې څخه جیوپولیټیکې محاسبې ته واخوت، چې موخې يې: د طالبانو د پراختیا مخنیوی، د پاکستان د نفوذ محدودول او د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې د خپل نفوذ ساتل وو.
- له جمعیت او احمدشاه مسعود سره اړیکې: په دې دوره کې د ایران اړیکې له احمدشاه مسعود او جمعیت اسلامي سره ځانګړی اهمیت پیدا کړ، ایران د طالبانو پر وړاندې د مسعود د مقاومت یو مهم سیمهییز ملاتړی شو.
پنځم پړاو: ۲۰۰۱–۲۰۰۴
د طالبانو سقوط او د امریکا حضور
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له پېښو وروسته امریکا پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو لومړی نظام سقوط شو، د طالبانو د سقوط په بهیر کې شمالي ټلواله د امریکا له ائتلاف سره یوځای شوه، ایران چې له طالبانو سره یې سخت اختلاف درلود، د نوي سیاسي نظام د جوړېدو له بهیر سره پراګماتیک تعامل شروع کړ.
په بُن کنفرانس کې ایران د افغانستان د نوي سیاسي جوړښت په مذاکراتو کې فعال رول ولوباوه، په دې مرحله کې د ایران او امریکا ګټې په یوه محدوده نقطه کې سره نږدې شوې: د طالبانو د لومړي نظام پای او د نوي افغان سیاسي جوړښت رامنځته کېدل.
خو دا نږدېوالی ستراتیژیک اتحاد نه و؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ ژوره سیالي له منځه نه وه تللې.
شپږم پړاو: ۲۰۰۴–۲۰۱۴
له نوي افغان حکومت سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې
د نوي افغان نظام له ټینګېدو وروسته ایران له کابل سره رسمي اړیکې پراخې کړې.
د ایران سیاست په دې دوره کې څو اړخونه درلودل:
- له افغان حکومت سره دیپلوماتیکې اړیکې؛
- د سوداګرۍ پراختیا؛
- د افغانستان د برېښنا په برخه کې همکاری؛
- د چابهار بندر له لارې د افغانستان د ترانزیټ ملاتړ؛
- په لوېدیځ افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه؛
- فرهنګي مرکزونه؛
- مذهبي او تعلیمي فعالیتونه؛
- له افغان سیاسي مشرانو سره اړیکې.
د فرهنګي نفوذ پراختیا
د ۲۰۰۱ وروسته د افغانستان د رسنیو او فرهنګي فضا د پراخېدو له امله ایران هم د فارسي ژبې له فرهنګي او رسنیز چاپېریال څخه استفاده وکړه، ایراني فلمونه، سریالونه، کتابونه، تلویزیوني پروګرامونه او فرهنګي تولیدات په ځانګړې توګه په لوېدیځ او مرکزي افغانستان کې پراخ ليدونکي او مينوال پیدا کړل.
اووم پړاو: ۲۰۱۴–۲۰۲۱
د داعش ظهور، فاطمیون او د ایران امنیتي نفوذ
په سوریه کې د جګړې پراخېدو او د داعش د ظهور سره ایران خپل سیمهییز امنیتي فعالیتونه زیات کړل، چې لاندي لنډیز دي:
- د فاطمیون لوا: ایران د افغان شیعه کډوالو له منځه جنګیالي جذب کړل او د فاطمیون په نوم یې وسلوال ځواک ترې جوړ کړ، دغه ځواک په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ وجنګېد، فاطمیون د ایران د افغانستان اړوند سیاست امنیتي اړخ ته نوی بُعد ورکړ؛ ځکه د افغان کډوالۍ موضوع د ایران له سیمهییز امنیتي سیاست سره وتړل شوه.
- د افغانستان دننه سیاسي اړیکې: په همدې دوره کې ایران له بېلابېلو افغان سیاسي جریانونو سره اړیکې ساتلې، د ایران سیاست یوازې پر یوه ډله نه و ولاړ، بلکې تهران هڅه کوله د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت له مختلفو اړخونو سره ارتباط ولري.
- له طالبانو سره اړیکې: د امریکا پر وړاندې د مقاومت او پر افغان حکومت د فشار لپاره د ایران دوهمخې سیاست: ایران د پخواني مخالفې ډلې طالبانو سره په تدریجي ډول اړیکې پراخې کړې، تهران له یوې خوا له افغان حکومت سره رسمي اړیکې ساتلې او له بلې خوا یې له طالبانو سره تماسونه او همکارۍ زیاتې کړې، په ځانګړي ډول د امریکايي ځواکونو د حضور پر وړاندې پوځي او لوژستیکې همکاري کوله، چې دې کار د ایران د سیمهییزو ګټو او د امریکا د نفوذ د محدودولو له ستراتیژۍ سره تړاو درلود.
اتم پړاو: ۲۰۲۱–تر اوسه
د طالبانو بیا واکمني او د ایران نوې محاسبه
په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا او ناټو له وتلو وروسته طالبان بېرته کابل ته راغلل، دې تحول د ایران لپاره یو نوی امنیتي وضعیت رامنځته کړ، له یوې خوا ایران له طالبانو سره پخوانی مذهبي او سیاسي اختلاف لري؛ له بلې خوا تهران له نوي واقعیت سره د تعامل اړتیا هم لري.
په دې دوره کې د ایران لپاره څو موضوعات مهم دي:
- د افغانستان او ایران ګډه پوله؛
- د اوبو مسئله؛
- د افغان کډوالو وضعیت؛
- سوداګري او ترانزیټ؛
- د داعش ـ خراسان ګواښ؛
- د افغانستان شیعه اقلیت امنیت؛
- د امریکا د بیا پوځي حضور د احتمال مخنیوی؛
- له نوي افغان نظام سره د سیاسي اړیکو ساتل.
له همدې امله، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ایران سیاست له «مخالفت» څخه د مشروط تعامل او امنیتي محاسبې باندې ولاړ دی.
اوس به هغه اصلي لارې او وسیلې ذکر کړو چې په افغانستان کې د ایران د خپل نفوذ لپاره استعمالوي او یايې کړي دي:
د تېرو څه باندې څلورو لسیزو تاریخي تسلسل ته په کتلو، د ایران نفوذ په افغانستان کې په لاندې برخو کې راټولېدای شي:
- مذهبي نفوذ: د شیعه مدرسو، دیني مرکزونو، مذهبي مراسمو، علماوو او رسنيو له لارې.
- سیاسي نفوذ: له حزب وحدت، جمعیت اسلامي، شمالي ټلوالې او په بېلابېلو پړاوونو کې له نورو افغان سیاسي شخصیتونو او جریانونو سره د اړیکو له لارې.
- فرهنګي او رسنیز نفوذ: د فارسي ژبې د رسنیو، فلمونو، سریالونو، کتابونو او فرهنګي مرکزونو له لارې.
- اقتصادي نفوذ: د سوداګرۍ، برېښنا، ترانزیټ، چابهار او په لوېدیځ افغانستان کې د اقتصادي اړیکو له لارې.
- امنیتي نفوذ: د مجاهدینو له ځینو ډلو سره د پخوانیو اړیکو، د شمالي ټلوالې د ملاتړ او وروسته د فاطمیون د جوړولو له لارې.
له ۱۹۷۹ کال څخه تر نن پورې په افغانستان کې د ایران سیاست د یوه ثابت او واحد مسیر پر ځای څو پړاوونه تېر کړي دي، په لومړي پړاو کې ایران د شوروي د اشغال پر مهال د افغان شیعه اورپکو ملاتړ وکړ او د حزب وحدت د جوړېدو په بهیر کې یې رول درلود.
د مجاهدینو د حکومت پر مهال یې له حزب وحدت سره اړیکې وساتلې او له جمعیت اسلامي سره یې هم سیاسي اړیکې پراخې کړې؛ په داسې حال کې چې له حزب اسلامي سره یې اړیکې نسبتاً محدودې او متغیرې وې.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ایران او طالبانو اختلافات ژور شول او تهران د شمالي ټلوالې، په ځانګړې توګه د جمعیت اسلامي او احمدشاه مسعود، له مهمو سیمهییزو ملاتړو څخه شو.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته ایران د نوي افغان نظام له جوړېدو سره تعامل وکړ او په بُن کنفرانس کې یې فعال رول درلود، وروسته یې له کابل سره سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او مذهبي اړیکې پراخې کړې.
د سوریې د جګړې پر مهال د فاطمیون جوړېدل د ایران د افغانستان اړوند سیاست امنیتي اړخ ته نوی بُعد ورکړ، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران یو ځل بیا له نوي واقعیت سره د تعامل سیاست غوره کړ؛ خو د اوبو، کډوالۍ، سرحدي امنیت، داعش او د افغانستان د شیعه ټولنې د وضعیت په اړه خپلې امنیتي اندېښنې یې هم وساتلې.
په مجموع کې، په افغانستان کې د ایران سیاست نه یوازې مذهبي، بلکې جیوپولیټیک، امنیتي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ابعاد لري. د دې سیاست د پوهېدو لپاره باید د هرې دورې شرایط، د ایران ملي ګټې او له افغان سیاسي جریانونو سره د تهران اړیکې په خپل تاریخي ځای کې وڅېړل شي.
د ایران او افغانستان د اړیکو تاریخ په همدې دلیل د یوه ساده «مذهبي نفوذ» داستان نه دی؛ بلکې د انقلاب، جهاد، کورنۍ جګړې، طالبانو، امریکا، سیمهییزې سیالۍ، کډوالۍ، مذهب او فرهنګ د متقابلو اغېزو یو پېچلی تاریخ دی.