تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۲۲مه/ د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د اندونیزیا یوه مسافر وړونکې بېړۍ، چې ۲۴۳ مسافر او د عملې غړي پکې سپاره وو، د یکشنبې په سهار، د سپټمبر په ۱۳مه، په جاوا سمندر کې ورکه شوې ده.
د کامپس خبري شبکې راپور ورکړی چې د «ویرګو ټرانسپورټ ۸» په نوم بېړۍ د ختیځ جاوا له سورابایا ښار څخه د سویلي کالیمانتان د بانجارماسین ښار پر لور روانه وه، خو د اندونیزیا پر مرکزي وخت د سهار شاوخوا دوه بجې یې اړیکه پرې شوه.
په بانجارماسین کې د لټون او ژغورنې د دفتر مشر، ای پوتو سودایانا، ویلي چې د دوی دفتر دوه ساعته وروسته د بېړني حالت راپور ترلاسه کړ او د لټون او ژغورنې ګډ ټیم یې سمدستي سیمې ته واستاوه.
نوموړي په یوه بیان کې ویلي: «وروستي ترلاسه شوي معلومات ښيي چې بېړۍ د جاوا سمندر په اوبو کې له خرابې هوا سره مخ شوې او د بانجارماسین د باسیریح د لټون او ژغورنې له بندر څخه شاوخوا ۸۰ سمندري میله واټن لري.»
د بېړۍ له ۲۴۳ سپرلیو څخه ۳۰ تنه د بېړۍ د عملې غړي وو.
راپورونه وایي چې، د لټون عملیات لا هم روان دي او چارواکي د بېړۍ او د هغې د سپرلیو د وضعیت په اړه نور جزیات څېړي.
د جاوا سمندر په خرابو هوايي شرایطو کې د دې بېړۍ ورکېدو د سپرلیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. ژغورونکې ډلې په سیمه کې بوختې دي، څو د بېړۍ د ځای یا احتمالي ژغورل شویو کسانو کومه نښه ومومي.
تر اوسه د بېړۍ د اړیکې د پرې کېدو د لامل او د هغې د اوسني وضعیت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.