له درانه فرهنګپال صادق ژړک سره د علامه حبیبي مرحوم د کوم سمینار ثبت شوې وینا شته چې د خبرو د فصاحت او بلاغت یو جهان یې بللی شو، ما ته یې له حبیبي صاحب سره د همیشنې خوا حوږی لامله دا وینا په ځلونو ځلونو اورولی ده، دا سمینار ممکن د داودخان د حکومت په کالونو کې شوی وي ځکه چې د حبیبي صاحب په خبرو کې یو ځای د هغه وخت د جمهوري دولت یادونه اورو، یو بل ځای د سمینار د منشي چې نوم یې اشرف غني اخلې مننه ترې کوي، زه نه پوهیږم چې همدا وسنی جمهوریس اشرف غني به وي او که کوم بل اشرف غني ؟
په دې وینا کې د تنقید د رویې او قضاوت په حواله جالبې خبرې هغه وخت اورو، کله چې دی د هغه وخت د ځوان شاعر او لیکوال سعدالدین شپون پر مقاله خبرې کوي، شپون صاحب ممکن د نوي او پخواني شعر په اړه مقاله اورولي وي او پر پخوانیو شاعرانو او پر شعرونو يې تیز او توند نقد کړی وي، ځکه خو حبیبي صاحب ورته د لږ و ډیر طنز تر څنګ په مسکانه ډول د نوي شعر د ارزونې پر مهال پر پخواني شعر او شاعرانو د تیز او توند نقد په حواله وايي چې د هر دور خپلې غوښتنې او تقاضاوې وي، هغه شعرچې کالونه پخوا الفت او اجمل یا بینوا لیکلی د همغه وخت نوې فني او موضوعي غوښتنې وې او اوس نورې غوښتنې دي چې د شپون صاحب په څیر ځوان شاعران به يې په خپلو شعرونو کې پوره کوي،
د حبیبي صاحب له خبرو په اسانه اخذ کولای شو چې د تنقید اعتدالال او توازن نه یوازې له معاصرو ادبیاتو سره د پخوانیو ادبیاتو د پرتلې پر مهال د هغه خپل خپل وخت د میعار په تناظر کې ساتلی شو، بلکې د معاصر نقد پر مهال له خپلو رایو او قضاوتو سره هم باید د مستقبل ( اینده ) د ادبیاتو د زوق خیال هم وساتو، که په معاصرو تخلیقي ادبیاتو د جدید معیار په تناظر کې خبرې کوو او د پخوانیو ادبیاتو روایت په پام کې ونه نیسو،ممکن له تیرو ارزښتونو سره یو ډول جذباتي رویه خپلوو او دا باید هیرنکړو چې راروان دور به هم د دې دور ( چې نن نوی او صبا بیا پخوانی دی ) په اړه همداسې قضاوتونه ونکړي ؟ چې ښه مثال یې همدا شپون صاحب یادولی شو، په هغه وخت کې چې شپون صاحب په پخواني شعر تیزاو توند نقد کړی دیرش څلویښت کالونه ورسته چې هغه دور نه دی د نوي شعر هیتي او ماهیتي بڼې بدلې شوي، هغه شپون څوک د جدید شاعر په حیث نه پیژني کوم چې دسیمنار د کلونو په وخت کې د ځوان او نوي شاعر په حیث شناخت لري، یعنې هغه وخت هم نوی پاتې نه شو دا دی وس بل نوی وخت دی او راروان هم شاید دا وخت نوی پاتې نه شي نو ځکه بویه د قضاوتونو پر مهال له خپلو رایو سره چلند یو څه په اصطلاح د تامل وړ وښایو،
زمونږ د تنقید یو لوی عیب دا دی چې د قضاوتونو په برخه کې یې زماني پس منظرونه هیر کړي وي چې د تنقید تیوري یې درې بنیادي ستون ښودلي دي، ماضی ( پخوانی ) حال ( معاصر) اومستقبل ( اینده ) چې دا درې واړه د زماني پس منظرونو په برخه کې بنیادي بحث او توازون ته لار عیاروي.
د حال او ماضي د ادبیاتو د پرتلې او قضاوتونو او تحلیلونو په اړه خو یو څه د احطیاط خبره وشوه مګر د مستقبل په اړه هم دلته خبره ډیره مختلفه نه ده یعنې څنګه چې د معاصر نقد پرمهال د پخوانیو ادبیاتو په اړه د قضاوت په برخه کې یو څه باید محطاط ووسو، دلته هم د حال د نقدد معیار په تناظر کې باید له خپلو رایو او قضاوتونو سره پام وکړو، هغه تنقیدي رایه چې قطعي قضاوت یې پر مبالغو اډانه وي، که يې په اړه وس څه ونه ویل شي په اینده کې به یې په خپله د پنځونکي پنځونه رایې ته قضاوت پیدا کړي، هیڅ قطعي قضاوت ممکن په بل وخت کې قطعي نه وي ځکه ادبي ارزښتونه هم د عمومي ارزښتونو په څیر له وخت او حالاتو سره بدلون مومي.
مرحوم قلندر مومند چې په ګوتشمیرکتابونو یې سریزې او مقالې لیکلي، اکثر يې د تنقید د مستقبل ( اینده ) د زاویې له اړخه نسبتا له خپلو رایو او قضاوتو سره یو څه محطاط چلند کړی د ایوب صابر د ځیګرخون په سریز کې یې لولو،
( که زه د هغه د کلام په حقله رایه قایمه کړم او دا قایم شوی خیال راتلونکي نسل ته په تحریری شکل کې پریږدم نو وویریږم چې که راتلونکی نسل د ذوق د بدلیدو په وجه زما رايې سره اتفاق ونکړي او د ایوب صابر په حقله څه بله رایه قایمه کړي نو د صابرشاعرۍ سره به کیږي خو زما د تنقیدي شعور په باره کې به هم دغه نسل د رایې په بدلیدو مجبور وي. او دا به زما لپاره دیر خوشګواره خبره نه وي )
خبره دا ده که یو څوک ووایي چې د اینده وخت د معیار له ویرې که د حال د معیار په اساس رایه ورنکړو او اینده هم هغه معیار بدل نه شي نو له تخلیقاتو سره به مو په حال کې یو ډول ټیټ چلند نه وي کړی ؟
دا سمه ده چې د حال د تخلیقاتو په اړه د رایې یا قضاوت په مورد کې ویره نه ده پکار خو د رایې یا د قضاوت د تعیین په وخت کې د ادبي او هنري ارزښتونو د تلپاتې معیارونو لامله ( چې بې انصافي ورسره ونه شي ) ویره ضرور پکار ده، هم د نقار لپاره او هم د تخلیق په حواله د پنځونکي لپاره !!
داسې ډیرې بیلګې شته چې د پخوانیو تخلیقاتو مضمون او پیرایه له وسنیو نویوادبي او هنري دودونو سره ډیر توپیر نلري مګر هغه بیلګې هم کمې نه دي چې په هغه وخت پرې ډیر لوی قضاوتونه شوي خو ورسته هم هغه قضاوتونه او رایې دروغجنې ثابتې شوي دي او هم همغه تخلیقی پنځوانې کم معیاره چې یو وخت په مبالغانه انداز شهکارونه بلل شوي دي چې دا بیا د مرحوم مومند په خبره ډیر داسې خوشګواره خبره نه ده !
د پښتو په لږ و ډیر عملي تنقید کې د حال او ماضي د تنقید خیال خو ساتل شوی دی مګر که د مستقبل ( اینده ) په حواله هم زمونږ نقادان یو څه غور ته مخه کړي نو یقین دی چې دقطعي او مبالغانه رایو او قضاوتونو په مورد کې به مو یو څه کمی راغلی وي چې دا به زمونږ د پښتو د تنقیدي ادب د توازون او اعتدال باور او ارزښت رامنځته کړي.
خدای دې تاسو پښتنو ته لارښوونه وکړي. په پښتو کې دستون په نوم مونږ څه نه لروبلکې ستن لرو چې په ستنه او ستنې او ړي.
که په ژبه کې خپله کلیمه ونه لرو او پر ځای یې د بلې ژبه کلیمه وکاروو، عیب به نه وي. خو زه نه پوهیږم، چې ځیني لیکوال او شاعران ولې په خپله ژبه کې د شته کلیمو با وجود د نورو ژبو کلیمې کاروي؟
که دا عنوان یې داسې، چې د کره کتنې درې بنیادي ستنې نو څه به شوي و؟ همداسې په لیکنې کې ډېرې کلیمې شته، چې پښتو بدیل یې لرو.