Homeادبای مرمۍ،مرمۍ ، وسلې، وسلې هېواده!

ای مرمۍ،مرمۍ ، وسلې، وسلې هېواده!

اې زخمي ، زخمي، تیکې، تیکې هېواده

اې بارود پـه اور لمـبـې، لمـبـې هېواده

دا دعــا درتـــه کــومــه ، چـې ملنګ یم

خدای دې یو کړه اې ټوټې، ټوټې هېواده

نــور قلم او د کتاب پــر لار روان شـه

اې مـرمۍ، مــرمۍ، وسلې، وسلې هېواده

د بلبلو لښکر جوړ له یاقربان کړه
بیا#مېوند کې،اې ټپې،ټپې هېواده
ستا بچی یمه،پر لنګ مې پېرزو نه شې
ستا بچی یم،اې شملې،شملې هېواده
سعودبنګښ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...