جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهیوناما: افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو ډېر ځپونکی هېواد...

یوناما: افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو ډېر ځپونکی هېواد دی

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸)  د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما وایي افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد دی .

دغه دفتر پرون د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر حقونو لګولي “سخت بندیزونه” ژر تر ژره ختم کړي.

د طالبانو رژیم، هغه هم د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال په کچه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو له ادعاوو او تورونو ډک پيغام خپور کړی و.

د طالبانو دغه  مقام مولوي کبیر پر مخکیني حکومت له ښځو څخه د ابزاري استفادې د تور لګولو ترڅنګ، ادعا کړې وه چې دوی د ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن دي او کافي حقونه یې ورکړي هم دي.

د مارچ اتمه په نړۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه په داسې مهال پرون ونمانځل شوه، چې افغانې ښځې له تېر څه باندې یونیم کال راهیسې د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ دي، د تعلیم او کار حق ترې اخیستل شوي او د ژوند له نورو چارو هم ایستل شوې او په کورونو کې بندې ساتل شوې دي.

5 COMMENTS

  1. دا پوښتنه د خپل تالیڅټي سرمنشي نه وکړه چې ولې د امریکا هر امر ته سر ټيټوي او بیا یې د امریکا نه وکړه چې افغانستان یې طالبانو ته ډالۍ کړ. رزیلو تش په نوم د بشریت د حقوقو چیغې وهئ مګر نور هیڅ نه شئ کولی.

  2. لکه چی د باتور افغان ملت په کومک ظالم اتحادی شوروی ویجاړ شو همداسی به دا بل ظالم فریبکاره امریکا هم د خپلو روزل شوو غلامانو سره ویجاړیږی او د چین مردودی منافقی هلی ځلی به هم ناکامه شی !!!!

  3. د ښاغلی سلیمان او عزتمند ښاغلی دوکتور غروال صاحب د تبصرو سره په پوره او بشپړ ډول موافق یم.
    په درناوی

  4. دا باتور افغان ملت چيرته ده چي نن له يخني لړزيږي، له لوږي مري نړيوالي ته ګداګر شانته ناست ده او پاته د نه وي ط ورباندي حکمران ده.

  5. د افغان ملت باتوری باندی شک کول ستره خطا دی ، لږ د حوصلی څخه کار واخله ددی افغان ملت باتوری به سربیره د دوی شعوری وږی ساتل او پلانیز دا جاهل طالبان ورباندی د اسلام مقدس دین شعار باندی د اجنبیانو له خوا حکمران کول به افغان ملت درک کړی او بیا به خپل د نیکونو او پلارونو باتوری بیا جهان ته څرګنده کړی !!!!
    د وطندار صاحب نیک نظر څخه مننه !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب