شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد نجونو ښوونځي تړلي، خو د جلال اباد یوه لېسه کې ورته...

د نجونو ښوونځي تړلي، خو د جلال اباد یوه لېسه کې ورته کمپیوټرخونه جوړه شوه

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸)  د افغان ماشومانو لپاره د المان موسسې په مالي لګښت د جلال اباد ښار په بي بي زينب عالي لېسه کې يوه مجهز کمپيوټر خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

د ننګرهار د پوهنې رياست طالب مرستيال مولوي لياقت علي عابد د ياد مؤسسې له مسئولينو مننه وکړه او په ديني او عصري برخه کې يې د زده کړو تر سره کول اړين ياد کړل.

 طالبانو نه دي ویلي، چې پر دغې کمپیوټر خونې څومره لګښت شوی او له پرانیستې وروسته به یې څه استفاده ورڅخه کیږي؟

یاد شوی کمپیوټر مرکز پرون په داسې مهال پرانیستل شوی، چې د ښځو نړیواله ورځ وه.

افغان ښځو سږ کال هم دا ورځ په داسې مهال تېره کړه، چې ښوونځي او پوهنتونونه یې پر مخ تړلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب