شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د میاشتني درد د کمولو لارې

د میاشتني درد د کمولو لارې

ژباړه: مریم محمدي

د ډیرو ښځمنو لپاره میاشتنی عادت دردناکه او ځوروونکی دی. له بلوعه تر امینداورۍ پورې ښځمنې له دې تکلیفه کړیږي.

په نجونو کې دا درد د میاشتني عادت له پیل څخه یو یا دوه کاله (بلوغ) وروسته پېلېږي چې د میاشتني عادت د اولیه درد په نوم یادېږي.

د میاشتنۍ ناروغۍ د دورې نامناسب مدیریت د شدید درد په ګډون، پرله ‌پسې ستونزې زېږوي چې نجونې په دغه پړاو کې له سترس، شرم او رواني ناراحتۍ سره مخامخ کېږي.

۱- د میاشتني عادت د درد نښې نښانې

– درد د میاشتني عادت د پېلېدو سره پېلېږي او څو ساعته یا څو ورځې دوام کوي.

– د خېټې د لاندې برخه، ملا، زنګونونه او ورانونه سخت درد کوي.

– انرژي او ځواک له لاسه ورکوي.

– کله، کله زړه بدوالی او کانګې ورسره مل وي.

۲- د شيدو او ادرک په وسله یې د درد درمنله وکړئ

په ادرک کې پروټين، کيلشيم، فولاد، مينيشيم، وټامين E.C او k موجود دي چې د شيدو او ادرک په ګډ خوراک سره د پښو، سر، بندونو او بدن درد له منځه ځي.

روغتيا پوهان وايي، ادرک په بيلابيلو له زرګونو کلونو راپديخوا په مختلفو درملو کې کارول کيږي وايي چې د دواړو شيانو په ګډ خوراک سره د انسان هډوکي کلکيږي، د هاضمې نظام له هر ډول خرابوالي ليرې ساتي.

که ميرمنې شیدې او ادرک د مياشتنۍ ناروغۍ پر وخت وکاروي، د هغوی په ناروغۍ کې ډيره مرسته کوي.

د دې لپاره چې په میاشتنۍ ناروغۍ کې د ملا، خیټې او ټول بدن درد مو کم شي، د یادې ناروغۍ تاریخ ولیکئ، له راتک څخه یوه ورځ مخکې، ادرک او د شیدو چای وڅښئ، خو دا چې اکثره وخت له تاریخ نه مخکې یا هم وروسته یاده ناروغۍ راځي، نو ښه ده چې، د ناورغۍ په لومړنیو ساعتونو کې، دوه ګیلاسه شیدې ګرمې کړئ، د ادرکو پودر یا هم تازه یې په شیدو کې ویشوئ، بیا یې وڅښئ، له دې کار سره ټول وجود نرمیږي، د میاشتنۍ عادت درد هم کمیږي.

۳- ورزش وکړئ

په میاشتنۍ ناروغي کې ورزش او فزیکي فعالیت لپاره محدودیت نشته او کولی شئ هر ډول ورځني کارونه ترسره کړئ.

په دې وخت کې غوره ورزش بیا دا دی چې په اړخ پرېوځئ.
د پرېوتو پر مهال مو تر پښو لاندې بالښت کېږدئ یا مو زنګونونه ځمکې خوا ته کېږدئ.

هغو نجونو او میرمنې چې په ورځني ډول بیلابیل ورزشونه کوي، ورته په کار ده چې په دې وخت کې یوازې، سهار او ماښام ۲۰ دقیقي پیاده تګ وکړي، له نورو سختو ورزشونو دې ډډه وکړي.

په میاشتنۍ ناروغۍ کې ورزش کول نه یوازې دا چې د دې میاشتې درد کموي بلکې، منظم سپورت د راتلونکي میاشتنیو دردونو په کموالي کې هم مرسته کوي.

سرچینه: asanteb.com

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب