جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهسیمه ییز هېوادونه: ۲۵ میلیونه افغانان وږي او عاجلو مرستو ته اړ...

سیمه ییز هېوادونه: ۲۵ میلیونه افغانان وږي او عاجلو مرستو ته اړ دي

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸)  د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان لپاره د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې ۲۵ میلیونه افغانان وږي او د عاجلو مرستو مستحق ګڼل شوي دي.

په دغه غونډه کې، له امریکا متحده ایالاتو غوښتل شوي چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمني ازاده او له دې اړخه د سوداګرۍ او اقتصادي تعاملاتو ستونزه حل کړي.

  په دغه غونډه کې یو ځل بیا د طالبانو له لوري د ټول ګډونه حکومت د جوړولو، د ښځو او نورو افغانانو د حقونو د ورکولو او له افغان خاورې د ترهګریزو خطرونو د نه رامنځته کیدو د تضمین غوښتنه شوې ده.

طالبانو د غونډې نورو غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغان شتمنۍ د خلاصون په اړه یې د شوې غوښتنې هرکلی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب