شنبه, اپریل 27, 2024
Homeسپورتبلخ کې د وزلوبې سیالۍ دوام لري

بلخ کې د وزلوبې سیالۍ دوام لري

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸)  د بلخ ولايت د وزلوبې سياليو په دوام تمه وه، چې د سمنګان او فارياب ولايت لوبډلې له يو بل سره سيالۍ ته ښکته شي؛ خو د سمنګان ولايت لوبډلې د نه حاضرېدو په صورت کې فارياب لوبډلې درې  امتيازه ترلاسه کړل.

په دويمه سيالۍ کې د باميان او بدخشان لوبډلې يو له بل سره سيالۍ ته وړاندې شوې، چې په پايله کې بدخشان لوبډلې سيالې لوبډلې ته ” ۵_۰ ” په توپير ماتې ورکړه.

تېره ورځ د‌ دغو سياليو درېيمه لوبه د بلخ او جوزجان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې بلخ  لوبډلې د ” ۸_۱”  په توپير خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

همدا راز سرپل لوبډلې له لوګر لوبډلې څخه د ” ۱۲_۲ ” په توپير سيالي وګټله او بريا يې خپله کړه.

تمه وه، چې د‌ دغو سياليو دويمه لوبه تخار او کندوز لوبډلې ترسره کړي؛ خو د کندز لوبډلې د نشتون په صورت کې تخار  لوبډلې د دريو امتيازونه‌ په ترلاسه کولو سره بريا ترلاسه کړه.

د پرون ورځې وروستۍ سيالي د سمنګان او جوزجان لوبډلو ترمنځ کېدونکې وه؛ خو سمنګان لوبډله سيالۍ ته د نه حاضرېدو په صورت د دې سبب شوه، چې سياله لوبډله يې ۳ امتيازونه ترلاسه کړي او ګټونکې اعلان شي.

هېره دې نه‌ وي، چې د دغو سياليو په اوږدو کې به سبا باميان له تخار سره، بغلان له لوګر سره او کوربه ولايت بلخ به له فارياب لوبډلې سره سيالۍ ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب