دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهروسیه کې د ط د ډیپلوماټانو شمېر زیات شوی دی

روسیه کې د ط د ډیپلوماټانو شمېر زیات شوی دی

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸)  د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ریانوستي ته وویل: “موږ په مسکو کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو شمېر زیاتولو ته اجازه ورکړه.”

نوموړي د طالبانو د اوسني رژیم ډيپلوماتانو ته په اشارې سره وويل، چې “پخوا په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې يو کارمند و، اوس درې تنه دي.”

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په مسکو کې د افغانستان د سفارت سرپرست هم د روان کال په اپریل میاشت کې د کابل د اوسني رژیم له خوا معرفي شوی و او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی و.

له هغه اووه میاشتې وروسته د روسیې دولتي خبري اژانس د عبدالله یاسر په نوم یو بل دیپلومات مسکو ته د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه د کار کولو اعلان وکړ.

ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان د سفارت د نویو کارکوونکو په اړه جزئیات ورنه کړل.

د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړي استازي وویل، نوي ډیپلوماتان به په روسیه کې له مېشتو افغانانو سره د قونسلګرۍ د خدمتونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، ځکه چې په روسیه کې ډېر افغانان مېشت دي.

تر دې وړاندې طالب دیپلوماتانو ترکیې، پاکستان، ترکمنستان، قطر، چین او ایران ته هم سفرونه کړي وو.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخالفان یې د دوی دیپلوماتانو ته په بهرنیو هېوادونو کې د کار کولو د اجازې مخالف دي او وایي دغه رژیم په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د افغانانو استازیتوب نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب