پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد بغلان د غوري سمنټو فابریکې تولیدات زیات شوي

د بغلان د غوري سمنټو فابریکې تولیدات زیات شوي

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸) د بغلان د غوري سيمنټو فابريکو مسئولين وايي، چې د نوې ماشینرۍ به پېرلو سره دوه برابره ددې فابريکو توليد د پخوا په پرتله ډېر شوي دي.

د غوري سيمنټو د فابريکو مالي او اداري مرستيال عبدالوکيل قيومي ويلي، چې د غوري سيمنټو فابريکو توليد د تير حکومت پرمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټنه وو، خو اوس د نوې ماشينرۍ په پېرلو او نصب کولو سره يې توليد په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۰ ټنوته لوړ شوي .

قيومي زياته کړه ،چې د غوري سيمنټو د دواړو فابريکو د نصب ظرفيت په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ ټنه دي خو د اوس لپاره ۶۰۰ ټنه توليد کوي او ټينګار يې دادي چې که د وسايطو د جوړېدو او د برېښنا او سکرو د کمښت ستونزه يې حل شي نو په ۲۴ ساعتونو کې به دغه فابريکې ۸۰۰ ټنه سيمنټ توليد کړي.

د بغلان د اقتصاد رئيس عبدالمتين اخندزاده رسنيو ته ويلي، چې د غوري سيمنټو فابريکو لپاره نوې ماشينري له چين او ايران هيوادونو څخه د اتلس ميليونه افغانيو په ارزښت پيرل شوې چې په نصب کولو سره يې توليد ډېر شوي دي.

د غوري سيمنټو فابريکو مسئولين وايي، چې اوس د ټول افغانستان د اړتيا وړ شپږ سلنه سيمنټ دغه فابريکې توليد کوي او ټينګار يې دادی، چې که د ماشينرۍ، برېښنا او ګڼو نورو برخو کې د دوی شته ستونزې هوارې شي ،نو توليد به په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ ټنو ته ورسوي ،چې ورسره به دټول هېواد د اړتيا وړ ۱۴ سلنه سيمنټ توليد شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب