کاشکي هر انسان دا فکر وکړي،
هغه وخت چي په بل پسي په تجسس او د بل د عيبونو او نيمګړتياوو په بيانولو ضايع کوو، ښه دا ده، چي د خپل ځان په اصلاح کولو ئې مصرف کړو.
ولي داسي څه نه کوو، چي د منفي فکر پر ځای بايد مثبت فکر وپالو.
ولي داسي نه غواړو، چي د بل د ورانولو پر ځای بايد د خپلي ابادۍ لپاره کار وکړو.
کاشکي دا فکر عام او عملي شي، چي د بل منفي ټکي بيانوو، ښه دا ده، په ځان کي داسي مثبت ټکي راولو، چي ځان او ټولني ته مو خير ورسېږي.
کاشکي دا احساس هر چا ته وشي، چي د نورو عيبونه پلټل او په نورو پسي څراغ ګرځول د هغوی عيبونه نشي اصلاح کولای. دا کار نه زموږ په خير دی او نه د ټولني په ګټه.
هغه ټولنه به څه معنوي او مادي پرمختګ وکړي، چي وګړي ئې ټول عمر د يو بل په تخريب او بربادولو پسي ګرځي.
له هغو خلکو به څه د ښو تمه وشي، چي رحمان بابا وايي:
که يوه جودانه عيب وينې په بل کي
هغه يو جودانه عيب به ئې لوی غر کړې
که دي خپله ګناه لويه لکه غر وي
په حيله، حيله به غر د مچ وزر کړې
هغه خلک چي د بل عيب لټول، په بل پسي تجسس کول او د نورو نيمګړتياوي بيانول ئې عادت او روزګار وي، څنګه به د خپل ځان او خپلي ټولني د سمون لپاره وخت پيدا کړي؟!! څنګه او د کوم پرمختګ فکر به ورسره وي؟!!
ټولنه هغه وخت واقعي پرمختګ کولای شي، چي وګړي د يو بل د غورځولو پر ځای يو بل ته لاس ورکړي او يو بل راپورته کړي.
يو بل ته متقابل احترام ولري.
د يو بل په ابادۍ خوشحاله شي. د ټولني د ښه سمون او پرمختګ لپاره له يو بل سره مثبت رقابت وکړي.
په ګډه او اخلاص د خپلي ټولني لپاره کار وکړي.
د يو بل له تجسسه، تخريبه او خوارولو ځان وساتي.
خپله ستونزه د ټولني او د ټولني ستونزه د ځان ستونزه وګڼي.
که واقعاً د خپل ځان د جوړولو رښتينې او مثبته اراده وکړو؛ هيڅکله به د بل د ړنګولو او په نورو پسي د تجسس وخت پيدا نه کړو.