جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهامریکایي عسکر: ۲۰۲۱ کې امر شوی و، چې د داعش پر مشکوک...

امریکایي عسکر: ۲۰۲۱ کې امر شوی و، چې د داعش پر مشکوک ځانمرګي برید ونه کړو

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸)  د امریکا متحده ایالاتو یو سرتېری ټایلر ورګاس ، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتېرو د وتو پر مهال د کابل هوایي ډګر مخته په برید کې ټپی شوی و، وایي، ورته ویل شوي و چې د داعش ډلې پر مشکوک ځانمرګي بریدګر حمله ونه کړي.

 ټایلر ورګاس اندریوز پرون چهارشنبه د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې غونډې ته ویلي، استخباراتي معلوماتو تایید کړې چې برید کوونکی پيژندل شوی و.

هغه ان دا جزییات هم ورکړل چې ځانمرګی، چې ږیره یې خرېیلې وه او تور واسکټ او شین رنګه کالي یې اغوستي وو، له یوه سپین ږیري سره د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوت خو په خبره یې قومندان یې ورته وویل چې دا سړی ممکن خطرناک نه وي.

په دغه ځانمرګي برید کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وروستیو شپو ورځو کې وشو، ۱۷۰ ملکیان او ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شول.

د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې د برید مسولیت منلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او امریکایانو د دوحې د سولې تړون له مخې، له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتېرو د وتو پر مهال په کابل نړیوال هوایي ډګر کې تازه واکمن شویو طالبانو د امریکایي سرتېرو د وتو امنیت نیولی و، خو له دې سره د داعش د بریدګر په مخنیوي کې پاتې راغلل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب