جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د تبعیض د کمیدا په برخه کې د نارویژي میرمنو سفر له...

د تبعیض د کمیدا په برخه کې د نارویژي میرمنو سفر له ۱۸۱۴ تر ننه

ډاکټر عیسی ستانکزی

 ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ اتمه

د ناروې په تاریخ کې د میرمنو په هکله ځینې مهم کلونه. د دغه تاریخي مزل په نتیجه کې نن سبا ناروې د نړۍ په سویه تر ټولو سوکاله او ارامه هیواد دی، ډیری کسان همدا وايي چې د ناروې په سوکالۍ او پرمختګ کې  د میرمنو ونډه او دغه کلونه تر ټولو اغیزمن دي:

په ۱۸۱۴ میلادي کال کې  د ناروې اساسي قانون یوازې نارینه وو ته د رايې ورکول حق ورکړ، میرمنو دا حق نه درلود چې رایه ورکړي او نظر به ېې د نارینه له لوري وړاندې کیده.

۱۸۱۸ کال کې په لومړي ځل په ناروې کې د میرمنو لپاره د قابلګۍ ښونځی جوړ شو او دا په ناروې کې د میرمنو لپاره لومړنی رسمي ښوونځی هم ؤ. لومړنۍ زده کړیالانې ېې د ناروې د جنوبي برخې د کارګرو میرمنې وې. ورو ورو د نورو سیمو میرمنو ته هم اجازه ورکړل شوه دغه ښونځي کې شاملې شي.

په ۱۸۲۶ کال کې د میرمنو لومړنۍ اتحادیه جوړه شوه. دغه اتحادیه د جرمني او سویس د میرمنو د اتحادېې تر اغییز لاندې جوړه شوه. اتحادیه د کلیسا له لوري وه او هدف ېې دین ته تبلیغ ؤ. ورو ورو دغه اتحادیه له مذهبي تبلیغ څخه وړاندې لاړه او میرمنو ته ېې په نورو برخو کې هم لارښوونه او مرسته کوله.

په ۱۸۳۹ کال کې له څلویښت کلنې د زیات عمر میرمنو  دلاسي صنعت په برخه کې د کار او زده کړې جواز تر لاسه کړ. په دغه جواز کې راغلي دي هغه میرمنې چې له څلویښتو کلونو ېې عمر زیات وي، طلاق، کونډې او یا ېې واده نه وي کړی دغه حق لري چې د پیسو د ګټلو لپاره کسب زده کړي دوي کسب زده کولی شي خو په خپله تجارت نه شي کولی. دغه قانون ورو ورو اصلاح شو په ۱۸۶۰ میلادي کال هغو میرمنو چې له پنځه ویشت کلونو ېې عمر زیات وي دغه حق ترلاسه کړ. او تر ۱۸۶۶ میلادي کاله پورې هم میړوښو میرمنو د کسب او کار حق نه درلود. په ۱۸۹۴ کال کې د لومړي ځل لپاره میړوښو او واده شویو میرمنو هم دا حق پيدا کړ چې کار او کسب زده کړي خو ایله په ۱۸۴۲ کال کې له کونډو او مجردو میرمنو چې له ۲۵ کلنۍ پورته وي د تجارت جواز تر لاسه کړ.

په ۱۸۴۵ کال کې هغو میرمنو ته سرپرست وټاکل شو چې له پنځه ویشت کلونو ېې عمر پورته وي او یوازې وي.( کونډې، طلاق او مجردې). په ۱۸۸۸ کال کې نارویژي میرمنو د خپل برخلیک په ټاکلو کې یو څه واک ترلاسه کړ خو د واده کولو او د ګډ ژوند د انتخاب حق په ۱۹۲۷ کال کې ورکړل شوی دی.

په ۱۸۵۰ کال کې صنعتي انقلاب ناروې ته را ورسید. او د لومړي ځل لپاره میرمنې د سنیو د اوبدلو په فابریکه کې کار پیل کړ. د دې لپاره چې د میرمنو تنخوا کمه او ارزانه کاري ځواک وو نو د ټوکرو د اوبدلو په فابریکه کې په زرګونو میرمنې وګمارل شوې.

په۱۸۵۴کال کې  د ناروې  په یوې و رځپاڼه کې یوه میرمن مدیره شوه. میرمن یوسفینا تارنه د کارګرو د یوه مشر سوسیالیسته میرمنه وه چې د کارګرو د اتحادیې په ورځپانه کې مشره شوه.

په ۱۸۵۴ کال کې میرمنو د نارینه وو په شان د میراث د ترلاسه کولو حق ترلاسه کړ. ډیری استازي له دغه قانون سره مخالف وو او ددغه فشار په نتیجه کې ښځو په کروندې کې مساوي حق ترلاسه نه کړي شو.

په ۱۸۵۴ کال کې مشهورې نارویژۍ لیکوالې او شاعرې  کامیلا کولیت خپل لومړنی ناول د حاکم لور خپور کړ. په۱۸۵۵ کال کې ېې دویم ټوک خپور شو. دغه ناول د میرمنو په هکله دی او د نني افغانستان په شان ېې ناروې د میرمنو لپاره تر ټولو ناسم ځاي بللی وو.

په۱۸۵۵ میلادي کال کې لومړنۍ نارویژۍ میرمنې استا هانستین په پاریس کې د انځور ګرۍ نندارتون پرانیست. د هغې ډیری تابلوګانې د میرمنو د ستونزو په هکله وې. نوموړې ځینې کتابونه او رسالي هم لیکلي دي.

په ۱۸۵۵ کال کې په ناروې کې د تلګراف لومړنۍ اداره جوړه شو دغه دنده  په اشرافي کورنیو او د منځنیو پرګنو په کورنیو کې مشهوره شوه  او میرمنو پکې دندې پیل کړې.

په ۱۸۶۰ کې میرمنو په ښونځیو کې تدریس پیل کړ. میرمنو حق درلود یوازې په کلیو کې ابتدايي ښوونځیو کې تدریس وکړي.

له ۱۸۶۳ څخه وروسته له پنځه  ویشتو کلونو پورته مجرده میرمنو ته حق ورکړل شو چې خپل اقتصاد په خپله اداره کولی شي

په ۱۸۷۰ کې لومړنۍ میرمن د مسیحیت د تبلیغ لپاره  له ناروې بهر سفر وکړ.

مشهورې لیکوالې او شاعرې کامیلا کولیټ په ۱۸۷۴ کال کې  د میرمنو د مطالعې ټولنه جوړه کړه دوه کاله وروسته نجونو دا حق پیدا کړ چې منځنیو ښونځیو ته امتحان ورکړي. خو د نجونو او هلکانو ګډ منځنی ښونځی په ۱۸۸۴ کال کې جوړ شو.

ښځې د خداي په انځور کې جوړې شوي د استا هانستین کتاب دی چې په ۱۸۷۸ کال کې چاپ شو او له سختو نیوکو او مقاومت سره مخامخ شو. په دې کتاب کې لیکواله وايي که خداي میرمنې هم پنځولې وي نو د نارینه وو په شان مساوي حقوق ورکړل شي.

په ۱۸۷۹ کال کې د هنریک ایبسن د (نانځکو کور) کتاب او ډرامه خپره شو چې د میرمن د حقوقو په هکله خصوصن د ګډ ژوند په برخه کې لوي انقلاب رواست. په کتاب کې له واده وروسته د میرمنو سخت ژوند انځور شوی دی.

په ۱۸۸۲ کال کې میرمنو حق پیدا کړ د لیسې امتحان ورکړي او لیسې ته شاملې شي.

په ۱۸۸۳ میلادي کال کې  د دستکش د مشهور نارویژي لیکوال بیورنستیارنه بیورنسن ډرامه نندارې ته وړاندې شوه چې د میرمنو او نارینه د جنسي اخلاقو په هکله وه. په ډرامه کې هڅه شوې وښودل شي چې په جنسي اړیکو کې هم باید نارینه او میرمنې یو شان اخلاق او مورال ولري.

په ۱۸۸۴ میلادي کال کې میرمنو حق پيدا کړ چې پوهنتون ته د شمولیت امتحان ورکړي. خو لا هم په ډیرو تخصصي برخو کې میرمنو د کار حق نه درلود. البته په ۱۸۸۵ کال کې د نجونو او هلکانو ګډ کالج رامنځته شو. امیلا سکرام  یو کال وروسته له خپلو څلورو ناولونو څخه لومړی په همدغه کال کې خپور کړ. دغسې کتابونو د میرمنو د حقوقو په برخه کې لویه ونډه درلوده. په داسې حال کې چې د میرمنو د رایې د حق د ترلاسه کولو لپاره مبارزه روانه وه په ۱۸۸۵ کال کې د میرمنو د رایې د حق د ترلاسه کولو ټولنه جوړه شوهږ په دې ډول هڅه پیل شوه چې میرمنې د رایه ورکولو حق ترلاسه کړي. ورسره په یو وخت له فحاشا او روسپي ګرۍ سره مبارزه سخته شوه. د مارلین کریستیان کروګ کتاب په دې برخه کې لویه هڅه وه. دغه کتاب د هغو میرمنو په هکله و چې د پولیسو او حکومتي کسانو له لوري تجاوز پرې کیده.

په ۱۸۸۷ کال کې د ناروې د میرمنو لومړنۍ مهالنۍ  NYLAND خپره شوه. په  یو وخت ورسره د میرمنو د رایو د حق خپره په پارلمان کې مطرح شوه او په ۱۹۰۱ میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره شتمنو میرمنو د شاروالیو په انتخاباتو کې د رایېې ورکولو حق ترلاسه کړ. په ۱۹۳ کال کې لومړنۍ میرمنې دوکترا ترلاسه کړه. مات هیلده لومړنۍ میرمن وه چې لوړه حکومتي دنده ېې پیدا کړه. په ۱۹۱۰ کال کې ټولو میرمنو حق ترلاسه کړ چې د شاروالیو په انتخاباتو کې برخه واخلي. انا رګستاد لومړنۍ میرمن وه چې په ۱۹۱۱ کال کې د پارلمان انتصابي وکیله شوه. په ۱۹۱۳ کال کې د سقط جنین دحق لپاره مبارزه پيل شوه. ۱۹۱۳ کال د میرمنو لپاره تاریخي ورځ وه او ناروې لومړنی هیواد ؤ چې میرمنو په عمومي توګه په ټولو انتخاباتو کې د برخې اخیستلو حق ترلاسه کړ. په ۱۹۱۵ کال کې په لومړي ځل د میرمنو ورځ په ناروې کې ولمانځل شوه. په ۱۹۲۲ کال کې لومړنۍ میرمن کارین پلاتو وه چې د خلکو له لوري د پارلمان د وکیلې په توګه وټاکل شوه. دغه مبارزه روانه وه او په ۱۹۲۵ کال کې لومړنۍ میرمن د ښاروالۍ د مشرې په توګه غوره شوه.

په ۱۹۲۷ کال کې د واده او ګډ ژوند مهم قانون پاس شو چې  پکې راغلي ؤ چې په کور کې د میرمنو کار د نارینه د بهر له کار سره چې معاش هم اخلي یو شان دی.

د فیمینزم لومړنی کتاب په ۱۹۳۱ کال کې د مارګریت بونیوه له لوري خپور شوی دی . د لومړي ځل لپاره د لنګون رخصتي د کار په قانون کې په ۱۹۳۶ کال کې راغله.

په ۱۹۴۵ کال کې له جرمني د ازادۍ له ترلاسه کولو وروسته  د ناروې د کونیست ګوند  غړې د ناروې په کابینه کې لومړنۍ وزیر مشاوره شوه خو اوسلاو اوسلند لومړنۍ وزیره وه چې کابینه کې څرګنده شوه.

د نارویژي میرمنو اتحادیه په ۱۹۵۴ کال کې جوړه شوه دغه اتحادیه تر ۱۹۹۹ کاله پورې موجوده وه. جالبه خبره دا وه چې په ۱۹۵۶ کال کې قانون پاس شو چې میرمن هم د کلیسا پادري کیداي شي. په ۱۹۶۲ کال کې میرمنو دا حق ترلاسه کړ له واده وروسته خپل کورنۍ نوم وساتي. په لومړي ځل د حمل د مخنیوي ګولۍ په ۱۹۶۷ میلادي کال کې ناروې کې دود شوې.

د ښځو د مبارزې په لړکې ۱۹۷۰ کال هم مهم دی چې د فمینیزم لومړني حرکتونه منظم پیل شول.

د مارچ اتمه په منظمه او رسمي توګه په ۱۹۷۲ کال کې ولمانځل شوه. له هغه وروسته په ۱۹۷۲ کال کې د همجنس تر منځ اړیکه ازاده شوه او ښځو او نارینه وو حق پيدا کړ چې له واده وروسته هم له یو بل سره ګډ ژوند کولی شي. بیریټ اوس لومړنۍ میرمن وه چې د یو ګوند مشري ېې په ۱۹۷۳ کال کې ترلاسه کړه. په همد ډول په ۱۹۷۴ کال کې میرمنو د کروندو د میراث حق تر لاسه کړ.

۱۹۷۸ کال هم د میرمنو د مبارزې په برخه کې مهم ؤ په همدغه کال  د جنسیت د تساوي قانون تصویب شو. ناروې په دې برخه کې په ټوله نړۍ کې لومړنی هیواد دی.

ګرو بروندلاند لومړنۍ میرمن وه چې په ۱۹۸۱ کال کې  د ناروې لومړۍ وزیره شوه او درې ځله ېې دغه انتخابات وګټل او تر ۱۹۹۶ کاله پورې د ناروې صدراعظمه وه. په حقیقت کې نومړې د نړۍ په سویه لومړنۍ صدراعظمه ګڼلای شو.

۱۹۸۶ کال هم له دې امله مهم دی چې په کابینه کې له اتلسو څخه اته وزیران میرمنې وې. دغه حکومت ته  د میرمنو د حکومت نوم ورکړل شو. یو کال  وروسته د ولادت رخصتي دولس اونیو ته اوږده شوه. په ۱۹۹۳ کال کې د پارلمان لومړنۍ مشره یوه میرمن وه. شیشتي کوله د ګارګر ګوند غړې وه چې د پارلمان مشرۍ ته غوره شوه. حکومت پریکړه وکړه چې د جنسیت د تساوي مرکز دې په وزارت بدل شي او په ۰۰۱ لومړي کال کې لومړۍ مهاجره مسلمانه افشان رفیق د پارلمان غړې شوه. په دوه زره اووم کال کې د ناټو د اوسني مشر ستولتنبرګ په دویم حکومت کې د لومړي ځل لپاره په کابینه کې د میرمنو شمیر تر نارینه وو زیات شو.

په ۲۰۰۸ کال کې د سکس خرڅلاو  منع اعلان شو. تر اوسه پورې په ناروې کې د هیرا منډۍ په شان فاحشه خانې نه شته او څوک اجازه نه لري د سکس له لارې در امد ولري.

له دې ټول پرمختګ سره سره اوس هم دغه مبارزه روانه ده ځکه چې د میرمنو تنخوا په میاشت کې په متوسطه توګه کابو دوه پنځوس زره کرونه ده خو د نارینه وو اوو پنځوس زره کرونه کیږي.

 په حکومتي سویه اویا فیصده کارکوونکې میرمنې دي خو په شخصي سکتور کې ېې شمیره ۳۶ سلنه ښودل شوې. ناروې د جنسیت د تبعیض د کمیدا په برخه کې مخکښ هیواد دی او په لومړنیو شپږو هیوادونو کې راځي چې په نارینه وو او میرمنو ته ېې مساوي حقوق او امتیازات ورکړي.

4 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ښاغلی ډ.صاحب عیسی ستانکزی! د ناروې ښځمنوپه باب دې ډیره ښه او په زړه پورې کرونولوژيکه څېړنه کړې او د پوره معلومات وړاندې کړي دي .کور دې ودان.
    زه صرف په پرتله ایز ډول یو څو ټکو ته اشاره کول غواړم.:
    -افغان شځمنو له ابتدا له نارینه وو سره په کروندو کښې کار کولو او کوي ېې. ناروېژي ښځود حق په ۱۸۵۴ ،ستا د لیکنې په اساس،تر لاسه کړ.
    -د میراث،تجارت او سرپرستۍ حقوق ،اسلام ۱۴۰۰ کاله پخوا مومنینو او مومناتو ته ورکړی دی ،لاکن دوی په ۱۸۴۵؛۱۸۵۴؛ ۱۸۹۳کې..
    -د حاکم لور ناول خو ما نه دی لوستی، فکر کوم هغه وخت به افغانستان د ښځمنو لپاره ناسم ځای نه و. او فکر کوم اوس هم که چارواکي ط ط او بالداران!! ې دمیرمنو اونجونو کار اوتعليم تصمیم ونیسي ،افغان وطن به دومره بد هم نه وي لکه روهینګیا،سوماليا، فلسطین ، ا.د.ن…حتی پاکستان.
    -دا چې همجنس بازئ او ابورشن یا سقط جنین (البته جنایی ..) آزادۍ لپاره مبارزه کړې ،له انسانیت سره نه ښایی. اسلام کې حرام دي.
    -بر عکس دا چې روسپیګري او هیرا مڼډهیتوب ې منع کړي ،آفرین!!
    -جالبه دا چې دولتي سکتور کې ې ۷۰ % ښځې کار کوي او د پارلمان یوه ! غړې ې هم مسلمانه ده ؛ ط.ط. او ځينې نور هیوادونه دې ترې عبرت واخلي !. خو لکه د دوی د ۱۸۸۵کال حاکمان او پولیس والا دې تجاوزونه نه کوي!!!. هیله ده په مطلب ورسیدئ!.
    له دې ټکو زما موخه دا واضح کول و چې هر هیواد ،دین او خلک ېې ځانګړې ښېګڼې او بدګڼې لري چې پر ښو تلوار او پر بدو تاءمل

  2. ښاغلی او محترم داکتر حمیدالله زړه ور صافی(ساپی) صیب!
    ډیره پرځای او د یو ریښتینی او زړور افغان تبصره مو کړیده. ډیره می خوښه شوه. منم چه زړور صافی یاست.

    همداسی ده د نن څخه ۱۵۰ کاله دمخه د کندهار په میوند کی افغان باتوره ښځی د انګریزانو سره په توده جګړه بوختی وی، چه ملاله انا هم په دغه جګړه کی د خپلو افغان ورونو تر څنګ جنګیدله. دا معنی چه افغان ښځی ډیر پخوا په پوځ کی هم شاملی وی.

    په درنښت

  3. ښاغلی ورور افغان صاحب !
    هیله کوم. له حسن نظر او تایید او تشویق څخه مو یوه دنیا مڼنه او شکریه.
    زه فکر کوم ڼن سبا د دې وخت دی چې هر افغان که دڼنه هیواد کې وي که بهر، خپل ملي،انساني او اسلامي مثبتې څرګندونې او دخپل وجدان او ضمیر آواز لر او بر وطن او ټولې نړۍ ته ورسوي تر څو له بل ناورین نه مخنیوی وشي. ان شآء الله.
    په درناوي.
    برسلز/د مارت ۹=د شعبان یا برآءت ۱۶=د کب یا حوت ۱۸.

  4. سلامونه
    ستاسو تبصرې مې ولوستلې مننه او کور ودان ما فکرکوم کله چې ليکنه په فيسبوک خپره کړه نو ومې ليکل د دې ليکنې هدف پرتله کول نه دي. لکه چې تاسو وويل مونږ تر نارويژيانو او ډيرو نورو هيوادونو مخکې وو. خو اوس چيرته يو دا خبره مهمه ده. کله چې په يوه ټولنه کې اصلاحات غواړو طبعاً بايد د هغه کلتور د بنسټونو په رڼا کې بايد وشي ګني تجربه نه ورکوي. ډاکټر صاحب اشرف غني يوازينى ولسمشر ؤ چې دغه مسله ېې درک کړې وه.
    نو په هر حالت کې له نورو زده کړه پکار ده خو دې کې هيچ شک نشته چې ايديالوژيک حکومتونه د افغانستان په تاوان دي. د ځوان افغان فکر پرمختګ کله هم دومره نه و چې مونو د تيرې نيمګړې ديموکراسۍ په موده کې وليد. حتى دغه ديموکراسي هم چې کله له خپل کلتور او فرهنګ سره برابره ومنو او عملي ېې کړو نو مقصد ته رسيدليط شو.
    بله دا چې دا خبره بايد هر افغان نارينه ومني چې افغانستان د ميرمنو لپاره تر ټولو دوزخي ځاى دى او بايد نارينه پر جنت د دغه دوزخ په بدلون کې مرسته وکړي ګني کله به هم دَ افغان ولس ژوند ښه نه شي. هغه ټولنې ډيرې سوکاله دي چې ميرمنې ېې سوکاله وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب