یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد ملا حسن د کابینې غونډه؛ له بهرنیو هېوادونو د افغان بندیانو...

د ملا حسن د کابینې غونډه؛ له بهرنیو هېوادونو د افغان بندیانو پر لېږد یې خبرې کړي

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸)  د طالبانو د رژیم د کابينې په ۲۶مه غونډه کې د دوی لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنيو چارو، کورنيو چارو او عدليې وزارتونو، سترې محکمې او د زندانونو چارو د سمون ادارې استازيو په ګډون له نور هېوادونو د افغان زندانيانو د را انتقالولو کمېټې جوړېدل تائيد شوي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، همدارنګه په دې غونډه کې د اقتصادي کمېسيون تخنيکي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د آقينې بندر- شبرغان او هرات – روزنک پورې د اورګاډې پټلۍ د جوړولو په موخه طرحه برابره او د کابينې غونډې ته يې وړاندې کړي.

په غونډه کې د امرباالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د لوبو اړوندو ادارو او محتسبينو ته سپارښتنه وکړي، چې د ځينو لوبو پر مهال نندارچيانو ته د لمانځه توصيه وکړي.

دا غونډه چې د طالبانو د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ شوې، په کې د چارو ادارې لوی رياست د مالي او اداري مرستيال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د بندونو او هايدرو تخنيکي تاسيساتو د سروې، امکان سنجۍ، تفصيلي ډيزاين او بررسۍ پړاوونو اړوند طرحه و ارزوي او پايله دې يې د کابينې په غونډه کې شريکه کړي.

د کابينې په دې غونډه کې د کندهار د جامعه عمر د شويو کارونو د ارزونې او د پاتې کارونو د ترسره کېدو د لګښت په اړه د چارو ادارې لوی رياست د استازي په مشرۍ هغه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په کې د ماليې، کور او ښار جوړولو وزارتونو، ملي پراختيا شرکت، د کندهار ولايت مقام او کندهار ښاروالۍ استازي هم برخه لري.

په غونډه کې همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال په مشرۍ يو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د ۲۲مې ګڼې مصوبې د پرېکړې پر اساس د ګمارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونيسي او د ارغنداب رود، هلمند رود او نورو رودونو له اوبو په واټرپمپونو د ګټې اخيستنې اړوند له سيمې ليدنه وکړي او له ځايي خلکو سره د ستونزې د حل په موخه خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب