جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر ښځو ته د دوی د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړه

مولوي کبیر ښځو ته د دوی د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړه

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸)   د طالبانود رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ښځو د نړیوالې ورځې له امله ښځو ته مبارکي ویلې ده.

نوموړي په یوه پيغام کې ادعا کړې، چې د دوی رژیم د اسلامي احکامو او ارشاداتو په رڼا کې ښځو ته ځانګړي حقونه او درنښت ورکړی دی.

نوموړي تور پورې کړی، چې پرزول شوي جمهوري نظام په تشو شعارونو او بې ځایه ژمنو ښځې غولول او ابزاري استفاده یې ورڅخه کوله.

د دغه طالب واکمن د ادعا له مخې، د دوی رژیم په زوره د کونډوپه نکاح کول ، په بدو کې دښځو ورکول او دوی ته دناکړې ګناه سزا ورکول او دې ته ورته ناروا او پر ښځو کېدونکي ظلمونه په کلکه منع کړي دي.

هغه له کومې مشخصې ژمنې او نېټې ښودلو پرته ویلي، چې د طالبانو رژیم انجونو ته دزده کړو د شرايطو او ښځو ته په ټولنه کې د کار او سوداګرۍ لپاره د ډاډمن او خوندي چاپیریال د برابرولو هڅې کوي او هڅه کوي، چې ښځې داسلام او دافغانانو دکلتور په چوکاټ کې په هر ډګر کې ځان وویني او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي .

د طالبانو منتقدین بیا دوی د ښځو تر ټولو لوی دښمنان بولي او وایي افغان ښځې په وروستیو لسیزو کې د طالبانو هومره سرسخت دښمنان هیڅکله نه دي لرلي.

2 COMMENTS

  1. ستا په دا مرداره چټله ږیره د نالت شي خوشې غول خورې د څه شي مبارکي ورکوې ؟ له ښوونځي او کاره څخه مو منعه او بندې کړې دي او انسانی حقوق دې ترې اخیستې دی نو د څه شي مبارکي ورکوې ؟ ای جاهله ! ستا مبارکي په ښځو باندې پسخند وهل دي !

  2. ډاډمن او خوندي چاپیریال جوړول د ټول ملت او بیا خصوصاََ خویندو لپاره دحکومت مسئولیت دی
    نور شرعاََ هیڅ ممانعت نشته دا د طالب نه بلکی د پخوانی ملا خبره ده او تر ڼنه هغه طالب چي د ښځو پر ضد جبهه رهبری کوی دا ټکۍ یی پټ ساتلی ، کله خپل کلیوالی رسم و رواج پر اسلام تحمیلوی او کله هم بدوی فرهنګ؛ خو اصلی مسئولیت حکومت ته ورګرځی ، هغه ډاډمن او خوندي چاپیریال دی چي حکومت یی باید جوړ کړی او د نصاب یا نورې بهانې دومره ندی چي تعلیم ورباندی ودرول شی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب