شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهمولوي خالص له افغان سوالګرو سره د اسلامي همکاریو سازمان د مرستې...

مولوي خالص له افغان سوالګرو سره د اسلامي همکاریو سازمان د مرستې غوښتنه وکړه

تاند:( چار شنبه، د کب ۱۷)   د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو د رژیم عمومي سرپرست رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي غوښتي، چې د افغانستان سوالګرو سره مرستې وکړي.

د دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي خالص د یاد شوي سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ورسره  ملګري پلاوي څخه د طبیعي پېښو د زیانمنو ترڅنګ د سوالګرو له کورنیو سره د نقدي مرستو، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې او د زړه په سوري والي د ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې په برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان د لاسنیوي غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: “یادې درې برخې لوړ لګښتونه لري او افغاني سره مياشت په يوازې ځان نه شي کولاى دې بار ته دوامداره اوږه ورکړي؛ مونږ هیله من یو د اسلامي همکاریو سازمان زمونږ لاسنیوی وکړي”.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي ښاغلي طارق علي بخیت په یادو درې برخو کې د همکارۍ ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې په لاسنیوي کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او د انسان د وجود د مصنوعي غړو د یو مرکز په جوړیدو کې یې د همکار ژمنه کړې.

 طالبانو په داسې مهال د اسلامي همکاریو له سازمان څخه د سوالګرو د کورنیو په ګډون نورو بېوزلو سره د مرستې غوښتنه کړې، چې چارواکي یې په ټول هېواد کې د سوالګرو د را ټولولو او ورته د معاشونو د ورکړې د پلان خبر ورکوي.

تراوسه دغې ډلې یوازې د کابل ښار د سړکونو له غاړو سوالګر ټول کړي، چې سره میاشت یې په پالنه کې خپله ناتواني څرګندوي.

2 COMMENTS

  1. په وظیفو لوی شوی ټول عمر یی ګدایی سره کړې. تاسو خو ۵۲ هیوادو ماته ورکړې بیا نو سوال او ګدا یی څه لپاره؟

  2. find jobs for afghans.
    build IN nangarhar and kuner AGRECALTURE.
    MAKE PROJECTS FOR ELECTRICITY.
    give jobs for women,if afghans have jobs.they will support all poor.
    we do not need to safer help us.
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب