جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرهربنده خپل يې کمال دی / عبدالباري جهاني

هربنده خپل يې کمال دی / عبدالباري جهاني

یو ګیدړ وو یو زمری سره یاران وه

چي په ښکار به وتل یو ځای به روان وه

ګیدړ کړي شا و خوا وه ډیر مزلونه

ور معلوم وه د ځنګله او غره کونجونه

پوهیدی چي چیري ځای دی د سویانو

چیري ډلي ډلي ګرځي د هوسیانو

دی خبر وو تر غره لاندي په دښتونو

چي رمې کله راوزي د پسونو

چي غویی به له ګورمه را جلا سو

او حملو ته د زمریانو به تنها سو

د زمري پر لور ګیدړ به په ځغستا سو

چي راځه بخت دي بیدار دی غویی ستا سو

له اوله تر اخره یې دا کار وو

تل ملګری له زمري سره په ښکار وو

د ګیدړ وظیفه ښکار معلومول وه

د زمري دنده څیرل او غوزارول وه

له زمري به غوښي تل پاته کیدلې

د ګیدړ به لا څو ورځي بسیدلې

هم زمری او هم ګیدړ دواړه راضي وه

په ویشونو کي بیغمه له قاضي وه

بل زمري دومره ښکار کله سو کولای

بل هوښیار ګیدړ چا کله سو میندلای

چي به هره ورځ په ښکار کي ورسره وای

په هر ځای کي یې ورکړې مشوره وای

یوه ورځ ګیدړ د ځان په ننداره سو

ځان کمزوری بې غیرته ور ښکاره سو

چي زه تل یمه ملګری د ښکارونو

همیش ګرځمه پر غرونو پر دښتونو

له زمري سره په ښکار کي یمه ستړی

کله کله خو ستومان سم لکه مړی

خو چي ښکار سي د زمري له ګیډي پاته

دی روان سي پاته شوني پریږدي ماته

پستې غوښی زمری وخوري نوري پریږدي

که کولمې وي که دلبند ماته یې کښیږدي

زه به څو ترڅو له ده سره نوکر یم

او په ویش کي له غلامه برابر یم

زه لرم  پاخه فکرونه اوږدې داړي

ډیر سیالان مي له منګولو امان غواړي

زه هم منډي او حملې سمه کولای

هم ښکارونه سم تر کور پوري راوړلای

له سبا څخه زموږ لاري جلا کیږي

ما ته خپل ده ته به خپل نصیب رسیږي

زه پخپله ښکار کوم د ځان بادار یم

زه ګیدړ تر زمري سل چنده هوښیار یم

شپه سوه تیره خوب یې وکړ تر سهاره

چي سبا سو ګیدړ ووتی له غاره

چي له لیري یې په سترګه یو پسه سو

د ګیدړ تورو پستو غوښو ته زړه سو

له همدې ځایه په  منډه په ځغستا سو

یو ځل مخ ته د پسه بیا یې تر شا سو

چي له داړو ډکه خوله یې ور ښکاره کړه

پر پسه یې د مرګي ویره خپره کړه

پسه هم ورته ور واړول ښکرونه

ګیدړ واخیستل تر شا یو څو ګامونه

پسه ډیر په بدن غټ وو ښکرور وو

د ګیدړ له وسه تیر لوی ځناور وو

لایې نه وه له یو بل سره وهلي

لا یې ښکر او داړي نه وې آزمییلي

چي له لیري یو ښکاري پر را ښکاره سو

د ګیدړ او د پسه په ننداره سو

یو ښکاري وو ورسره یې دوه تازیان وه

د ګیدړ د ښایسته پوست په ارمان وه

ګيدړ ستړی وو له ځغاستي وو لویدلی

د هوسا تازیانو لاسته ورغلی

په یوه دم کي پسه د ښکاري ښکار سو

او تازیانو ګیدړ ونیوی کرار سو

په سبا یې ښایسته پوست پر بازار سو

ښکاري نغدي کړې پیسې پر خپله لار سو

چي ګیدړ نه وو قانع په خپله ګټه

په اوله ورځ یې ګټه سوه سکروټه

ګیدړ کړلای سوای ښکارونه د سویانو

دی غښتلی وو پر ډلي د چرګانو

خو ښکارونه د پسونو د هوسیانو

دا قسمت وو د پړانګانو د زمریانو

پیدا کړی خدای ګیدړ زمری زمری دی

چي ګیدړ ځانته زمری وایی تیری دی

له ازله دا تقسیم د ذوالجلال دی

هر بنده ته خدای بخښلی خپل کمال دی.

د جون اته لسمه ۲۰۱۳ ویرجینیا

5 COMMENTS

  1. لوی جهاني صاحب، د زړه له تلې سلامونه او درناوي، لوستونکو ته دې له دې ښایسته ډالۍ مننه! زما او ستا وطن دې لوی خدای ج نور له داسې بیغیرته ګیدړانو او اوجړاګانو خلاص کړي او د بې دفاع پسونو انتقام دې ترې واخلي. زما په تیره بیا ستا په شعر کې د کرکټرونو او کلماتو انتخاب ډیر خوښیږي. زه هیله لرم چې دا .شعر دې هم د نورو شعرونو په شان ستا په رسا او هیښوونکي غږ کې ویل شوی وي.

  2. star Jahani seb qalam de tol omar taand osa der pa zra pore nazam de. ALLAH ter dera da pukhto da khidmat lepara zwanday lara. manana

  3. جهانی صاحب د الله ج تل ژوندی لری په لاس او قلم د برکت شه.
    ډیر په زړه پوری او جالب شعر دی ، خدای ج د وکړی چی کرزی یی ولولی او ترینه لوست یاد کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب