جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعردوه تورې کرښې / بختیار تلاش

دوه تورې کرښې / بختیار تلاش

ته! د پېغلتوب په خوب ویده وې
چې ما
د خپلو
خاموشو الفاظو
دوه تورې کرښې
ستا په سپین لاس
په سپین ورغوي باندې ولیکلې
چې خوب دې خلاص شو بیا یې ولوله ته
او ماته په خوب کې راحاضره شه
چې
زما خاموشه الفاظ

 به
ستا په ورغوي باندې
زما د ماضي لپاره
پخپل زمان کې څه مانا ولري؟؟؟

بختیار تلاش

2 COMMENTS

  1. زړه ته راتېر دوست بختیار تلاش سلامونه ،نېکې هیلې او پېرزوینې مې ومنه ،هیله ده ،تردې دمه روغ،جوړ او په ورځنیوچاروکې بریالی وي. تاته بهتر ه معلوم ده،چې زه دشعر اوشاعرۍ په ډکرکې له بده مرغه هيڅ نه پوهېږم او ستا دغه څه چې لیکلي هيڅ نوم نشم ورکولای ،ځکه زه نه پرې پوهیږم.خو دومره پوهیږم ،چې ګرانه که دې د دوه پرځای دوې لیکلي وای،ډېربه ښه وو،ځکه تورې مونث کلمه ده او خبر دی، مبتدا یې هم باید مونث ولیکل شي،یعنې دوه نه بلکې دوې ځکه موږ په پښتو لیکنوکې دوه معمولا دمذکر لپاره استعمالوو.( دوې تورې نه دوه تورې)
    الله تعالی دې ستا داخصلت،جرئت،او همت همداسې تاند،تپاند او هڅاند ولري.
    (چې درومې څه به مومي)

  2. حمیدي صیب نظر دې قدر وکړل ده.
    خو چې تا کومو ټکو ته اشاره کړې ده
    دا په لهجه پورې اړه لري. څوک دوه واي او څوک دوې واي. خو زما نظر دا ده چې تلاش صیب صحي ده. ولې چې دې جنوب وکړي دوې واي. او دې شرق وګړي دوه دې ته ورته الفاظ استعماله وي . او منلی شوي هم هغه تورې وی چې استعمال یې زیاد وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب